'د مېرمن او مېړه شخړې له کبله' تایلنډ ته روانه الوتکه هند کې کېناسته

د عکس سرچینه، Reuters
د جرمني له میونخ ښاره د تایلنډ پلازمېنې بنکاک ته پر لار الوتکه هغه مهال د هند پلازمېنې ډیلي اندراګاندي هوايي ډګر ته ورسېده، چې په کې د یوه سړي او د مېرمنې تر منځ یې لفظي شخړه سخته شوه.
چارواکي وايي، دغه الوتکه د چارشنبې پر ګهیځ اندرا ګاندي هوايي ډګرته ورسېده. د ډیلي هوايي ډګر ملکي هوايي چلن مسوولینو په وینا ''د مېړه، ښځې تر منځ د شخړې لامل معلوم نه دی، خو د دوی د شخړې له کبله الوتکه له ټاکلي مسیره بې لارې شوې او پیلوټ د ذهني فشار په حالت کې الوتکه د ډیلي پر لور بیولې. ''
د الوتکې څښتن لفتانزا ائرلاینز وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي، یو جرمن مسافر د بنکاک پر ځای په ډیلي کې له کېناستو وروسته له الوتکې شړل شوی دی. لفتانزا ائرلاین دغه راز ویلي: ''دې مسافر بښنه غوښتې ده. ''
ویل کېږي، د الوتکې عملې لومړی په پاکستان کې د کېناستو اجازه غوښتې وه، خو هلته له ناکامۍ وروسته پیلوټ الوتکه ډیلي ته ورسوله.
په ډیلي کې مسوولینو هغه مسافر د هوايي ډګر امنیتي مامورینو ته وسپاره چې د سفر په ترڅ کې یې له خپلې مېرمن سره ناوړه چلن او شخړه کوله.
رپوټونو کې ویل شوي، شخړه کوونکی مسافر جرمن او مېرمن یې د تایلنډ اوسېدونکې ده او د انډین ایکسپریس ورځپاڼې د رپوټ له مخې لومړی ښځې د الوتکې عملې ته د خپل مېړه د نامناسبې رویې شکایت کړی و.

د عکس سرچینه، Reuters
نوموړې ویلي، مېړه یې ګواښله او دې یې د ارامولو لپاره د الوتکې عملې مرسته هم ترلاسه کړې وه، خو مېړه یې د ارامتیا پر ځای نور هم وپارېد، چې له کبله یې الوتکې بېړنۍ ناسته وکړه.
د پي ټي ای خبري اژانس په رپوټ کې د لانجمار سړي په هکله ویل شوي، چې ''لومړی یې هغه خواړه ایسته وغورځول چې په الوتکه کې ورکول کېږي، وروسته یې د لایټر په وسیله د کمپلې سوځولو هڅه وکړه او په دې ترڅ کې یې خپلې مېرمنې ته سپکې سپورې ویلي ''
د پي ټي ای رپوټ کې راغلي دې سړي د عملې لارښوونو له منلو انکار کړی او د سزا په توګه نه یوازې له الوتکې شړل شوی، بلکې د هوايي ډګر امنیتي مسوولینو ته سپارل شوی دی.











