افغانستان کې د ګوزڼ ۱۸ مثبتې پېښې؛ ځینو سیمو کې لا هم کور په کور واکسیناسیون بند دی

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, مامون درانی
- دنده, بيبيسي
بيبيسي موندلې چې طالبانو یو ځل بیا په یو شمېر سیمو کې د ګوزڼ ضد واکسین کور پر کور کمپاین بند کړی او دا بهیر به یوازې پر جوماتونو او یا ولسي ځایونو ور ټول وي.
بي بي سي ته باوري سرچینو ویلي چې دا پرېکړه د سیمې د وکیلانو او ملکانو په غوښتنه شوې. افغانستان کې د طالبانو د حکومت روغتیا وزارت په دې اړه څه نه وايي.
روغتیا پوهان وايي په مرکزونو او ولسي ځایونو د پولیو ضد واکسین بهیر ډېر اغېزمن نه دی او له امله یې ډېر ماشومان له واکسین بې برخې پاتې کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې کندهار له درېیو کلونو وروسته یو ځل بیا د پولیو د مثبتو پېښو شمېر لوړ شوی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، په افغانستان کې سږ د ګوزڼ د مثبتو پیښو شمېر اتلسو ته لوړ شوی، چې لویه برخه یې په سوېلي حوزه کې ده.
له دغو اتلسو ۱۱ مثبتې پېښې په کندهار ثبت شوې، چي په تېرو درېیو کلونو کې د ګوزڼ یوه پېښه هم په کې نه وه ثبت شوې.
۴ نورې په هلمند او یوه اروزګان کې ثبت شوې.
طالبانو له څوکلن بندیز وروسته د روان کال جولای میاشت کې د کندهار په ګډون سویلي ولایتونو کې کور پر کور د ګوزڼ ضد واکسیناسیون کمپاین د ترسره کېدو اجازه ورکړه.
خو سیمه کې باوري سرچینو بيبيسي ته ویلي د طالبانو د حکومت سیمه ییزو چارواکو د تېرې اګست میاشتې پر۱۰ نېټه، د ګوزڼ ضد کمپاین د پیل پر ورځ واکسیناتورانو ته ویلي چې کور پر کور له ګرځېدو ډډه وکړي.
هغوی ته سپارښتنه سوې، چې دغه کمپاین د پخوا په څېر په جوماتونو یا عامه ځایونو کې ترسره کړي .

د عکس سرچینه، Getty Images
په سویلي ولایتونو کې یو واکسیناتور، چې نه غواړي نوم یې خپور شي، بيبيسي ته وویل دا بندیز د ځايي خلکو او مشرانو په غوښتنه لګول شوي دی .
دی وايي "د کمپاین پر لومړۍ ورځ غرمه مهال موږ ته د مشرانو له خوا خبر راکړ شو، چې کور پر کور کمپاین بند دی، ځکه نو کمپاین نیمګړی ؤ او ډېر ماشومان له واکسینېدو پاتې شول."
د ګوزڼ ضد واکسین په اړه افغانستان کې له پخوا راهیسې حساسیتونه او مخالفتونه موجود دي. د پولیو له منځه وړلو هڅو کې ځینې ښکېل کارکوونکي وايي، کلیوال نه غواړي چې نامحرم سړی یې د کور دروازه داسې حال کې وټکوي چې دوی نه وي او همدا کور په کور د واکسیناسیون له کمپاین سره د مخالفت لامل ګرځېدلې ده.
د افغانستان په ګڼو سیمو، په ځانګړې توګه د سویلي ولایتونو په ولسوالیو کې د ګوزڼ ضد ښځینه واکسیناتورانې نشته.
ځینې خلک بیا په افغانستان کې په دې باور دي چې د پولیو واکسین د بهرنیو هېوادونو دسیسه ده چې غواړي د مسلمانانو ماشومانو ته زیان ورسوي.
له دغو ستونزو سره هم مهاله د روغتیا نړیوال سازمان د وروستي راپور له مخې د روان ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د ګوزڼ ۱۸ مثبتي پیښې ثبت شوې، چې ۱۶ یې په درېیو سویلي ولایتونو کندهار، هلمند او روزګان کي دي.
د پولیو د مخنیوي ښه فرصت

