حمدوک:‌ د سوډان جګړه ټولې نړۍ ته په "یوه ډاروونکي خوب" اوښتی شي

سوډان

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، عبدالله حمدوک د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ د سوډان لومړی وزیر و

د سوډان پخواني لومړي وزیر عبدالله حمدوک خبرداری ورکړی چې د دوی هېواد کې روانې نښتې به له سوریې او لیبیا ډېرې ویجاړونکې شي.

هغه ویلي که د سوډان د پوځ او نیمه پوځي ملېشې 'چټک غبرګون ځواکونو' یا (ار اېس اېف) ترمنځ جګړه دوام وکړي، نو ټولې نړۍ ته به پر یوه 'ډارونکي خوب' واوړي.

ښاغلي‌ حمدوک دا څرګندونې د کینیا پلازمېنه نایروبي کې یوې خبرې ناستې ته کړې.

هغه دلته پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د پوځ او ملېشه ځواکونو مشران خبرو ته قانع کړي.

نوموړي وویل "دا د پوځ او یوې کوچنۍ یاغي ډلې ترمنځ جګړه نه ده. تقریبآ داسې ده لکه دوه پوځونه، چې ښه روزل شوي او پر وسله سمبال دي."

عبدالله حمدوک د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ د سوډان لومړی وزیر و.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د سعودي له العربیه تلویزیون سره مرکه کې ویلي، په داسې حال کې چې سوډان د پاشل کېدو په درشل ولاړ دی، دواړه خواوې دا حق نه لري چې جګړې ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د سوډان د پلازمېنې خرطوم اوسېدونکي وايي،‌ د یکشنبې سهار وختې هم دغه ښار کې د جنګي جټونو او د الوتکو ضد توغندیو د ډزو درانه غږونه اورېدل کېدل.

له دې سره د سوډان پوځ ویلي چې له سپکو او درنو وسلو سره یې له ټولو خواو برید پیل کړی دی.

خو ویل شوي چې پوځ ته به، که څه هم درنې وسلې لري، په ښاري جګړه کې پرمختګ ډېر اسانه نه وي، ځکه د چټک غبرګون ځواکونه وار له مخه ښه ځای پر ځای شوي دي.

سوډان

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/SHUTTERSTOCK

د عکس تشریح، لسګونه زره کسان هڅه کوي چې له سوډان وتښتي

د جنرال عبدالفتاح همدان په مشرۍ د پوځ او د جنرال محمد حمدان دقلو (حمیدتي) په مشرۍ د چټک غبرګون ځواکونو ترمنځ دا جګړه شاوخوا دوه اوونۍ مخکې پیل شوې او تر اوسه پکې سلګونه کسان وژل شوي دي.

همدا راز لسګونه زره نور اړوتي چې له دغه هېواده وتښتي.

که څه هم امریکا،‌ بریتانیا، ملګرو ملتونو او د سوډان ګاونډیو هېوادونو د پنجشنبې پر ورځ له دېپلوماتیکو لارو هڅه وکړه چې د ښکېلو خواو ترمنځ اعلان شوی درې ورځنی اوربند دوام وکړي، خو دا کار ونه شو.

له دې سره د سوډان له بندره خپرو شویو ویډیوګانو کې د ګډوډیو او وارخطایۍ صحنې لیدل کېږي.

دغلته راټول شوي‌ کسان هڅه کوي چې په بېړیو کې سعودي او یمن ته ځان وباسي.

ګڼو هېوادونو وار له مخه له خرطوم خپل دېپلوماتان او وګړي ایستلي دي.‌

په دې لړ کې د بریتانیا حکومت اعلان کړی چې د خپلو اتباعو وروستۍ جوپه یې د شنبې پر ورځ له خرطوم وایسته.

دغه هېواد په ټولیز ډول نږدې ۱۹۰۰ کسان ایستلي‌ دي.‌

امریکا بیا وايي چې د دوی لخوا تنظیم شوی کاروان د سوډان بندر ته رسېدلی او امریکايي وګړي به کښتیو کې د سعودي جدې ښار ته ولېږدول شي.

سلګونه امریکایان چې دېپلوماتان هم پکې وو، وار له مخه د هوا له لارې له خرطوم ایستل شوي دي.‌