ملګري ملتونه وايي یمن کې سېلابونو لږترلږه ۵۷ کسان وژلي

د عکس سرچینه، Reuters
ملګري ملتونه وايي، په یمن کې سېلابونو لږترلږه ۵۷ کسان وژلي او زرګونه نور يې بې ځایه کېدو ته اړ کړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو دفتر (اوچا) د مسوولینود وینا له مخې د دغو سېلابونو له کبله چې د جون په وروستیو کې پیل او د اګست په لومړیو کې لا پسې ځواکمن شول، په ټوله کې له ۳۴۰۰۰ ډېرې کورنۍ اغېزمنې شوې دي.
اوچا زیاتوي چې دغو سېلابونو په یمن کې له پخوا ناوړه بشري وضعیت لا پسې بدتر کړی دی.
د یادونې ده چې دغه هېواد له نږدې یوې لسیزې راهیسې په کورنۍ جګړه کې ښکېل دی، چې میلیونونه کسان ترې اغېزمن شوي دي.
هممهاله په یمن کې د کډوالۍ نړیوال سازمان 'ای او اېم' د ماموریت سرپرست مت هوبر ویلي چې "د دغه ناورین پراخوالی ډېر دی او بشردوستانه اړتیاوې ډېرې دي."
په هغو سیمو کې، چې سېلابونو ځپلې حدیده، حجه، تعز او مارب هم شامل دي.
د رپوټونو له مخې تر ټولو ډېر زیانونه په حدیده کې اوښتي دي.
د ملګرو ملتونو مسوولینو په وینا سېلابونو په دغه سیمه کې کورونو او د عامه خدمتونو بنسټونو ته پراخ زیانونه اړولي او تر ۶۰۰۰ ډېرې کورنۍ یې بېځایه کړې دي.
د اوچا په وینا هلته ډېرې لارې تړلې او زیانمنو شویو سیمو ته لاسرسی ستونزمن دی.
ایاوایم ویلي، دوی په پام کې لري چې یمن کې بېړنۍ چارې پراخې کړي.
د دغه هېواد ځايي رسنیو کې هم د سختو اورښتونو او سېلابونو له کبله د پراخې ویجاړۍ رپوټونه خپاره شوي دي.
په دې لړ کې په مارب ښار کې د بلقیس په نوم یوې تلویزیوني شبکې د بېځایه شویو د یوه پنډغالي د چارواکو په حواله رپوټ ورکړی، چې هلته پنځه کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
له دې سره د المصدر په نوم خپلواکې وېبپاڼې بیا د حوثي غورځنګ تورن کړی چې حدیده ښار کې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د دغو سېلابونو پر ویجاړۍ پټه خوله پاتې دي.

د عکس سرچینه، Reuters
حوثیان د ایران له ملاتړه برخمنه ډله ده، چې اسرائیل خپل دښمن ګڼي.
المصدر انلاین ویلي، تر ټولو لوی ناورین د حدیده سیمې په ولسوالیو کې رامنځته شوی دی.
حوثي غورځنګ په ۲۰۱۵ کال کې د پلازمېنې صنعا په ګډون د یمن د ډېرو برخو په لاندې کولو سره د عبدربه منصور هادي حکومت راوپرځاوه.
دا د دې لامل شو چې د سعودي په مشرۍ د عرب هېوادونو اېتلاف په دغه هېواد کې د هادي د حکومت په ملاتړ پوځي عملیات پیل کړي.











