هند کې د چورلکې غورځېدو پېښه کې اووه تنه مړه شوي

د عکس سرچینه، Reuters
چارواکو ویلي د هند په شمالي ایالت اترکنډ کې د یوې چورلکې د لوېدو له امله اووه کسان مړه شوي.
د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې یاده الوتکه له کیدرنات سیمې د همالیا د هغو مشهورو غرونو د پاسه الوتنه کوله چې ګڼ شمېر سیلانیان یې لیدو ته ورځي.
معلومه شوې ده چې د ژغورنې ډلې سمدلاسه سیمې ته رسېدلي او له ځایی پولیسو سره په ګډه د مړو د را اېستلو عملیات ترسره کوي.
د ملکي هوايي چلند عمومي ریاست وویل په وژل شویو کسانو کې د الوتکې پیلوټ او یو دوه کلن ماشوم هم شامل دي.
هغه زیاته کړه د الوتکې د پېښو څېړنې اداره (AAIB) به د پېښې په اړه پلټنه کوي. د هند د ملکي هوايي چلند وزارت وویل د اریان هوايي چلند بېل ۴۰۷ چورلکه وي ټي – بي کې اې (VT-BKA) د یکشنبې پر ورځ د ځايي وخت سهار ۵:۱۵ بجو الوتنه کړې وه.
په دغه چورلکه کې د یوه ماشوم په ګډون پنځه سورلۍ او د عملې یو غړی سپاره وو چې د ګوپتکشي په نامه سیمې ته روان وو.
دا د سیلانیانو لپاره یو بل نامتو ښارګوټی دی. د اترکنډ ملکي هوايي چلند ادارې اجراییوي ریس وویل: د سهار په شاوخوا ۵:۳۰ بجو، موږ معلومات ترلاسه کړل چې یوه چورلکه، چې د شري کیدرنات دام له سیمې الوتنه کوله په لار کې ورکه شوې ده.
وروسته بیا معلومه شوه چې ګوریکنډ سیمې ته نږدې لوېدلې.
د ایالت مشر وزیر پشکر سېنګ دامي پر اېکس دا پېښه "ډېر خواشینوونکې خبر" بللی، او لیکلي یې دي چې د ایالت د ناوریني حالاتو لپاره د غبرګون ځواک (SDRF) او سیمه ییزه اداره د ژغورنې نورو ډلو په مرسته د ژغورنې پر عملیاتو بوختې دي.
ښاغلي دامي تایید کړه چې د الوتکې د لوېدو په اړه یې د څېړنې امر ورکړی دی.











