د طالبانو حکومت: ایران کې د افغان کډوالو د وژلو پېښې پلټنې لپاره "لوړپوړی پلاوی" ټاکل شوی دی

حمدالله فطرت

د عکس سرچینه، HAMDULLAH FITRAT/Socialmedia

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي‌بي‌سي پښتو

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې رییس الوزارء یې یو لوړپوړی پلاوی ټاکلی چې په ایران کې افغان کډوالو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه پلټنه وکړي.

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت پر اېکس پاڼه لیکلي چې د دغه پلاوي مشري د کورنیو چارو وزارت امنیتي‌ مرستیال ملا محمد ابراهیم صدر کوي او د دفاع، بهرنیو چارو او د سرحدونو وزارت په ګډون د استخباراتو ریاست استازي هم ورسره دي.

ښاغلي فطرت لیکلي چې دغه "لوړ رتبه هيئت ته دنده وسپارل شوه چې د موضوع دقیقه او هر اړخیزه پلټنه وکړي او ریاست الوزارء ته رپوټ وړاندې او د نورو اجراتو په اړه لازم هدایت ترلاسه کړي."

حمدالله فطرت زیاته کړې چې دغه پلاوی هڅه کوي چې "ژر تر ژره د موضوع حقیقت معلوم او هېوادوالو ته موضوع روښانه کړي."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 1

د یادولو ده چې پرون ځينو سرچینو بي‌بي‌سي فارسي ته وویل چې د پاکستان او ایران تر منځ سرحدي سیمې ګلګان کې یو شمېر افغانان د ماین په چاودنه او د ایراني ځواکونو لخوا په ډزو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

پر خواله رسنیو داسې ویډيوګانې هم په پراخه کچه لاس په لاس شوې چې ځينې ژوبل شوي کسان بې سېکه په وینو کې لت پت دي‌، نور ملګري یې په مرمیو د هغوی د لګېدو خبره کوي او یو شمېر نور یې مړه دي.

په ویډيو کې ځينې په پښتو خبرې کوونکي کسان افغانانو ته سپارښتنه کوي چې ایران ته تګ ته زړه ښه نه کړي.

که څه هم د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ویلي چې د "لسګونو افغانانو د وژل کېدو خبره رېښتا نه ده" خو دې پېښې ته پراخ غبرګونونه ښودل شوي او له ایرانه یې د پلټنو غوښتنه شوې ده.

یوناما: د کډوالو او پناه غوښتونکو نړیوال حقونه خوندي دي

یوناما

د عکس سرچینه، UNAMA

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ 'یوناما' پر دې پېښه "ژوره خواشيني" څرګنده کړې ده او پر اېکس یې لیکلي، "یوناما د ادعا شوې پېښې په اړه د بشپړو او رڼو څېړنو غوښتنه کوي او ټولو اړخونو ته وریادوي چې د نړیوالو قوانینو له مخې د کډوالو او پناه غوښتونکو حقونه خوندي دي."

همدا راز په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ په یوه اعلامیه کې دا "یوه بدمرغه" پېښه بللې او غندلې یې ده.‌

پر اېکس پاڼه خپرې کړې اعلامیې کې یې ویلي چې دا ګام "ناانساني، د بشري‌ حقونو له نړیوالو قوانینو، د کډوالو له حقونو او د دوو ګاونډيو او ملګرو هېوادونو تر منځ د ورورولۍ له روحیې سره په ټکر کې دی."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 2

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ د دې پېښې د بېړنۍ او خپلواکې پلټنې غوښتنه کړې او د ایران له حکومته یې غوښتي چې د دې پېښې مسوولان د قانون منګولو ته وسپاري او پکې د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېر په ډاګه کړي.

د افغانستان په بشري وضعیت د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارد بېنېټ پر دې پېښه "سخته اندېښنه" څرګنده کړې او پر ټولو ښکېلو اړخونو یې په "بېړني ډول د رڼو پلټنو" غږ کړی.

ښاغلي بېنېټ ویلي چې په نړیواله کچه افغانانو ته د ډېر پام او خوندیتابه اړتیا ده.

د 'مقاومت عالي شورا' دا پېښه "ټکان ورکوونکې" بللې او ویلي یې دي چې تمه یې نه کوله د افغانستان ګاونډی او دوست هېواد دې په دې "خونړي اقدام کې ښکېل و اوسي."

ایرانیو چارواکو تر اوسه دغو غبرګونونو ته کوم ځواب نه دی ویلی.

مخکې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر اېکس یوه پیغام کې ویلي وو چې د افغانستان بېلابېل ارګانونه او ډيپلوماتیکې استازولۍ د دې پېښې په اړه پلټنې او تحقیقات کوي او د موضوع تر روښانېدو وروسته به په دې اړه "لازمه پرېکړه" وشي.

معلومه نه ده چې دغه افغان کډوال په څه موخه ایران ته تللي او بیا د دې پېښې ښکار شوي دي خو تر ډېره افغانان د خوارۍ مزدورۍ او کله هم ځينو بهرنیو هېوادونو ته په قاچاقي لارو د تلو لپاره ایران ته ځي.