کاپ ۲۸ غونډه؛ د اقلیمي بدلون ځپلو هېوادونو سره د ۴۲۰ میلیون ډالره مرستې ژمنه شوې

کاپ ۲۸

د عکس سرچینه، Getty Images

د دغو ژمنو لویه برخه کوربه هېواد متحده عربي اماراتو وه چې سل میلیونه ډالره کېږي. ، بریتانیا ۷۶ میلیونه ډالر امریکا هم ۱۷ نیم میلیونه ډالرو ژمنه کړې ده.

د کاپ ۲۸ مشر او د متحده عربي اماراتو د تېلو د دولتي شرکت رئیس، سلطان الجابر د سرمشریزې په لومړۍ ورځ د مرستو په ورکړه کې پرمختګ یو "ځانګړی پړاو" او "ډېر ښه پیل" وباله.

هغه له ګډون والو هېوادونو وغوښتل، ژمنه وکړي چې د اقلیم ککړتیا ژوروالی راکم کړي، د نوې کېدونکې انرژۍ وړتیا درې برابره کولو او د انرژۍ اغېزمنتیا دوه چنده کولو لپاره په ګډه کار وکړي.

ښاغلی الجابر زیاتوي: "موږ پوهېږو چې دا د دې سرمشریزې کوربه په توګه د متحده عربي اماراتو مهمه موخه ده."

هغه ویلي، د تېلو او ګازو یو شمېر لوی شرکتونه ژمن دي چې تر ۲۰۳۰ کاله چاپېریال ته د میتان غازو استخراج صفر ته ورسوي. دا موضوع ځکه مهمه ده چې میتان د کاربن ډای اکسایډ پرتله ۲۸ ځله ډېر د نړۍ په تودوخې کې رول لوبوي.

هغه وویل، هېواد یې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره پرمختللو هېوادونو ته د ژمنو شویو پیسو پر وړاندې غواړي ډاډ ترلاسه کړي، چې دا هېوادونه د پرمختګ او د اقلیم په ګټه موضوعاتو ترمنځ یو غوره کړي.

ژمنې وشي،‌ خو نه علمي کېږي

کاپ ۲۸

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش غونډې ته وویل "موږ په ریښتیني وخت کې د اقلیم له سقوط سره ژوند کوو." د هوا پېژندنې نړیوالې اداې وړاندې تر دي ویلي و، دا کال "په څرګنده توګه" د ریکارډ په کچه تر ټولو ګرم کال دی.

په دغه ناسته کې د بي بي سي خبریال وايي په کاپ ۲۸ غونډه کې د اقلیم پورې اړوند له ناورینونو ځپلو هېوادونو لپاره د نویو ژمنه شويو پیسو ته هرکلی ویل شوی، خو کله چې په عمل کې د نغدو پیسو خبر راځي، د هرکلي او لمانځلو لپاره لږ څه موجود وي.

پداسې حال کې چې د بډایه هېوادونو هغه ژمنې چې په ۲۰۲۲ کال کې یې له مخ پر ودې هېوادو سره د کال ۱۰۰ میلیاردو ډالرو اوږد مهالې ژمنه کړې، وه په ښه توګه نه ده ترسره شوې.

وړاندې تر دې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي و، په متحده عربي اماراتو کې د اقلیمي بدلون په اړه روانې غونډې ته د طالبانو د حکومت استازي نه دي بلل شوي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر واک لاندې چاپېریال ساتنې ادراې یوه خبرپاڼه کې ویلي و،‌ سره له دې چې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله له سختو "ننګونو" سره مخ دی، خو بیا هم دغې مهمې ناستې ته د دوی استازي نه دي بلل شوي ‌چې "ستره جفاه" ګنل شوې.

په اعلامیه کې زیاته شوې،‌ "د اقلیمي بدلون له امله د افغانستان زیامنتیا به د خلکو اقتصادي او ټولنیز وضعیت نور هم خراب کړي... او آن بشري ناورین به رامنځ ته کړي."

د طالبانو حکومت په نړۍ کې تر اوسه کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی او له همدې امله په ډېرو مهمو ناستو کې یې استازو ته د ګډون بلنه نه ورکول کېږي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو بلل کېږي چې د اقلیمي بدلون له امله ډېر اغېزمن شوی، ډېرې سیمې یې وچکالۍ ځپلي او کمسارو سیلابونو هم ډېر زیانونه اړولي دي.