هندي پلټونکو د لوېدلې الوتکې غږ ثبتوونکې آله موندلې

 په الوتکه کې د سپرو ۲۴۲ کسانو له ډلې یوازې یو کس ژوندی وتلی دی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په الوتکه کې د سپرو ۲۴۲ کسانو له ډلې یوازې یو کس ژوندی وتلی دی

په هند کې د ایر اینډیا شرکت د لوېدلې الوتکې پلټونکې ډلې د الوتکې کوپېټ غږ ثبتونکې سیسټم ترلاسه او بېرته رغولی چې ددې مرګونې پېښې د څرنګوالي د معلولو په برخه کې ستر پرمختګ ګڼل کېږي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ د ایر اینډيا یوه بوینګ ا۷۸۷-۸ الوتکه د هند له احمداباد ښار ه له الوتنې لږه شېبه وروسته راولوېده چې له امله یې ۲۷۰ کسان مړه شول چې ډېر شمېر يې په الوتکه کې سپاره کسان وو.

سي‌وي‌ار یا غږ ثبتوونکې اله چې د الوتکې د تور بکس د ثبت یو ډول دی، په الوتکه کې ټول شته غږونه او مکالمې لکه د پيلوټانو خبرې، د خبرداري زنګونه او نور داخلي غږونه ثبتوي.

تور بکس څه دی؟

الوتکې معمولا یو تور بکس لري، چې دوه کوچنۍ او خورا کلکې برېښنايي د ثبت الې یا ریکارډرونه په کې وي. یو يې د الوتنې تخنیکي معلومات لکه لوړوالی او چټکتیا ثبتوي او بل يې د کابین دننه غږونه ثبتوي چې د پيلوټانو خبرې واوري او له هر ډول غېر عادي غږونو خبر شي.

ددې ثبتوونکو څېزونو نوم که څه هم تور بکس دی، خو په اصل کې دا دوه روښانه د نارنجي رنګ لرونکې وسایل دي، چې یو ته يې سي‌وي‌ار او بل ته يې ایف‌ډي‌ار وايي چې دواړه د الوتکې د تور بکس په نامه یادېږي.

په الوتکو کې تور بکس خورا کلک جوړښت لري چې تر ډېره د الوتکو له لوېدو وروسته هم دا بکس روغ پاتې کېږي او همدا بکس بیا د پېښې پلټونکو ادارو سره مرسته کوي چې د پېښې د رامنځ ته کېدو څرنګوالی معلوم او روښانه کړي.

د هند د هوايي چلند، د پېښو د څېړنې اداره ددې الوتکې د لوېدو د لاملونو معلوملو ډلې رهبري کوي چې په څېړنو کې د امریکا او برېټانیا مرسته هم له ځان سره لري.

دغې ادارې د یکشنبې په ورځ ویلي، دوی خپلې څېړنې پیل کړي او په ورته وخت کې د امریکا د ټرانسپورټي خوندیتوب ملي اداره هم د نړیوالو تړونونو له مخې خپلې پلټنې کوي.

پر دې سربېره، د پېښې د څېړنې لپاره د هند د حکومت لخوا یوه بله باصلاحیته کمېټه هم شوې چې د پېښې د رامنځ ته کېدو د څرنګوالي د څېړنو او پلټونو ښه څارنه او ارزونه وکړي. ټاکل شوې دغه ډله خپله لومړۍ غونډه نن دوشنبه وکړي.

د هند ال اینډیا راډیو د خبر له مخې، دغه کمېټه به خپل لومړی راپور د راتلونکوو درې مېاشتو په موده کې حکومت ته وړاندې کړي چې په دې راپور کې به د راتلونکې لپاره ځينې تازه وړاندیزونه او جوړښتونه هم وي چې د ورته پېښو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

ځینې کورنۍ لا هم د خپلو قربانیانو د ډي‌این‌اې معاینې پایلو ته په تمه دي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ځینې کورنۍ لا هم د خپلو قربانیانو د ډي‌این‌اې معاینې پایلو ته په تمه دي

له یوې خوا پلټنې روانې دي؛ خو بله خوا په پېښه کې د قرباني شویو کورنۍ د خپلو نږدې کسانو د جسدونو ترلاسه کولو انتظار غمجن او خپه کړي دي.

د ایر اینډیا دې الوتکې تېره پنجشنبه د احمداباد ښار د سردار ولبهبایي پاټېل له نړیوال هوايي ډګره الوتنه وکړه؛ خو له الوت څخه یې لا شل ثانې يې نه وې تېرې چې د یوه ملکي روغتون د ډاکټرانو پر استوګنځي راولوېده.

په دې پېښه کې په الوتکه کې د سپرو ۲۴۲ کسانو له ډلې یوازې یو کس ژوندی وتلی دی. چارواکي اوس هڅه کوي، معلومه کړي چې په الوتکه کې د ناستو کسانو سربېره؛ څومره نور پر ځمکه یا د ملکي روغتون استوګن وژل شوي دي.

همدارنګه، هڅه کېږي چې د ډي‌این‌اې د معاینې له لارې د قرباني شویو کسانو پېژندنه وشي، خو ویل کېږي چې دا پروسه هم خورا ورو روانه ده.

د احمداباد ملکی روغتون ډاکټرانو نن دوشنبه ویلي، د ډي‌این‌اې له لارې له ۹۰ ډېر جسدونه پېژندل شوي چې له ډلې یې ۴۷ جسدونه خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي. خو د ډېر شمېر نورو هغو کورنیو لپاره لا هم دا سخت او دردوونکی انتظار دی چې د خپلو نږدې کسانو د جسدونو پېژندل کېدو ته شېبې شمېري.

چارواکو بي بي سي ته ویلي، د جسدونو د پېژندنې بهیر ځکه ټکنی او ورو دی چې په پېښه کې ډېر شمېر جسدونه سوځېدلي چې پېژندل یې سخت شوي دي.