د ماشومانو د کار مخنيوي نړیواله ورځ: "افغانستان کې ۱۹ سلنه ماشومان کارګر دي"

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي، په دغه هېواد کې نژدې ۲۰ سلنه ماشومان کارګر دي. دغه اداره داسې مهال دا څرګندونې کوي چې نن چارشنبه د جون ۱۲مه د ماشومانو د کار مخنيوي نړیواله ورځ ده.
اوچا زیاتوي، "په افغانستان کې ۱۹ سلنه ماشومان په کارونو بوخت دي. دا د دوی روغتیا او راتلونکې لپاره لویه اندېښنه ده. موږ باید ټول په ګډه کار وکړو چې ماشومان فرصت پیدا کړي، په خوندي چاپیریال کې زده کړې وکړي او را لوی شي."
د ماشومانو د کار مخینوي ورځ له ۱۹۹۹ کال راهیسې لمانځل کېږي. ملګري ملتونه وايي په هغو هېوادونو کې چې عواید یې کم دي، د کارګرو ماشومانو شمېر تر نورو ډېر دی.
جګړو، بېلا بېلو کړکېچونو او کورونا وبا ګڼې کورنۍ اړې کړې دي، چې پر خپلو ماشومانو کار وکړي او په دې توګه خپلې ورځنۍ اړتیاوې پوره کړي.
ملګري ملتونه وايي له ۲۰۰۰ کال راهیسې د کارګر ماشومانو د کار د مخنیوي په برخه کې په دوامدره توګه پرمختګ شوی خو اوس د دې وخت دی چې د کارګرو ماشومانو کار کولو ته د پای ټکی کېښودل شي.
دغه سازمان زیاتوي، په هغو هېوادونو کې چې ماشومان په کې کار کولو ته اړ دي، تېرو څو کلونو کې اقتصادي وده دومره نه وه چې پر بې وزلو کورنیو اقتصادي فشار کم کړي او هغوی خپل ماشومان له کار کولو منع کړي.
لس کلن افغان کارګر ماشوم؛ غواړم ډاګټر شم
ځینې ماشومان چې په افغانستان کې په درنو کارونو بوخت دي، د بي بي سي ابراهیم امیري ته ویلي، د کورنۍ د ناوړه اقتصادي حالت له امله کار کولو ته اړ شوي او له زده کړو بې برخې دي.
۱۴ کلن هجرت الله چې په ننګرهار کې لاس ګاډی چلوي، وايي "د ورځې له ۵۰ تر ۱۰۰ افغانیو ګټم او مور پلار ته مې وړم، کور کې د وسې څوک نه لرو."
موسی بیا لس کلن دی، غواړي ډاکټر شي، خو بې وسۍ په دې عمر کې کار ته مجبور کړی دی. "له سهاره تر ماښامه ۵۰- ۶۰ روپۍ ګټم، مور پلار ته مې وایم چې مکتب کې مې واچوي، خو هغوی وايي وسه مې نشته، نه کېږي، زه غواړم ډاکټر یا انجنیر شم."
د ملګرو ملتونو لخوا د خپرو شویو شمېرو له مخې اوس مهال ۱۶۰میلیونه ماشومان په نړۍ کې د کارګرو په توګه په بېلا بېلو چارو بوخت دي. په دې مانا چې د نړۍ په هرو لسو ماشومانو کې یو یې د کورنۍ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کار کوي.
د نړۍ کوم ځای کې ډېر ماشومان په کارونو بوخت دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په نړۍ کې افریقا هغه لویه وچه ده چې د نورو سیمو پرتله ډېر شمېر ماشومان په کې د کارګرو په توګه په کارونو بوخت دي. په افریقا کې په هرو پنځو ماشومانو کې یو یې کارګر دی او د دغسې ماشومانو شمېر په کې ۷۲ میلیونو ته رسېږي.
د اسیا لویه وچه او د اسیا پسفیک هېوادونه په دې لست کې دویم ده، چې ډېر ماشومان په کې کار کوي. د اسیايي او اسیا پسفېک هېوادونو ۷ سلنه ماشومان چې شمېر یې ۶۲ میلیونو ته رسېږي، کارګر دي او په بېلا بېلو برخو کې کار کوي.
د ۱۶۰ میلیونو کارګرو ماشومانو پاتې برخه په امریکايي، اروپايي او عربي هېوادونو کې ده او ویل شوي چې په امریکايي هېوادونو کې د کارګرو ماشومانو شمېر ۱۱ میلیونه، په اروپايي او د مرکزي اسيا هېوادونو کې په ګډه شپږ میلیونه ماشومان او په عربي هېوادونو کې یو میلیون ماشومان د کارګرو په توګه کار کوي.
په بل عبارت په امریکايي هېوادونو کې پنځه سلنه ماشومان، په اروپايي او د مرکزي اسیا په هېوادونو کې څلور او په عربي هېوادونو کې ۳ سلنه ماشومان د کارګرو په توګه کار کوي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په هغو هېوادونو کې چې عواید یې کم دي د کارګرو ماشومانو شمېر لوړ دی خو د ماشومانو شمېر بیا په هغو هېوادونو کې ډېر دی چې عواید یې د منځنۍ کچې دي. ملګري ملتونه وايي د لږ عاید لرونکو هېوادونو ۹ سلنه ماشومان او د ډېر عاید لرونکو هېوادونو اووه سلنه ماشومان د کارګرو په توګه پر بېلا بېلو برخو کې کار کوي.











