یو يې د الوتنې تخنیکي معلومات لکه لوړوالی او
چټکتیا ثبتوي او بل يې د کابین دننه غږونه ثبتوي چې د پيلوټانو خبرې واوري او له
هر ډول غېرې عادي غږونو خبر شي.
د هند لومړي وزیر روغتون ورغلی او له الوتکې ژوندي پاتې سړي سره یې لیدلي
هغه کس چې د هند له احمد اباده، د لندن پر لور روانې الوتکې بوئینګ ۷۸۷ کې پر۱۱ ای شمېره، څوکۍ ناست و، الوتکه له الوت لږه شېبه وروسته پر ځمکه راولویده او لولپه شوه خو دی ترې ژوندی ووت.
وشواسکمار رمیش، ویلي خپله يې هم باور نه کیږي چې څه ډول د الوتکې له غورځېدو وروسته ترې ژوندی وتلی دی.
د وشواسکمار رمیش، ورور ناین کمار رمیش، بي بي سي ته ویلي، ورور يې، وشواسکمار رمیش خپله هم نه پوهېږي چې څه ډول په دغه خونړۍ پېښه کې ژوندی پاتې شوی دی. هغه وايي ورور يې یوازېنی کس دی چې د دې الوتکې د غورځېدو په پېښه کې ژوندی دی.
وشواسکمار رمیش، هندي رسنیو ته ویلي، هر څه يې د سترګو پر وړاندې وشول، کله چې الوتکه هوا ته پورته شوه څو شېبې لا نه وې تېرې چې بېرته د ځمکې پر خوا په چټکۍ روانه شوه او هلته یوې ودانې سره وجنګېده.
د عکس سرچینه، ANI
بریتانوۍ کورنۍ عقیل
ناناباوا، د هغه مېرمن حنا ووراجي او د دوی څلور کلنه لور ساره په الوتکه کې ناست
وو، چې د هند له احمد اباده يې د لندن پر لور الوتنه وکړه، خو له
پورته کېدو
څو شېبې
وروسته راوغورځېده
او لولپه شوه.
د دې کورنۍ د څلور کلنې لور سارا د ښونځي مشر
ښوونکي، عبدالله صمد بي بي سي سره خبرو کې ویلي، سارا ډېره هوښیاره او د نرم زړه
لرونکې انجلۍ وه چې ټول ښونځی او بیا يې ټولګی پرې ښکلی و.
هغه وايي، د سارا مور او پلار هم د ښه زړه لرونکي
وو او تل يې هڅه کوله چې نورو ته خیر او نیکي ورسوي. وايي، دا کورنۍ په ښو کړنو
مشهوره وه او کمی به يې تل خلک احساسوي.
د عکس سرچینه، family handout
د عکس تشریح، دا کورنۍ په الوتکه کې مړه شوه
د احمد اباد ټرافیکي ګڼې ګوڼې زه له مرګه وژغورلم
بهمي چوهان، هغه برتانوۍ محصله ده چې لندن ته يې د سفر نیت درلود، خو د احمد اباد پر سړکونو د ټرافیکې ګڼې ګوڼې
له امله هغه پر وخت هوایي ډګر ته ونه رسیده او الوتکې پرواز وکړ.
د اییر انډیا الوتکه چې لندن ته
روانه وه او ۲۴۲ کسان پکې سپاره وو، د
هند له لوېدیځ ښار احمداباده له
الوتنې لږ وروسته نسکوره شوې ده.
دا ویډیو د بي بي ي وریفای لهخوا تایید شوې، دوی د AI171 نمبر الوتکې موقعیت د احمداباد
په هغه ځای کې تایید کړی چې د الوتکې د لوېدو له مسیر سره سمون لري.
په وېډیو
کې ښکاره کېدونکې الوتکه له
اییر انډیا له الوتکو سره ورته والی لري.
د سیمې د پولیسو مشر بي بي سي ته ویلي ۲۰۴ مړي راغونډ کړي، خو لا نه ده روښانه چې له دغو قربانیانو څومره کسان د الوتکې سپرلۍ وې
او څومره یې پر ځمکه ول کله چې الوتکه نسکوره شوه.
لومړی ګام چې وار له مخه پیل شوی دا دی چې د اسنادو لټون او ثبت پیل شوی. په ځايي کچه معلومات او اسناد راټولېږي، دا به بیا تحلیلېږي او بیا به یې له پایلو ټول لوري خبرېږي.
کارپوهان وايي چې دا پېښه به په پراخه نړیواله کچه وڅېړل شي. نړیوال ټیمونه به کار پرې کوي. امریکا، بریتانیا، هند او ځینې نور هېوادونه او ګڼ نور لوري به پکې ښکېل وي.
د ملکي الوتنو د خونديتوب ادارې، د بوئنګ شرکت استازي او نور اړوند نور چارواکي به وار له مخه د پېښې ځای ته روان شوي وي يا روانېږي. دوی به هلته ځي او پلټنې او څېړنې به کوي او معلومات به راټولوي.
د معلوماتو راټولول وخت نیسي، ځکه وړاندې له دې چې تحلیل یې وشي او پایلې یې نشر شي،