د افغانستان کارګر ماشومان
د افغانستان کارګر ماشومان
د ماشوم کارګرو شمېر له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو له ستنېدو سره نور هم ډېر شوی. اوس د طالبانو حکومت وایي، له پاکستان یې هیله ده چې نور افغان کډوال په زور له خپلې خاورې و نه باسي او اجازه ورکړي چې په خپله خوښه وطن ته ستانه شي. د طالبانو د کډوالو چارو وزارت وایي، تر دې دمه یو نیم میلیون افغان کډوال له پاکستان په زوره ایستل شوي چې په بېلابیلو ولایتونو کې ځای پر ځای شوي دي.



