کرېکټ: افغانستان شري لنکا ته درېيمه یوه ورځنۍ لوبه په څلورو وېکټو وبايلله

د افغانستان او شري لنکا ترمنځ د دريو یو ورځینو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه کې شري لنکا په څلورو وېکټو وګټله.

د افغانستان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي پچه وګټله او لومړی یې د ټوپوهنې پرېکړه وه. افغانستان د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۱۴ منډو هدف وټاکه چې شري لنکا په وروستي اور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ.

ابراهيم ځدراڼ په زړه پورې توپ وهنې سره ۱۶۲ منډې وکړې چې په نړيواله يوه ورځنۍ لوبه کې د يوه افغان لوبغاړي له خوا تر ټولو ډېرې منډې دي.

د ده تر څنګ نجيب ځدراڼ ۷۷، رحمت شاه ۲۲او راشد خان ۱۳ منډې جوړې کړې.

‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍د شري لنکا کسون راجيتا درې، ونېندو هسرنګا دوې، اسيت فرننډو او ډهننجنیا ډي سېلوا يوه يوه وېکټه واخيسته.

دغه سيالي د شري لنکا په پاليکلي کړېکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

د افغانستان لپاره راشد خان څلور او محمد نبي دوه لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان لوبډله کې یوازې یو لوبغاړی بدل شوي. د یمین احمدزي پر ځای نور احمد په لوبډله کې اخیستل شوی دی.

د افغانستان او شري لنکا تر منځ د دې لوبو د لړۍ دويمه د باران له امله بې پايلې اعلان شوې وه خو دواړو لوبډلو ته پنځه پنځه نومرې ورکړل شوې وې. 

افغان لوبډلې ته د پنځو پواینټونه له ورکړې وروسته د افغانستان د ټولو هغو شمېر ۱۱۵ ته ورسېد.‌ 

د کریکټ‌ نړیوالې شورا له دغې لوبې وروسته په خبرپاڼه کې ویلي‌ "افغانستان په هند کې د یوه ورځنیو لوبو په نړیوال جام کې ځای خپل کړی."

افغان کرېکټ ستوري محمد نبي‌‌ دغه اعلان ته په خپل لومړي غبرګون کې پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي‌ و "ټولو قدرمنو هېوادوالو او کرکټ مینه‌والو ته دې راتلونکي ۲۰۲۳ کال پنځوس آوریز نړیوال جام ته د افغانستان مستقیمه کوالیفای مبارک وي." 

د ۲۰۲۳ کال کرېکټ نړیوال جام کې به ۱۰ هېوادونه برخه اخلي. هند د کوربه هېواد په توګه وار دمخه ځای موندلی دی. 

پاتې نهو هېوادونو کې به اووه د نړیوال سوپر لیګ له لارې ټاکل کېږي او دوه نور به د غوراوي له یوه بل پړاوه لار مومي.

افغان ملي لوبډله له شري لنکا وروسته له پاکستان، هند او اسټرالیا سره هم د دې لړۍ درې درې یو ورځنۍ لوبې لري.