روسیه او ایران ګډ پوځي تمرینونه پیلوي؛ ملګرو ملتونو د امریکا-ایران د مذاکراتو هرکلی کړی

ایراني او روسي پوځي چارواکي

د عکس سرچینه، IRNA

د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

بي‌بي‌سي فارسي د ځينو ایرانیو رسنیو له قوله ویلي چې ایران او روسیه سبا پنجنشبه د عمان او د هند سمندر په شمال کې پوځي تمرینونه ترسره کوي.

د ایرنا خبري اژانس د خبر له مخې د دواړو هېوادونو د سمندري ځواکونو د دغه ګډ مانور یا تمرینونو ویاند امیر حسن مقصودلو ویلي، "د ایران اسلامي جمهوریت او د روسیې فدراسیون د سمندري ځواکونو ګډ تمرین به سبا د عمان او د هند سمندر په شمالي سیمه کې ترسره شي."

د ایران پوځ د دغه چارواکي په وینا، دا پوځي تمرینونه په بندرعباس کې ترسره کېږي او "بنسټيزه موخه یې د عمان او د هند سمندر په شمال کې د بحري امنیت پیاوړتیا او د دوامداره سمندري همکاریو پراختیا ده."

همداراز "سمندري امنیت ته د ورپېښو ګواښونو د مخنیوي لپاره ګډه همغږي، په ځانګړي ډول د سوداګریزو او تېل وړونکو بېړیو ساتنه او له بحري ترهګرۍ سره مبارزه" د دغه ګډ پوځي مانور ځینې نورې موخې یادې شوې دي.

دا پوځي تمرینونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې څو ورځې مخکې په هرمز تنګي کې هم د ایران سپاه پاسداران ورته سمندري پوځي مانورونه وکړل. په همدې حال کې په سیمه کې د ایران او امریکا ترمنځ د پوځي ترینګلتیا زیاتوالي او دغلته د امریکا د سمندري بېړیو پراخ حضور هم اندېښنې پارولې دي.

ملګرو ملتونو د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو هرکلی کړی

بلخوا ملګرو ملتونو د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو هرکلی کړی دی.

د ملګرو ملتونو ویاند سټېفن ډوجارېک د خپل مطبوعاتي کنفرانس پر مهال ويلي چې ملګري ملتونه د ایران او امریکا تر منځ د غير مستقيمو خبرو اترو هرکلی کوي. نوموړي ويلي، د ملګرو ملتونو مشر ټینګار کړی چې "ټولې اندېښنې د ډېپلوماسۍ او خبرو اترو له لارې حل کېدی شي او بايد له همدې لارې حل شي".

ایران

د عکس سرچینه، Reuters

ډوجارېک ويلي، چې د ملګرو ملتونو مشر په خبرو اترو کې له ښکېلو خواو غواړي چې دغه مذاکرات روان وساتي او هيله یې ښودلې چې دا به د "سيمه ييزو کړکېچونو د کمولو او د کړکېچ د پراخېدو د مخنيوی لامل شي".

د ملګرو ملتونو ویاند زياته کړې، "موږ د کړکېچونو کمولو او د ملګرو ملتونو له منشور سره سم د سوله ييزو حل لارو ترلاسه کولو لپاره پر بېړنۍ اړتيا ټینګار کوو".

د دوشنبې په ورځ د امریکا او ايران تر منځ د تهران د اتومي پروګرام پر سر د خبرو اترو دويم پړاو په جينيوا کې ترسره شو.

د ایران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي چې په دې خبرو اترو کې یې د ایراني پلاوي مشري کوله له امریکا سره د خبرو اترو دويم پړاو د لومړي هغه پرتله مثبت بللی او زياته کړې یې ده چې ایران له امریکا سره په يو شمېر اصولو کې هوکړې ته رسېدلي دي.

نوموړی همدا ډول ویلي چې لا هم په ځينو برخو کې نور کار ته اړتيا شته ده. امریکا بيا په دې برخه کې د "پرمختګ" یادونه کړې ده.

د امریکا او ایران تر منځ د مذاکراتو منځګړي هېواد عمان د بهرنیو چارو وزير بدر البوسعيدي ویلي، خبرې اترې د "ګډو موخو او اړوندو تخنیکي مسايلو په معلومولو سره په ښه پرمختګ پايته ورسېدې".

د امریکا او ایران ترمنځ دغه خبرې اترې داسې مهال شوې چې امریکا په ایران کې د حکومت ضد اعتراضونو د ځپلو او د هغوی د اټومي فعاليتونو له امله څو ځله د پوځي مداخلې ګواښونه کړې وو. ولسمشر ډونلډ ټرمپ وړاندې همدا ډول ويلي وو چې باور لري اوس ایران غواړي یوه هوکړه وکړي.

ایران

د عکس سرچینه، EPA

امریکا او اروپايي متحدين یې شک لري چې ایران د اټومي وسلو د جوړولو پر لور روان دی خو تهران با دغه ادعاوې ردوي.

د سې شنبې په ورځ له خبرو مخکې ایران ويلي وو چې تمرکز به یې پر خپل اټومي پروګرام او د امریکا له خوا د لګول شويو اقتصادي بنديزونو د لرې کولو پر موضوع راټول وي.

واشنګټن مخکې اشاره کړې وه چې د ایران د توغنديو د پراختيا په څېر نورې مسئلې هم غواړي وڅېړي.

لا هم روښانه نه ده چې په جینیوا کې په کومو موضوعاتو بحث شوی خو د امریکا يوه چارواکي بي بي سي ته وويل، "پرمختګ شوی خو لا هم ډېر مسايل شته چې بايد بحث پرې وشوی. ايراني پلاوي ويل چې په راتلونکو دوو اوونيو کې به له تفصيلي وړانديزونو سره راشي چې د دريځونو تر منځ پاتې واټنونه را کم کړي".

د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي ونس له فاکس نيوز سره په مرکه کې د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي، "په ځينو برخو کې خبرې ګټورې وې، هغوی ومنله چې بيا به خبرې کوي... ولسمشر ځينې سرې کرښې ټاکلې دي چې ايرانيان لا هم چمتو نه دي چې هغه ومني او کار پرې وکړي".

د دغو خبرو په "ډېرو مهمو" بللو سره د امریکا ولسمشر وړاندې ويلي وو چې په "غیرمستقیمه" توګه به په خبرو کې ښکېل وي او اشاره یې کړې وه چې تهران دا ځل د خبرو اترو لپاره چمتو ښکاري.