د ګوزڼ د واکسین په برخه کې له نړیوالو موسسو سره یو پخوانی کارکوونکی سید کمال شاه، چې اوس بریتانیا کې مېشت دی، وایي د پولیو یا ګوزڼ د خپرېدو فصل لا پاته دی چې د ده په ټکو له جون پیل تر اکتوبر پورې دوام کوي.
ښاغلی شاه وایي دا په دې معنی ده چې د پولیو له ویروس د ماشومانو د اغېزمنېدو چانس ډېر لوړ دی.
نوموړی زیاتوي " ۲۰۲۴ کال افغانستان ته د پولیو له اړخه سم کال نه دی. ځکه دغه ویروس په چټکۍ سره په خپرېدو دی او تر ټولو بد خبر دا دی د کندهار حوزه، چې په تېرو دریو کلونو کې هېڅ د ګوزڼ پېښه په کې نه وه، سږکال له اتلسو ثبت شویو پېښو یوولس دغه ولایت کې دي."
ښاغلی شاه وایي سویلي حوزه کې د پولیو ویروس د خپرېدو مخنیوی خورا ډېر کار ته اړتیا لري .
خو نوموړی پر دې باور دی، چې په افغانستان کې د پولیو له منځه وړلو لپاره اوس تر ټولو ښه فرصت موجود دی، ځکه ټولو سیمو ته لاسرسی شته.
هغه وایي په سیمه کې د عامه پوهاوي کمښت د دې لامل شوی چې خلک د ګوزڼ ضد واکسین پر وړاندې حساسیت وښيي.
نوموړی وړاندیز کوي چې نړیوال بنسټونه باید د وخت له غوښتنو سره سم د عامه پوهاوي پروګرامونه تنظیم او د خلکو پوهاوي لپاره له اغېزناکو کسانو کار واخلي.
سید کمال شاه وایي،"تر ټولو مهمه دا ده، چې په افغانستان کې کیفیت لرونکي د ګوزڼ ضد واکسین کمپاینونه ترسره شي، چې د پوښښ کچه یې ۹۵ سلنه وي."
نوموړی زیاتوي په ډیر سیمو کې دغه کمپاینونه په سمه توګه نه پلي کیږي او ډېر وخت خیالي شمېرې ورکول کیږي.
د ده په خبره د دې ستونزې حل لپاره باید پر کمپاینونو نظارت زیات شي.
بل خوا بيبيسي ته دوو سرچینو ویلي د طالبانو حکومت د ګوزڼ د مثبتو پېښو د معایناتو پر پایلو باور نه لري، چې د پاکستان په لابراتوارونو کې ترسره کیږي.
سرچینې وايي، طالب چارواکو د روغتیا له نړیوال سازمان غوښتي، چې په افغانستان کې دننه لابراتوار جوړ کړي.
هڅه مو وکړه د دې موضوع او د ګوزڼ د تازه پېښو په اړه د طالبانو د روغتیا وزارت نظر هم واخلو، خو د روغتیا وزارت زموږ د پرله پسې غوښتونو سره سره له خبرو ډډه وکړه.
بلوچستان کې د ګوزڼ پېښو زیاتوالی

د عکس سرچینه، EPA
پر افغانستان سربېره له ډېورنډ کرښې هاخوا د پاکستان په بلوچستان کې هم روغتیاپالان د پولیو ویروس د خپرېدو په اړه اندېښنه ښيي او وایي دغه هېواد کې سږ کال د ګوزڼ له ۱۶ مثبتو ثبتو شویو پيښو ۱۲ په دغه ایالت کې دي.
بلوچستان کې د بېړنیو عملیاتو څانګې مشر انعام الحق قریشي وایي پاکستان او افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسیناسیون نیمګړي کمپاینونه د دې وېروس د جړرو وېستلو پر وړاندې لوی خنډونه دي.
دی زیاتوي "په بلوچستان کې د پولیو وضعیت د اندېښنې وړ دی. تر اوسه له ۱۵ پېښو ۱۲ په بلوچستان کې ثبت شوې دي. موږ به د دې ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره د روان کال تر ډسمبر پورې څو پراخ کمپاینونه ترسره کړو."
دغه کمپاینونه به د بلوچستان په ۳۶ ضلعو یا ولسوالیو کې ترسره شي او ورته مهال به د نوموړي په وینا په بله غاړه افغانستان کې هم د واکسیناسیون کمپاین پيل شي.
ښاغلي قريشي وايي کندهار کې له طالب چارواکو سره په دې اړه همغږي شوې ده.
تېر کال افغانستان او پاکستان دواړو کې د ګوزڼ یوازې شپږ شپږ پېښي ثبت شوې وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
له دې سره دواړو هېوادونو کې روغتیاپالان هیله من وه، چې ګوندې د ګوزڼ جړې په وتلو دي.
د طالبانو حکومت جګپوړو روغتیايي چارواکو د روان کال پیل کې د قطر پلازمېنه دوحه کې د پولیو یا ګوزڼ د له منځه وړلو پروګرام اړوند تخنیکي مشورتي ناسته کې تمه ښودلې وه، چې ۲۰۲۴ کال به په افغانستان کې د ګوزڼ ریښې وباسي.
خو د افغانستان په سویلي ولایتونو کې چې د بلوچستان ګاونډ کې پر ډېورنډ کرښه پراته دي، په چټکۍ سره د ګوزڼ ویروس خپرېدل ښايي طالبانو لپاره لویه ننګونه وي.
د دې ویروس مخنیوی وخت او ځانګړو هڅو ته اړتیا لري. د واکسیناسیون او د عامه پوهاوي پروګرامونو پیاوړي کول به اړین وي چې په سیمه کې د پولیو ویروس د خپرېدو مخه ونیول شي.











