تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کابل عید ګاه جومات: د عبادت، سیاست او ملي جرګو کور چې د جګړې لومړۍ ګولۍ هم پرې ولګېدې
- Author, سید عبدالله نظامي
- دنده, بي بي سي
د طالبانو حکومت د حج اوقافو وزارت په یوه تازه اعلان کې ویلي، د کابل عید ګاه جومات به له دې وروسته هره ورځ د پنځه وخته لمانځه لپاره پرانیستی وي. له دې وړاندې یوازې په مناسبتي ډول دغه جومات ته خلک ورټولېده، د اختر لمونځ او دولتي ناستې به په کې کېدلې.
د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د کابل ښار له اوسېدونکو غوښتي، چې "د دغه جومات د معنوي ابادۍ په پیاوړتیا کې په اخلاص او لېوالتیا سره ګډون وکړي."
د عیدګاه جومات له دې امله هم مشهور دی چې د حج لپاره تلونکي افغانان سعودي ته له تګ وړاندې دغه جومات ته ټولېږي او له هغه ځایه هوايي ډګر ته په ډله ییز ډول ځي.
حاجیان هېواد ته له ستنېدو سره همدغلته له خپلو خپلوانو سره یو ځای کېږي. د عیدګاه جومات کې د مشهور څېرو او دولتي چارواکو د جنازو او فاتحو مراسم هم پر ځای کېږي. د ډېرو لپاره دا د افغانستان ملي ورځو کې د پوځي رژو او پرېډونو یو اشنا دالان هم دی.
د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې عید ګاه جومات په شل جریبه ځمکه کې ودان دی چې ۷۶ وړې او درې هسکې ګونبزې لري. دغه لوی جومات ته د ننوتلو درې دروازې جوړې دي. د جومات وداني په اسلامي او مغولي بڼو جوړه ده. د مغولو ودانیزه بڼه له ۱۶ تر ۱۸ زېږدېزې پېړۍ په سیمه په ځانګړې ډول هند کې دود وه.
دا تاریخي جومات د کابل ښار په یوه مهمه سیمه کې اباد دی چې د دفاع وزارت او ولسمشرماڼۍ ترې ډېرې لرې نه دي.
د حکومت د استخباراتو یوه اداره هم د جومات سره جوخته جوړه شوې چې یو مهال په کې سرتېرو ته د روزنې چاره هم پلې کېدله.
دغو مهمو ودانیو ته نژدېوالی یې د دې لامل شو چې په ۱۹۷۸ زېږدیز کال کې د هغه مهال پر ولسمشر داود خان د کمونیست پلوه کودتاه چیانو لومړنۍ ګولۍ هم په عید ګاه جومات ولګېدې او ځینې برخې یې زیان منې شوې.
کله چې په ۱۹۹۲ کال کې افغان مجاهدین کابل ته ننوتل او د ولسمشر نجیب الله حکومت وپرځېده، د کورنۍ جګړې پر مهال د کابل د نورو ودانیو په څېر عید ګاه جومات هم له توغندیو او راکټونو خوندي پاتې نه شو او سخت زیان یې ولیده.
دا جومات له ۲۰۰۱ کال وروسته د کابل د رغاونیزو هڅو په لړ کې څو وار ورغول شو خو په ۲۰۰۸ کال کې هغه مهال چې ولسمشر حامد کرزي د غوايي پر اتمه کابل ته د مجاهدینو د ننوتلو جشن لمانځه د پوځي پرېډ او مارش ځای کې وسله وال برید وشو چې مراسم یې ټکني کړل، د جومات پر ځینو څنډو هم ګولۍ ولګېدې.
په ۲۰۱۸ کال کې یو زورور موټر بم چاودنې د عیدګاه جومات ځینې برخې ونړولې چې وروسته د هغه مهال د ولسمشر محمد اشرف غني په امر ورغول شو.
هغه د رغاونې له چارو وروسته هلته د جمعې لمانځه ته ورغی او ویې ویل ''اصلي ټکی دا دی چې دا زموږ د خوښۍ ځای هم دی او د غم ځای هم، کله چې جومات د بم اېښودونکو لخوا ویجاړ شو نو کلکه اراده مې دا وه چې په داسې ډول بیا ورغول شي چې راتلونکي نسلونو ته یوه ډالۍ وي او هیله ده چې زموږ ټول خلک په ښاديو او غم کې له یو موټيوالي او له فکري وحدت سره د خدای (ج) په ارادې اقدام وکړو. ''
پر عید ګاه د تاوتریخوالي وروستی ګوزار د ۲۰۲۱ په اکټوبر کې و چې د طالبانو حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد د مور فاتحې پر مراسمو چاودنه وشوه او مسولیت یې اسلامي دولت نومې ډلې "داعش" ومانه.
