د لومړي ځل لپاره په یوه کال کې نړۍ تر ټاکلي حده ډېره توده شوې

Climate

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, مارک پوینټینګ
    • دنده, د بي بي سي د اقلیمي چارو خبریال

د اروپايي ټولنې د هوا حالاتو نړیوال سرویس په خپل رپوټ کې په ډاګه کړې چې نړیواله تودوخه د تېر یوه کال په اوږد کې د سانتي ګراد په کچه له یو اعشاریه پنځو نه لوړه شوې ده.

په ۲۰۱‍۵م کال کې د نړۍ مشران ژمن شول چې هڅه به کوي د اوږد مهال لپاره د تودوخې درجه له ټاکلي حد یعنې یو اعشاریه پنځه سانتي ګراد نه لوړه نه شي څو د هغو زیانونو مخه ونیول شي چې له دې برخې نړۍ ورسره مخ کېدونکې ده.

که څه هم دغه لومړني یو کلن نقض یا سرغړونې د " پاریس هوکړه" نه ده ماته کړې خو د اوږده مهال لپاره نړۍ د اقلیمي بدلون له کبله پېښېدونکو ګواښونو ته ور نږدې کوي.

ساینس پوهان وایي، د کاربن ګاز په تولید کې کموالی کولای شي چې د اقلیمي بدلون او د نړۍ د لا نورې تودېدو مخه ونیسي.

د ملګرو ملتونو د اقلیمي چارو برخې پخوانی مشر پروفیسور سير باب واټسن په دې اړه بي بي سي ته وویل، "دا تر منلو اوښتې خبره ده. وګورئ، په دې کال کې چې تودوخه یوازې یو اعشاریه پنځه وه؛ موږ په ټوله نړۍ کې سېلابونه، وچکالي، تودې څپې او اور لګېدنې ولیدلې چې اغېز یې کم کرنیز تولیدات دي او همدارنګه یې تاثیر د اوبو له کیفیت او کمیت سره په تړلو ستونزو کې وینو."

په اوږده مهال کې د نړۍ د تودوخې کچه د یو اعشاریه پنځو درجو په حد کې د ساتلو او کنټرول مهمه برخه په "صنعت" پورې تړلې او بل دا چې انسانان باید د ډېرو فوسیلي سون‌توکو لکه د ډبرو سکارو، تېلو او ګازو له کارولو راوګرځول شي.

دا چاره له اقلیمي بدلونونو سره د مقابلې په برخه کې د نړیوالو هڅو به ځواکمن شعار یا سمبول بدله شوې ده.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۸ م کال مهم رپوټ کې راغلي چې اقلیمي بدلونونه لکه تودې څپې، د سمندرونو اوبو کچې پورته کېدل او د وحشي ژویو له منځه تلل به هغه وخت نور هم زیات شي چې د تودوخې درجه له ۱.۵ سانتي ګراد څخه '۲' ته لوړه شي.

له وړاندې تودوخه د اندېښنې وړ کچې پورې لوړه شوې ده. د اروپايي ټولنې د اقلیمي بدلون سرویس د تېر کال مالومات په لاندې ګراف کې ښودل شوي دي.

د تېر ۲۰۲۳م کال له فبرورۍ د ۲۰۲۴ م کال تر جنورۍ پورې د تودوخې کچه یو اعشاریه ۵۲ سانتي ګراد ته لوړه شوې ده.

g

د ساینس پوهانو مختلفې ډلې په دې اړه مخالف نظرونه لري چې په کره توګه تودوخه څومره زیاته شوې خو ټول په دې سره یوه خوله دي چې نړۍ له عصري کېدو وروسته د تودېدو ریکارډونه مات کړي او ښايي له هغې هم مخکې دا چاره پیل شوې وي.

د اقلیمي بدلون په اړه له خبرداریو سره هم مهاله بیا په بریتانیا کې سیاسي ګوندونو له خپلو ژمنو شاتګ کړی.

په دې منځ کې کارګر ګوند له خپلې هغې تګلارې شاته شوی چې په کال کې به ۲۸ بیلیونه پونډه د زرغونتیا په برخه کې لګوي. محافظه کار ګوند هم په تېر سپټمبر کې له خپلو مهمو موخو شاته شوی دی.

دا په دې مانا ده چې د بریتانیا دوو اصلي ګوندونو خپلې هغه ژمنې کمې کړې چې ساینس پوهان وایي که د اقلیمي بدلون مخه ونه نیول شي نړۍ به له نور زیان سره هم مخ شي.

بلخوا د نړۍ په مخ د اوبو یا سمندرونو برخه هم د ریکارډ کچې پورې توده شوې چې د اقلیمي بدلون لویه نښه بلل کېږي.

په لاندې چوکاټ کې ښکاري چې په سمندرونو کې تودوخه په یوه میاشت کې او له هغې وروسته څومره زیاته شوې:

d

په تېر کال کې د ۱.۵ سانتي ګراد ټاکلی حد ولې مات شوی؟

په دوامداره توګه د تودوخې لوړېدل پرته له شکه چې د بشر فعالیتونو زېږنده ده ـ په ځانګړي ډول کله چې فوسیلي سون‌توکي کارول کېږي او له امله یې د کاربن ډای اکسایډ په څېر د ځمکې کرې تودوونکي ګازونه توليدېږي.

