بهر مېشتو افغان فرهنګیانو په لندن کې د شاعر او لیکوال محمد صدیق پسرلي یاد غونډه جوړه کړه
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي

د بریتانیا پلازمېنه لندن کې افغان لیکوال، شاعران او فرهنګپال د وتلي افغان شاعر او لیکوال استاد محمد صدیق پسرلي په یاد غونډه کې راټول شوي وو او د هغه ادبي هڅې یې وستایلې.
دا غونډه د جمعې پر ماښام (جنورۍ-۱۲) په لندن کې د افغان ادبي بهیر او هارو سیمې شورا ټولنې لخوا د محمد صدیق پسرلي د لسم تلین په مناسبت جوړه شوې وه.
په غونډه کې د ځايي افغان فرهنګیانو د ویناوو تر څنګ د یو شمېر اروپا او کاناډا مېشتو لیکوالو او شاعرانو ویډیويي پیغامونه هم واورول شول، چې پکې د استاد پسرلي د ادبي او فرهنګي خدمتونو یادونه شوې وه.


د غزني په قره باغ کې زېږېدلی محمد صدیق پسرلی د ورپېښې ناروغۍ له کبله د ۲۰۱۴ کال د جنورۍ پر ۱۲مه د ۸۵ کالو په عمر د هند پلازمېنه ډیلي کې وفات شو او په کابل کې خاورو ته وسپارل شو.
محمد صدیق پسرلی غزلبول شاعر و، چې یوازې د غزلبڼ په نامه شعري ټولګه کې یې تر زرو زیاتې غزلې راغلې دي. دی په پښتو شاعرۍ کې د هندي سبک وروستی او د خپل عصر تر ټولو وتلی شاعر او استاد بلل کېده.

د استاد پسرلي لومړۍ شعري ټولګه د کوکچې په نامه په ۱۳۳۰ هجري، لمریز کال کې له بدخشانه خپره شوه. نوموړي نژدې شپیته کاله ادبي فعالیت وکړ، د غزلیزو ټولګو، منظومو ژباړو، ناولونو، لنډو کیسو، طنزونو او یادښتونو په ګډون یې ګڼ شمېر ادبي اثار لیکلي، ادبي مجلې یې چاپ کړې، د فرهنګیانو ټولنې یې جوړې کړې، چې د افغان ادبي بهیر په نامه د افغان لیکوالو، شاعرانو او فرهنګپالو ټولنه هم د ښاغلي پسرلي په نوښت او مشرتابه رامنځته شوې ده.
دغه ټولنه چې ښاغلي پسرلي یې د کډوالۍ پر مهال په پېښور کې پیل کړې وه، اوس د فرهنګي بهیرونو په یوه لړې بدله شوې او په افغانستان کې دننه او بهر ګڼ شمېر ادبي ټولنې تر همدې نامه لاندې فعالیت کوي.

''کندز په تېره پېړۍ کې'' د محمد صدیق وروستی اثر دی، چې د نوموړي له مړینې وروسته په کابل کې چاپ شوی دی.
د ښاغلي پسرلي زوی اسدالله غضنفر چې خپله هم مشهور ادیب دی، د لندن نننۍ غونډې ګډونوالو ته په خپل استول شوي پیغام کې وویل، چې په دې اثر کې د معمول تاریخونو برعکس چې تر ډېره بریده یې محتوا پر سیاسي مسائلو یا د شخصیتونو پر تذکرو راڅرخي، ټولنیزې تاریخ لیکنې ته ډېره توجه شوې ده.
عبیدالله محک، احسان الله درمل، عبدالوکیل سوله مل، شفیقه خپلواک، ډاکتره شریفه شریف، افضل ټکور او اسدالله غضنفر هغه افغان لیکوال او شاعران وو، چې په نننۍ غونډه کې یې د محمد صدیق پسرلي د نظمي او نثري اثارو پر ځانګړنو او د نوموړي پر ادبي خدمتونو خبرې وکړې.