په یو ډول د جګړې ورپاتې داغونه د دې جومات ارزښت په ګوته کوي چې وروستۍ پېړۍ کې د ولسي افغانانو او دولتونو لپاره مهم ځای پاتې شوی.
دا انګېرنه هم ترې کېدلی شي چې د افغانستان د جګړې له لومړۍ ورځې د بریدګرو وار د هېواد دې تاریخي ودانۍ ته رسېدلی او که هر څومره بریدونه توجیه شوي دا ځای پرې دا ګوهي ورکوي چې کابل ښار او ښاریان ترې خوندي نه دي پاتې شوي.
عید ګاه جومات ته د افغانستان له بېلابېلو سیمو ځوانان لیدو ته ورځي.
د عید ګاه جومات تاریخي ارزښت
د کابل عید ګاه جومات د ۱۹ پېړۍ په وروستیو او د شلمې پېړۍ لومړیو کې ودان شوی. د ودانۍ چارې یې افغان امیر عبدالرحمن خان پیل کړې او د هغه زوی امیر حبیب الله بشپړې کړې.
د افغانستان د علومو اکاډیمۍ د بشري علومو اړوند کوشاني څېړنو نړیوال مرکز مشر، کتاب خان فیضي له بي بي سي سره خبرو کې د دغه جومات د جوړېدو په تړاو وویل " په ۱۳۱۱ هجري سپوږمیز کال کې یې کار پیل شوی چې درې کاله وروسته ۱۳۱۵ هجري سپوږمیز کال جوړ او ګټې اخیستنې ته وړاندې شو.
ښاغلی فیضي وايي، هغه مهال چې راډیو او ټلویزون نه و، عید ګاه جومات د افغانستان د واکمنو لپاره د مهمو امرونو د اعلان او خبر رسولو یو دریځ و.
د هغه په خبره له بریتانوي هنده د افغانستان د خپلواکۍ جګړه (غزا) له همدې جوماته اعلان شوه او هغه ډبرین ممبر اوس هم شته چې د دغه جګړې اعلان ترې شوی و.
افغان پاچا امان الله خان په ۱۹۱۹ زېږدیز کال د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو پر مهال وویل "ما خپل ځان او خپل مملکت له کورني او بهرني پلوه بشپړ ازاد او خپلواک اعلان کړ.
تر دې وروسته زموږ هېواد، د نړۍ د ټولو دولتونو او قدرتونو په شان ازاد دی او هېڅ ځواک ته د سر د یوه وېښته هومره اجازه نه ورکول کېږي چې د افغانستان په کورنیو او بهرنیو چارو کې لاسوهنه وکړي، او که چا دا کار وکړ، غاړه به یې په دې توره ووهم."
له هغه وروسته د افغانستان د خپلواکۍ جشنونه او د نورو ملي ورځو لمانځنې همدلته د عیدګاه جومات په انګړ کې کېدل چې پوځیانو به خپلې درنې او سپکې وسلې نندارې ته وړاندې کولې او د حکومتونو مشرانو به د جشن پر دریځ ویناوې کولې. دغه څه عید ګاه جومات د هېواد د خپلواکۍ په یوه یادګاري څلي بدل کړ.
ښاغلی فیضي وايي دا ځای تر دې پخوا هم د واکمنو او افغان مشرانو لپاره د ارزښت وړ و. د هغه په وینا د جومات له جوړېدو وړاندې دغلته د عیدګاه ډګر و چې د اختر لمونځونه او مهمې ناستې او ملي جرګې به په کې کېدلې.
کتاب خان فیضي د دې ځای ارزښت د افغانستان د اوسنۍ جغرافیې د بنسټګر احمد شاه دراني مهال سر تړلی یادوي او وايي " په ۱۱۶۹ هجري سپوږمیز کال کې احمد شاه بابا هم د یوه سفر پر مهال د کابل عید ګاه کې لمونځ او له خلکو سره یې لیده کاته کړي."
لرغونوالی او ځانګړې ودانیزه بڼه د کابل عیدګاه جومات ته د هېواد د یوه داسې ځای ارزښت ورکوي چې ښايي د لرغونپوهنې کارپوهانو ته په زړه پورې وي خو په ټولیز ډول سیاسي اړخ یې د افغان تاریخ یوه داسې برخه ده چې د تېرې څه دپاسه یوې پېړۍ د امیرانو، پاچاهانو او ولسمشرانو نومونه ورسره تړلي دي.