"طالبان دې نیول شوي فرهنګي او مدني فعالان ژر خوشي کړي"

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون چې په بهر کې فعالیت کوي له طالبانو غوښتي چې نیول شوي فرهنګي او مدني فعالان دې ژر تر ژره خوشي کړي.
دغه کمیسیون پرون په یوه بیان کې د بښنې نړیوال سازمان د وروستي رپوټ هر کلی کړی.
د بښنې نړیوالې ټولنې تېره اونۍ په خپل کالني رپوټ کې ویلي وو د طالبانو کړنو افغانستان کې د ویرې فضا حاکمه کړې ده.
دې لړ کې دې ټولنې د ښځو پر حقونو او د رسنیو او وینا پر آزادۍ بندیزونه، د هغو بنسټونو له منځه تګ یا بيخي محدودېدل چې د بشري حقونو ملاتړ کوي، د سولهییزو لاريونوالو نیونې، ربړول او ورکول، د طالبانو د مخالفینو ناقانونه نیونې، ربړونې، وژنې او بیا له هر ډول قضايي تعقیب خوندیتوب، پر بشري حقونو د تېري بېلګې یادې کړې وې.
د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون بیان زیاتوي چې یاد رپوټ داسې مهال خپرېږي چې یو شمېر فعالان د طالبانو بند کې دي.
بیان کې د نجونو د زدکړې د فعال مطیع الله ویسا چې تازه د طالبانو له خوا نیول شوی، ذکریا اصولي، رسول پارسي، نرګس سادات، موسی شاهین مرتضی بهبودي او محمد حسیني یادونه شوې ده.
یاد کمیسیون وايي دا فعالان له کوم جرم پرته طالبانو نیولي او له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي.

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
کمیسیون له طالبانو غوښتي هغه کسان دې ژر تر ژره خوشې کړي چې د کلتوري او مدني فعالیتونو له امله نیول شوي دي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون پر نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو پر بنسټونو هم غږ کړی چې افغانستان کې د بشري حقونو د خوندي کولو لپاره پر طالبانو لا نور او د پام وړ فشار راوړي او په افغانستان کې پر بشري حقونو د ښکاره تېري مخه ونیسي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د طالبانو له واکمنۍ څو میاشتې وروسته تير کال په بهر کې په فعالیت پيل وکړ او په ډاګه یې کړه چې له سیاسي موخو پرته افغانستان کې د بشري حقونو خوندي کول غواړي.
طالبان د نیولو شویو کسانو په اړه ډېر څه نه وايي په تېره هغه چې د امنیت ادارې له خوا نیول شوي دي. خو د نجونو د زدکړې د فعال مطیع الله ویسا په اړه یې ویلي چې هغه د شک وړ فعالیتونه لرل.
مطیع الله ویسا د قلم لار ټولنې مشر دی او له نږدې پنځلس کلونو راهیسې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د ماشومانو او په ځانګړې توګه دنجونو د زدکړې لپاره فعالیت کوي.










