'لویس دیاز' د پلار له تښتوونکو وغوښتل چې هغه خوشې کړي

لویس

د عکس سرچینه، Getty Images

د انګلنډ فوټبال غوره لیګ کې د لیورپول لوبډلې په خټه کولمبايي لوبغاړي لویس دیاز د خپل پلار له تښتوونکو وغوښتل چې هغه خوشې کړي او په دې توګه یې له کړاو ډک انتظار پای ته ورسوي.

د دیاز مور او پلار دواړه د اکتوبر ۲۸مه د دوی پلرني ښار بارانکاس کې د ازادۍ ملي پوځ په نوم د کیڼ اړخو یاغیانو لخوا تښتول شوي وو، خو مور یې ورسته بېرته پیدا شوه.

لویس دیاز یکشنبه د لوټن لوبډلې خلاف سیالۍ کې تر ګول وهلو وروسته په میدان کې خپل کمیس پورته کړ او پر اسپانوۍ ژبه هغه لیکلی پیغام یې ښکاره کړې د پلار د خوشې کېدو غوښتنه یې پکې شوې.

دیاز ۲۶ کلن دی.

هغه د پریمیر لیګ تر دې لوبې لږ وروسته یوه اعلامیه کې وویل چې "د هرې ثانیې، او هرې دقیقې په تېرېدو سره زموږ اندېښنې ډېرېږي."

په اعلامیه کې ویل شوي "مور مې، وروڼه مې او زه نهیلي او اندېښمن یو. داسې هېڅ توري نشته چې زموږ احساس تعریف کړای شي. دا کړاو به یوازې هغه مهال پای ومومي چې هغه بېرته کور ته زموږ څنګ ته راشي."

لویس دیاز وايي‌ "زه ترې هیله کوم چې سملاسي یې خوشې کړي، رښتینولۍ ته یې درناوی وکړي او دا دردناک انتظار پای ته ورسوي. موږ ترې د مینې او لوریېنې په نوم غواړو چې پر خپلو کړو له سره غور وکړي، او پرېږي چې هغه بېرته موږ سره یو ځای شي."

نوموړي په دې اعلامیه کې د کولمبیا د خلکو او نړیوالې ټولنې د ملاتړ او دوی لپاره د پورته کړي غږ مننه هم کړې ده.

هاخوا د کولمبیا حکومت د پوځ او پولیسو سلګونو سرتېرو ته دنده سپارلې چې د دغه فوټبالر د پلار 'لویس مانیول دیاز' د موندلو او خلاصون هڅه وکړي.‌

د دیاز د مور او پلار د تښتول کېدو پر ورځ د امنیتي کمرو په وسیله اخیستل شویو تصویرونو کې ښکاري‌ چې پر موټرسایکلونو سپاره کسان د هغوی موټر تعقیبوي.‌

دوی د شمالي لا ګواخیرا ولایت په بارانکاس ښار کې د تېلو یوه پمپ ته تر درېدو وروسته تښتول کېږي.

تښتوونکو د پولیسو په ورنږدې کېدو سره د هغه مور لار کې په یوه موټر کې خوشې کړه، خو پلار یې له ځان سره بوت.‌

لویز

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، لوئز مانیول دیاز

پولیسو په پیل کې ویلي وو د تښتونې په دې پېښه کې ښايي سیمه کې یوه فعاله جرمي ډله ښکېله وي.‌

خو وروسته له یاغیانو سره پر خبرو د بوخت دولتي پلاوي غړو وویل، د دوی رسمي مالومات دا دي چې دا کار د ازادۍ ملي پوځ یوې اړوندې ډلګۍ کړی.

د رپوټونو له مخې د دې ډلې یوه استازي ویلي، چې د لویس دیاز پلار به په راتلونکو ورځو کې بېرته خوشې کړي.

د ازادۍ ملي پوځ دمګړۍ کولمبیا کې تر ټولو ستره دولت ضد یاغي ډله ده.‌

دا ډله،‌ چې ویل کېږي شاوخوا ۲۵۰۰ غړي لري، له ۱۹۶۴ کال راهیسې د دولت خلاف جګړه کوي.

دوی تر ډېره وینزویلا سره په سرحدي سیمو کې فعال دي.

د لویس دیاز مور او پلار هم همدلته ژوند کوي.