همدا هغه څه دي چې تېر کال یې هم د تودوخې زیاتوالي کې ډېر رول لوبولی دی.

په وروستیو میاشتیو کې د تودوخې طبیعي پدیده چې " اېل ناینو- El Nino" په نامه یادېږي د تودوخې زیاتوالی په ډاګه کړی او وایي دا کچه صفر اعشاریه دوه سانتي ګراده وه.

g

اېل ناینو " El Niño" او لا ناینو " La Niña" څه دي؟

په نړیواله کچه د هوا تودوخې متوسطه یا منځنۍ درجه په ورځني ډول د ۲۰۲۳م کال په دویمه نیمايي کې یو اعشاریه پنځه سانتې ګراده وه خو کله چې اېل ناینو په کار پیل وکړ نو یاده درجه د ورځې ورو ورو زیاته شوه او تر ۲۰۲۴ م کال پورې یې دوام وموند.

په لاندې ګراف کې سره کرښه دا څرګندوي چې تر اصلي کرښې پورته ختلې ده.

تمه ده چې تر څو نورو میاشتو پورې به د اېل نینو شرایط پای ته ورسېږي.

دا کولای شي چې نړیوالې تودوخې ته اجازه ورکړي چې د لنډ وخت لپاره په خپل حال پاتې شي او بیا به لږ کموالی پکې راشي. ښایې بیا یو اعشاریه پنځه درجو سانتي ګراد ته راښکته شي.

که د بشر فعالیتونه بیا هم تشیال ته د تودوونکو ګازونو کچه ور زیاته کړي نو ښایي تودوخه د لسیزو لپاره د زیاتوالي په لور لاړه شي.

ایا لاهم کولای شو د نړیوالې تودوخې کچه قابو کړو؟

د ګازونو د تولید اوسنۍ کچې ته په کتو چې د پاریس هوکړې له مخې باید له یو اعشاریه پنځو لوړه نه شي، د یوه کال نه بلکې د اوږده مهال لپاره یو اوسط حد ټاکل شوی چې ښايي په راتلونکې یوه لسیزه کې دا حد قابو او د تودوخې کچه راټيټه کړای شي.

دا به یو ظاهري پړاو یا د پام وړ ټکی وي خو څېړونکي وایي، په سمندر غاړه کې د اوبو لاندې ډبرې څوکې ښکارېدل دا نه څرګندوي چې اقلیمي بدلون نور له کنټروله وتلی دی.

د اقلیم د بدلون اغیزې به په چټکۍ سره دوام ومومي، که څه هم د تودوخې هر ځل کم زیاتوالي دا موږ ته په ډاګه کوي چې په تېرو 12 میاشتو کې د تودوخې سختې څپې، وچکالۍ، ځنګلي اورونه او سیلابونه موږ څنګه تجروبه کړل.

د یو اعشاریه پنځه او دوو درجو تر منځ د نیمې درجې زیاتوالی بیا هم ډېر بلل کېږي او کولای شي چې د ځمکې کره له ګواښونو سره مخ کړي.

دا د اقلیم په سیسټم کې ټاکلي حدونه دي چې که تر کچې اوړي نو د چټک او احتمالي نه راستنېدونکو بدلونونو لامل کېدلی شي.

د بېلګې په توګه، که د ګرینلنډ او لوېدیځ قطب د یخچالونو لویې ټوټې له ټاکلې سیمې تېرې شي، احتمالي له منځه تګ به یې د سمندرونو د اوبو کچه په ویجاړوونکې توګه لوړه او ورڅېرمه هېوادونه به له ګواښ سره مخ کړي.

خو څېړونکي لاهم په دې ټکي ټینګار کوي چې که بشر په ژوره توګه دې ګواښ ته پام وکړي نو د نړیوالې تودوخې د ویجاړیو مخه ډب کولای شي.

په نړۍ کې ځینې پرمختګونه تر سترګو کېږي، شنه یا زرغونه ټکنالوژي لکه "نوېدونکې انرژي او برېښنایي ګاډي" د نړۍ په ډېرو برخو کې د ودې په حال کې دي.

دا په دې مانا ده چې مخکې داسې انګېرنې وې چې د سانتي ګراد په کچه تر څلورو درجو د نړۍ تودوالی په همدې پېړۍ کې شونی دی خو اوس چې ځينې سیاستونه او ژمني عملي کېږي، د دا ډول حالت د راتګ وړاندوینې هم ورسره کمې شوې دي.

ډېرې هیلې هم هغه وخت پیدا کېږي چې که د کاربن کچه تر صفر اندازې ټيټه شي نو د نړۍ تودېدل به هم ودرېږي، خو بیا هم په اغېزناکه توګه د صنعتي ګازونو تولید نیمايي ته را ټیټول په روانه لسیزه کې ډېر اړین بلل کېږي.

هغه څه چې د اوبو او هوا برخې امریکایی پوه زیک هاسفار پرې ټینګار کوي، وايي، " دا په دې مانا ده چې موږ په پای کې کولای شو د یوې ټولنې او یوې سیارې د اوسېدونکو په توګه خپل غوراوی وکړو او د نړۍ د تودوخې کچه کنټرول کړو. عذاب حتمي نه دی."