د تړلي اس خوشي کېدو له کبله له یو نیم ساعت الوت وروسته الوتکه بېرته کېناسته
- Author, برانډون درینون
- دنده, بي بي سي- واشنګټن

د عکس سرچینه، Getty Images
د تړلي اس خوشي کېدو له کبله له یو نیم ساعت الوت وروسته الوتکه بېرته کېناسته
یوه بوئنګ ۷۴۷ ډوله کارګو الوتکه په داسې حال کې بېرته کېناستو ته اړه شوه، چې له ځمکې ۳۰ زره فوټه پورته یې الوت کاوه. په دې الوتکه کې یو تړلی اس له ځانګړي اخوره خوشی شوی و او یو، بل لور یې د خوځښت له کبله الوتکه له الوت یو نیم ساعت وروسته بېرته وګرځېده.
دا الوتکه د امریکا له نیویارکه د بلجیم لپاره الوتې وه. د هوايي چلن کنټرول څانګې سره د الوتکې پیلوټ ثبت شوی غږ داسې اورېدل کېږي: ''موږ په الوتکه کې یو حیوان لرو، ژوندی حیوان، دا یو اس دی، چې له خپل اخوره تښتېدلی دی، موږ نه شو کولای دا خوندي کړو.''
د ائر اټلانټا ائسلنډیک هوايي چلن ۴۵۹۲ شمېرې الوتنې پیلوټ د کنټرول څانګې ته وايي، الوتکه کې ستونزه نه شته، خو دوی خوشي شوي اس ته اندېښمن دي. پیلوټ بیا درخواست کوي، چې په جان ایف کینډي هوايي ډګر کې له کېناستو وروسته باید الوتکه یو نظر وکتل شي.
تېره پنجشنبه چې الوتکه بېرته ګرځېده پیلوټ د کنټرول څانګې ته دا هم ویلي و، چې غواړي په ختیځ نانتوکیت سیمه کې چې د شمتنو خلکو د ساعت تېري ځای دی، د وزن زیاتوالي له کبله د الوتکې ۲۰ ټنه تېل هم په هوا کې وشیندي.
دا معلومه نه ده، چې اس په الوتکه کې څنګه له مېږوي خلاص شوی، خو کله چې الوتکه کېناسته اس په داسې حال کې ولیدل شو، چې پړی یې پرې کړی و. د ملکي الوتنو څارنې پاڼې فلائټ راډار۲۴ په رپوټ کې ویل شوي، چې دا الوتکه وروسته په هماغه ورځ بېرته والوته او په خوندي توګه د جمعې پر سهار لیيګ هوايي ډګر ته ورسېده.
ائر اټلانټا ائسلنډیک هوايي چلن تر اوسه د نظر څرګندولو لپاره د بي بي سي پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی او دا هم معلومه نه ده، چې ولې اس په الوتکه کې لېږدول کېده. خو ماهرین وايي، معمولاً د ځغاستې لوبو لپاره اسونه په الوتکو کې لېږدول کېږي.
په روانو الوتکو کې د حیواناتو خوشي کېدو دا وروستۍ پېښه لومړنۍ نه ده. د ایسوشیټیډ پریس خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، له دې مخکې اګست میاشت کې یو یږ د عراق هوايي چلن په هغه الوتکه کې خوشی شوی و، چې له دبۍ نه یې بغداد ته الوت کاوه.











