مار د ښوونځي په ټولګي کې زده کونکې چیچلې

هند

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د لس کلنې زده کونکې له وژل کېدو وروسته زده کونکي هم په احتجاجیانو کې شامل شوي دي.

په هند کې د یوه ښوونځي سر ښوونکي له هغه وروسته له دندې ګوښه شوی، چې په ټولګي کې یوه زده کونکې د مار له چیچل کېدو وروسته ووژل شوه.

د زده کونکې شهیلا شیرین کورنۍ او ټولګیوال تور پورې کوي چې د ښوونځي مسوولینو د هغې ټپ جدي نه و بللې او روغتون ته یې نه وه لېږدولې.

د کېرالا ایالت په سلطان باتهري سیمه کې د دغې لس کلنې ماشومې له مړینې وروسته پراخ غبرګونونه ښوول شوي او احتجاج هم شوی دی. د جمعې پر ورځ ځايي چارواکو د ښوونځي مشرتابه یو مرستیال هم له دندې ګوښه کړی دی.

عیني شاهدان وايي، زده کونکې شیرین د چهارشنبې پر ورځ له ځايي وخت سره سم د ورځې درې بجې شکایت کړی و، چې مار چیچلې ده.

د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، مار د ټولګي د غولي په یوه غار کې پټ و.

د شیرین ټولګیوالو پر یوه ښوونکي چې هغه هم له دندې شړل شوی، تور پورې کړی چې د زده کونکو له لوري یې د مار شتون خبره رد کړې وه او د طبي مرستو لپاره یې د چیچل شوې نجلۍ له استولو انکار کړی و.

شیرین تر هغه پورې په ټولګي کې پاتې وه، چې یو ساعت وروسته یې پلار ورپسې ښوونځي ته ورسېد.

د ماشومې کورنۍ وايي، دوی د مار زهرو ضد درملنې لپاره دریو روغتونونو ته لاړل، خو د درملو له نه موندلو وروسته څلورم هغه ته پر لاره و، چې ماشومې ساه ورکړه.

اوس ځايي چارواکو د ښوونځیو مسئولینو ته امر کړی چې د ښوونځیو ساحې له مارانو او نورو خځندوو پاکي کړي. د کیرالا بشري حقونو ادارې په ګډون اوس یو شمېر چارواکي او سیاستوال د دغې پېښې په هکله پوښتنې ګروېږنې کوي.