ساینس نړیواله اوونۍ: په علم او ټېکنالوژۍ کې د ښځو ونډه

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, پاینده څرګند
- دنده, بيبيسي
د ساینس د نړیوالې اوونۍ په ترڅ کې نن په علم او ټکنالوژۍ کې د ښځو پر ونډې غږېږو. ښځو تل د ساینس او ټکنالوژۍ، انجنیري او روغتیا په برخه کې ستر کارونه ترسره کړي.
یو شمېر ښځو په علمي لابراتوارونو کې نوي کشفیات کړي یا هم د چاپېریال ساتنې په خوځښتونو کې الهام بخښونکې شوې دي.
ځینې یې په نړیوال کچ پېژندلې شوې دي خو ډېرې نور ساینسپوهانې خلک نه پېژني.
په لوېدیځ کې د سرطان د درملنې له لارو چارو سره د یوې ښځینه عالمې نوم تړلی دی، مېري کیوري.
په ۱۹۰۳ کال کې، فرانسوۍ فزیک پوهې مېري کیوري د رادیوم او پولېنیوم د کشف او د سرطان ناروغۍ د درملنې په برخه کې د پرمختګ په پار د نوبل جایزه وګټله.
مېري په فرانسه کې لومړنۍ ښځه وه چې په فزیک کې یې دکتورا ترلاسه کړه.
د نړۍ په تاریخ کې ډېرې داسې پېژندلې شوې ښځې شته چې د ساینس په برخه کې یې ستر کارونه ترسره کړي لکه ادا لاولېس او ورزالېنډ فرنکلین.
خو ځینې نورې لکه د ناسا مخکښه کاترین جانسن ډېر خلک نه پېژني.
ځینې یې لامل دا بولي چې تاریخ تل د ښځو په حصه کې مهربان نه و او کله کله یې د دوی موندنو او نوښتونو ته د شک په سترګه کتلي.
لکه بریتانیوۍ کیمیاپوهه روزالیند فرانکلن چې په ۱۹۲۰ کال کې زېږېدلې وه او په ۱۹۵۸ کې ومړه. روزالیند له 'ډي ان اې' سره تاوراتاو شکل کشف کړ.
هغه له لومړنیو کسانو وه چې له کاربني ترکیباتو د انځور اخیستو تکنیک ته یې پام شو، څه چې د اېکس شعاع کریستالوګرافي بلل کېږي.
روزالیند فرانکلن د انځور اخیستو په تکنیک که ځانګړی مهارت درلود او هغه عکسونه چې یې له دې ترکیباتو اخیستي ول د ډي ان اې د جوړښت له کشف سره یې ډېره مرسته وکړه.
دا په ۳۷ کلنۍ ومړه.

د عکس سرچینه، Getty Images
په دې پروګرام کې یوه افغانه ساینسپوهه هم در پېژنو.
نګین کرګر چې د لیسانس زدکړې یې په کیمیا او ماسټري او دکتورا یې د کیمیا د "هدفي درملنې" برخه کې کړي دي.
اغلې کرګر وايي "اوسمهال د جین ټکنالوژۍ په څېړنیز مرکز کې چې د بېلابېلو هېوادو له پوهنتونو سره اړیکه لري، د کیمیا برخه کې کار کوم."
د ساینس په ډګر کې په پرمختللو هېوادونو کې د ښځو ونډه دېرش سلنه ده، خو اوس د جنسیتي برابرۍ له په پام کې نیولو سره هڅه کېږي ښځینه و ته هم مساوي فرصتونه برابر کړای شي چې ونډه یې تر دېرش سلنې لوړه شي.
اغلې کرګر وايي د علم او ټکنالوژۍ په برخه کې د ښځو لاس ته راوړنو د انسانانو په ژوند کې ډېر مثبت بدلون راوستی دی.
نوموړی وايي "په ساینس کې د ښځینو لاسته راوړنې هم ډېرې زیاتې دي، خو کثرآ یادې شوې نه دي. مثلآ د ډيایناې د مالیکیول د ساختمان لومړی ځل یوې ښځې کشف کړ... د ډياېناې له کشف وروسته تر ننه ډېر پرمختګ شوی دی."
اغلې کرګر زیاتوي "د ډېایناې ریکومبننټ ټکنالوژۍ چې منځ ته راغله، دې ته یې لار پرانیسته چې ډېرو مرضونو ته درملنې وموندل شي، تشخیص وشي، واکسینونه جوړ شي. او دا ټکنالوژي په چټکۍ سره د ارثي مرضونو د تداوۍ په خاطر هم ډېره په مخ روانه ده."
ساینسپوهه کاترین جانسن د امریکا په فضايي تاریخ کې پېژندلې شوې افریقايي توکمه ریاضي پوهه ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
دې د محاسبې او معادلاتو د حل له لارې د امریکا له فضايي پروګرام سره ډېره مرسته وکړه.
اغلې جانسن به د ناسا ادارې د لومړنیو کلونو معادلې په قلم او کاغذ حل کولې.
په ۱۹۱۸ کال کې د ورجېنیا ایالت په لوېدیځ کې زېږېدلې وه او له ماشومتوبه یې د ریاضي معادلاتو په حل کې ځانګړی استعداد درلود.
په ۲۰۱۵ کال کې د امریکا د وخت ولسمشر بارک اوباما کاترین جانسن ته د آزادۍ افتخاري ولسمشریز مډال ورکړ. اغلې جانسن په ۲۰۲۰ کال کې ۱۰۱ کلنه وه چې مړه شوه.
افغانستان چې له تاریخي پلوه د سیاست، شعر او ادبیاتو په برخه کې پېژندلې شوې ښځینه څېرې لري، د ساینس او علمي څېړنو په ډګر کې یې بیا نه لري.
دا چې ولې، اغلې کرګر چې پخپله هم په ماشومتوب له افغانستانه وتلې، وايي.
"زموږ په وطن کې متاسفانه د ساینس، ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا د علم د دومره پرمختګ په دور کې، په ۲۱مه پېړۍ کې چې علم ډېر پرمختګ کړی او انسانانو ډېر نوي شان لاس ته راوړي، زموږ وطن کې لا پر دې بحث دی چې ایا نجونې مکتب ته ولاړې شي، که ولاړې نه شي، له کوره ووځي یا ونوځي."

د عکس سرچینه، M. QAZIZADA
اغلې کرګر زیاتوي دا چې د ساینس په برخه کې د افغان ښځو ونډه ولې کمه ده، یو علت یې چاپیریال او بل ډېر ابتدايي تعلیمي سیستم دی.
نوموړې زیاتوي په افغانستان کې نه داسې څیړنیز مرکز شته، نه کارځای او نه هم داسې کوم کتاب چې ماشومانو ته د ساینس برخه کې د کار الهام وبښي.
سږکال، د سولې او پرمختګ لپاره د ساینس د نړیوالې ورځې موضوع "پر ساینس باور رامنځته کول" دي او د مخکښو ښځینه ساینسپوهانو پېژندل ښايي ډېرو نجونو زدکوونکو ته د الهام او پر ځان او ساینس د باور سرچینه شي.











