د طالبانو حکومت پلاوی سعودي کې له پاکستاني لوري سره له خبرو وروسته بېرته کابل ته ستون شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, حفیظ الله معروف
- دنده, بي بي سي - کابل
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ځینو سرچنیو بيبيسي ته ویلي، یو پلاوی یې له پاکستاني لوري سره د خبرو لپاره د سعودي عرب پلازمینې ریاض ته تللی و.
دواړه غاړې د سعودي په منځګړتوب خبرو ته کېنول شوي وو.
د دغو سرچینو په وینا، دواړو پلاوو پرون (یکشنبه) خبرې کړې دي، خو د مذاکراتو ډېر جزییات نه دي په ډاګه شوي.
دا هم روښانه نه ده چې په دغو مذاکراتو کې پرمختګ شوی او که نه. د طالبانو په حکومت کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، بيبيسي ته وویل، پلاوی " تللی و، او نن بېرته کابل ته روان دی."
د رپوټونو له مخې، د طالبانو حکومت په پلاوي کې د دوی د کورنیو چارو مرستیال وزیر رحمت الله نجیب، د طالبانو حکومت د سیاسي کمېسیون غړی انس حقاني او د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکی عبدالقهار بلخي شامل وو.
تر دې دمه دا لا روښانه شوې نه ده چې ولې سعودي عربستان داسې یو ناڅاپه د منځګړي په توګه دغه ګام پورته کړی دی.
د سعودي دا هڅې په داسې حال کې دي چې په تېر سپټمبر کې ریاض له اسلام اباد سره یو مهم دفاعي تړون لاسلیک کړ.
د نومبر په لومړیو کې په استانبول کې د ترکیې او قطر په منځګړیتوب د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د درېیم پړاو له خبرو وروسته دا لومړی ځل دی چې دواړه غاړې بېرته د خبرو مېز ته ستنېږي.
تر اوسه روښانه نه ده چې د کابل او اسلام اباد پلاوي مخامخ خبرې کړې او که نه، خو په دوحه او استانبول کې تر ډېره دا ډول خبرې د منځګړو په مرسته کېدې. د پاکستان حکومت په سعودي کې د خبرو په اړه تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
دواړه لوريو داسې مهال سعودي عرب کې خبرې کړې دي، چې د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي و، ښايي اسلام اباد افغانستان ته د ملګرو ملتونو بشري مرستو لېږدولو لپاره د د تګ راتګ لارې پرانیزي.
د شنبې پر ورځ په اسلام اباد کې له خبریالانو سره خبرو کې ښاغلي ډار زیاته کړې وه، ملګرو ملتونو سازمان رسماً له پاکستانه غوښتي، چې افغانستان ته د بشري مرستو د توکو د لېږدولو بهیر بیا پیلولو لپاره اجازه ورکړي.
په افغانستان کې بیا د طالبانو حکومت یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي و، پاکستاني لوري تر اوسه د دوی کمېسارۍ یا سرحدي پولیسو ته د دروازو د پرانیستلو په هکله څه نه دي ویلي.
اوس نژدې ۵۰ ورځې کېږي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ تګ راتګ بند دی او سوداګري هم تړل شوې ده. یوازې هغو افغان کډوالو ته اجازه ورکول کېږي چې افغانستان ته تېرېږي.
له همدې امله دواړه هېوادونو له مالي پلوه ډېر مالي زیانونه اوښتي.











