ښځه په الوتکه کې د سفر پر مهال لړم چیچلې

د عکس سرچینه، Getty Images
په امریکا کې یوه لړم د یونایټډ هوایي چلن هغې الوتکې ته لار موندلې چې له سن فرانسېسکو نه اټلانټا ته روانه وه، او یوه مساپره ښځه یې هم چېچلې ده. دا ښځه وایي، د پنجشنبې پر ورځ د هوایي سفر پر وخت یې داسې احساس وکړ چې په پر پښه وچیچل شوه.
کله چې ښځه تشناب ته ولاړه نو لړم یې د پتلون له پایڅې را ووت او وتښتېد.
د یوناټیډ هوایي چلن چارواکو بي بي سي ته ویلي، روغتیاپالو په الوتکه کې د ښځې درملنه وکړه او وروسته روغتون ته ولېږدول شوه.
د ښځې نوم او هویت نه دي په ډاګه شوي، او دا هم مالومه نه ده چې اوس یې وضعیت څنګه دی.
که څه هم دا ډول پېښې کمې لیدل شوې دي، خو دا لومړی ځل نه دی چې په الوتکه کې د سفر پر مهال لړم موندل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
همدا سږ کال په اندونیزا کې هم ورته پېښه شوې وه، او د الوتکې د مساپرو له بکسونو یو لړم راوتلی و چې وروسته یې ویډیو پر خواله رسنیو هم ډېره لاس په لاس شوه.
په ۲۰۱۷ کال کې هم یوه کاناډایي سړي ادعا کړې وه چې همدې یونایټد هوایي چلن په الوتکه کې لړم چیچلی و.
رېچرډ بېل هغه مهال ویلي وو، کله یې چې د سفر پر مهال الوتکه کې ډوډۍ خوړله نو یو لړم یې له پاسه پر سر ور ولوېد. هغه مهال یاد هوایي چلن رېچرډ بېل ته د تاوان ورکولو وړاندیز کړی و او ده هم منلی و.
او په ۲۰۱۷ کال کې د ایزي جېټ شرکت هغه الوتنه چې له پاریسه ګلاسګو ته روانه وه له دې کبله وځنډېدله چې مساپرو الوتکه کې لړم ولید.










