د چین په تبت کې زلزلې لسګونه کسان وژلي

چین

د عکس سرچینه، Getty Images

د چین دولتي رسنیو خبر ورکړی، د سه شنبې په سهار د تبت په غرنۍ سیمه کې د یوې سختې زلزلې له امله لږ تر لږه ۹۵ تنه وژل شوي او تر ۱۳۰ ډېر نور ټپیان دي.

د امریکا د جیولوژیکي سروې د معلوماتو له مخې، د تبت په سپیڅلي ښار شیګاتسي کې په ځايي وخت د سهار نهه بجې د ریښتر په کچه اووه اعشاره یو درجه زلزله شوې ده.

د زلزلې ټکانونه په ګاونډي نیپال او د هند په ځینو برخو کې هم احساس شوي دي.

په دغو سیمو کې معمولا زلزلې کېږي، ځکه له جیولوژیکي پلوه د زلزلو پر کرښه پرته سیمه بلل کېږي.

د زلزلې مرکز ته نژدې د ټینګري سیمه، د غره ختونکو لپاره یو مشهور اډه ده چې د ایوریسټ څوکې ته د پورته کېدو لپاره له همدې ځایه تیارۍ نیسي.

د ګرځندوی یوه کارکوونکي ځایي رسنیو ته وویل، په ټینګري کې د ایوریسټ غره سیاحتي سفرونه، چې د سه شنبې په سهار په پام کې وو، لغوه شوي او زیاتوي د سیلانۍ سیمه په بشپړ ډول تړل شوې ده.

د اړوندو مسؤلینو په وینا د سیلانۍ په سیمه کې درې لیدونکي وو، چې ټول د خوندیتوب په موخه له هغه ځایه بهر اېستل شوي دي.

د چین دولتي رسنیو راپور ورکړی، د ریښتر په کچه څه کم ۶ اعشاریه اته درجې زلزلې نژدې ۱۰۰۰ کورونه ویجاړ کړي او وروسته هم ځینې ټکانونه احساس شوي دي.

چین زلزله

د عکس سرچینه، Getty Images

د چین د زلزلې شبکې د مرکز څېړونکي جیانګ هایکون د چین د ملي ټلویزیون (سي سي ټي وي) ته وویل، کېدای شي د ریښتر په کچه پنځه درجې یوه بله زلزله هم وشي، خو "د یوې زورورې زلزلې احتمال کم دی".

وروسته تر هغه چې چین په ۱۹۵۰ مه لسیزه کې تبت له ځان سره یو ځای کړ، په دغه خپلواکه سیمه کې یې پر رسنیو او انټرنیټ ټینګ کنټرول ساتلی دی.

د سه شنبې په ورځ د زلزله ځپلې له سیمې پر ټولنیزو رسنیو خپرو شویو انځورونو کې نړېدلې ودانۍ ښوول شوي.

په شیګاتسي کې د هوټل یوه اوسېدونکي، چینایي رسنۍ فنګمیان خبري اژانس ته وویل، د زلزلې په ټکانونو له خوبه ویښ شوی. هغه زیاتوي خپلې جرابې یې را واخیستې او کوڅې ته وتښتېد او ویې لیدل چې په هوا کې چورلکې ګرځي.

هغه وايي، "داسې احساس یې کاوه چې ان کټ یې هم پورته کېږي."

د چین هوایي ځواک اغېزمنې سیمې ته د ژغورنې مرستې او بې پیلوټه الوتکې لېږلې دي. د ایوریسټ غره په لمنو کې دغې پرتې سیمې ته یوازې پلې لار ده او هوا هم پکې سخته سړه او تر صفر درجې ټیټه ده.

په سیمه کې برېښنا او د اوبو رسولو چارې دواړه پرې شوي دي.

د چین ولسمشر شي جین پینګ هم د مرګ ژوبلې د کمولو او د زیانمنو اوسېدونکو د لټون او ژغورنې د هر اړخیزو هڅو غوښتنه کړې.

د زلزلې ټکانونه په نیپال کې هم احساس شوي، خو نیپالي چارواکي وايي تر اوسه د کوم زیان یا مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

په ۲۰۱۵ کال کې د نیپال پلازمېنې کټمنډو ته څېرمه د ۷،۸ درجې یوې زلزلې نږدې ۹ زره کسان ووژل او تر ۲۰ زرو ډېر یې ټپیان کړي وو.