ترکیه او سوریه کې زلزله؛ تېز باران او واورې ورېدو ژغورنډلې له خنډ سره مخامخ کړې
تایید شوي رپوټونه وايي، په ترکیه او سوریه کې د زورورې زلزلې له امله د وژل شویو شمېر اوس له ۴۳۰۰ اوښتی دی. د ترکیې د بیړنیو پېښو اداره وايي، په دغه هېواد کې نژدې ۲۹۲۱ کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان دي. په سوریه کې بیا تر دې مهاله د څه باندې ۱۴۰۰ کسانو د وژل کېدو پخلی شوی دی.
د شپې هم مرستندویان او د ژغورنې ډلو د زلزلې د قربانیانو رایستلو عملیات روان ساتلي، خو په سیمه کې د تېز باران او واورې ورېدو له کبله یې کارونه له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوي دي.
د ژغورنې عملیات لا هم روان دي او وېره ده چې ښايي د قربانیانو شمېر نور هم لوړ شي. دواړو هېوادونو د نړیوالو مرستو غوښتنه کړې.
دترکیې ولسمشر وړاندې ویلي وو چې د کره مرګژوبلې اټکل نه شي کېدی، ځکه لا هم په زلزله ځپلیو سیمو کې د خلکو د ژغورنې او لټون هڅې روانې دي او ښايي شمېر له دې هم لوړ شي.
رجب طیب اردوغان خبریالانو ته ویلي، دا له ۱۹۳۹ کال راهیسې ترکیه کې تر ټولو لوی انساني ناورین دی، چې شاوخوا ۲۸۱۸ ودانۍ یې نړولي دي.
زلزله د ترکیې سوېل ختیځ غازي عنتاب "ګزینتاپ" کې د سوریې پولې ته نژدې شوې چې د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې له مخې د زلزلې کچ ۷٫۸ ښودل شوی دی.
زلزله پر ځايي وخت څلور بجې او ۱۷ دقیقې (ګرېنوېچ ۱:۱۷) شوې ده. د زلزلې ژوروالی ۱۷٫۹ کیلومتره (۱۱ میله) ژور غازي عنتاب ښار ته څېرمه ښودل شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Anadolu Agency via Getty Images
ترکي چارواکي وايي، په دغه کمسارۍ زلزله کې د عثماینه، ادانا او دیاربکر په ګډون لږ تر لږه لس ښارونه ځپل شوي دي. د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې د ټپیانو لپاره له خلکو د وینې غوښتنه کړې.
وېره دا ده چې ښايي د مرګژوبلې شمېر نور هم لوړ شي ځکه په ګڼو وېجاړو شویو ودانیو کې لا هم خلک ایسار دي. د ترکیې د بیړنیو پېښو اداره وايي، د زلزلې څه باندې ۴۰ ټکانونه حس شوي دي.
په زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې او پلټنې عملیات روان دي. وېره دا ده چې ښايي لا هم ګڼ خلک تر کنډوالو لاندې ایسار وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په سوریه کې د قربانیانو شمېر د حکومت تر واک لاندې حلب، لاذقیه، حما او تارتوس ولایتونو کې دي. ځینو هېوادونو د بیړنیو مرسته ژمنه کړې.
د زلزلې اغېز د سوریې، لبنان او عراق په څېر ګاونډیو هېوادنو کې هم حس شوی دی. مصر کې هم وګړو ویلي زلزله یې حس کړې ده.
د ترکیې اناتولیا خبري اژانس ویلي له زلزلې لږ وروسته په سوېل ختیځ کهرمان مرعش ولایت کې یو لوی اور بل شوی دی.
په دیار بکر کې د بي بي سي د ترکي برخې خبریال وايي، په ښار کې د خرڅلاو یو مرکز ویجاړ شوی دی.
غازي عنتاب کې د بي بي سي خبریال رشدي ابو علوف وايي، دی په کور کې و چې ۴۵ ثانیې یې ځمک لړزه احساس کړه.
ترکیه د نړۍ له هغو سیمو ده چې ډېرې زلزلې پکې کېږي.
د ۲۰۲۰ کال جنورۍ پر ۲۵مه هم د ترکیې ختیځ کې د ریکټر په کچه ۶٫۸ درجې زلزله شوې وه، چې لږ تر لږه ۲۲ کسان یې وژلي او سلګونه نور یې ټپیان کړي وو.

د عکس سرچینه، Getty Images
زلزله په ختیځ الازیغ ښار کې شوې وه، ځینې ودانۍ یې نړولې او خلک له وېرې لارو، کوڅو ته راوتلي وو.
د ترکیې په څنګلورو هېوادونو سوریه، لبنان او ایران کې هم د زلزلې ټکانونه محسوس شوې وو.
ترکیه کې له دې مخکې هم زلزلې شوې، په ۱۹۹۹ کال د دغه هېواد په ازمیر ښار کې زلزلې لږترلږه ۱۷ زره کسان ووژل.
غبرګونونه
سپینې ماڼۍ د ولسمشر جو بایډن له قوله ویلي، چې ترکیه او سوریه کې یې زلزلې ځپلو ته ژر د مرستو استولو امر کړی دی.
د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک پر ټویټر لیکلي، له ترکي او سوري وګړو سره خپله غمشریکي ښيي.
دی وايي، بریتانیا هر ډول مرستې ته چمتو ده.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د هالنډ لومړي وزیر مارک روټه ویلي، د هېواد مرستندویه ډلې به یې د زلزله ځپلو مرستې لپاره ژر ترکیې او سوریې ته واستولې شي.
هغه په ټویټر یوه پیغام کې د ترکیې له ولسمشر سره خپله غمشریکي اعلان کړې او ویلي یې دي: موږ ددې سختې طبیعي بلا له ټولو قربانیانو سره یو.
د ترکیې ګاونډ یونان کې لومړي وزیر ویلي، سم لاسي یې د قربانیانو لپاره د اړتیا وړ توکي استولي.
د سربستان او سویډن مشرانو هم ژمنه کړې چې له زلزله ځپلو سیمو سره د مرستې او همکارۍ لپاره به ژر لاس په کار شي.
د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون هم ویلي، هېواد یې "په بېړني ډول اغېزمنو شویو سیمو ته مرستې استوي".
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په کهرمان مرعش ولایت کې د زیانمنو شویو سیمو له خلکو سره د چارواکو د چټکې مرستې او وضعیت کابو کولو امر کړی دی.
د اروپا د زلزلو د ارزونې مرکزی ویلي، د زلزلې د راتلونکو څپو او ځمک لړزې (څونامي) د مالومولو په درشل کې دي.
مصر په یوه خبرپاڼه کې ترکیه او سوریه کې له زیانمنو شویو سره خپله غمشریکي ښودلې او د مرستې ژمنه یې کړې ده.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان پر ټویټر لیکلي، چې ترکیه، سوریه او لبنان کې له زلزله ځپلو وروڼو سره د هغوی د کورنیو د خپلوانو د مړینې له کبله خپله غمشریکي ښيي.
دی وايي "له خپلو وروڼو سره هر ډول مرستې او ملاتړ وړاندې کولو ته چمتو یو".












