د نړۍ یو تر ټولو د ډېر عمر زمری څنګه ووژل شو؟

د عکس سرچینه، LION GUARDIANS / FACEBOOK
په کینیا کې چارواکو ویلي، چې په غالب ګومان د نړۍ یو تر ټولو د ډېر عمر زمری ځینو شپنو وژلی دی.
دا زمری چې لونکیتو نومېده او ۱۹ کلن شوی و، د چارشنبې په شپه په اولکیلونیټ کلي کې وروسته تر هغه ووژل شو، چې ځینې مالونه یې وداړل.
دا کلی د کینیا په سوېل کې د امبوسیلي بڼ پر پوله پروت دی.
د چاپېریال ساتنې یوې ډلې (لاین ګارډینز) ویلي، دا "زموږ په چاپېریال او ښايي ټوله افریقا کې د نړۍ تر ټولو د ډېر عمر لرونکی زمری و". تر ډېره د زمریانو عمر ۱۳ کاله دی.
د وحشي ژوو د ژوندانه نړیوال بنسټ ویلي، کابو ټول زمریان افریقا کې اوسېږي خو یو شمېر یې هند کې هم شته.
د کینیا د وحشي ژوو د ادارې ویاند پاول جینارو بي بي سي ته وویل، زمری بوډا او کمزوری شو او په کلي ته د خوړو لپاره راغلی او څوسنېده.
جینارو دا ونه ویل چې ایا رښتیا هم دا د نړۍ تر ټولو ډېر بوډا زمری و او که نه، خو دومره یې وویل چې عمر یې زیات و.
کینیا کې زمریان په خپل چم ګاونډکې د خوړو نه موندلو له کبله کلیو ته ورځي او د خوړو په لټه کې وي.
د وایډ لایف ډایرکټ شرکت اجراییوي مشرې پولا کاهومبو چې د وح شي ژوو د چاپېریال یوه فعاله هم ده ویلي، د زمري په مړینه خواشینې شوې ده او په هېواد کې د وحشي ژوو د خوندیتابه لپاره یې د لازمو ګامونو اخیستو غوښتنه کړې ده.
دا وايي، موږ باید د هغو زمریانو د ساتنې لپاره مټې رابډوهو چې نسل یې د ورکېدو له خطر سره مخامخېدونکی دی.











