کرېکټ کې د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې بریا؛ کېکونه، اتڼونه، کتابونه او مبارکۍ

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام یوه خورا جالبه لوبه د اکتوبر په ۲۳مه د افغانستان او پاکستان تر منځ وه، په دې لوبه کې پاکستان لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو افغانستان ته د ۲۸۳ منډو هدف وټاکه.
افغانستان دا هدف د ۴۹ اوور په وروستي توپ په داسې حال کې ترلاسه کړ چې یوازې دوه لوبغاړي یې سوځېدلي وو او لا یو اوور په ځای پاتې و.
دغې بریا که له یوې خوا افغانان په کمساري ډول خوشحاله کړل له بلې خوا په نړیواله کچه د افغان لوبډلې ستاینه او نمانځنه هم ډېره شوې ده.

د عکس سرچینه، Badam ahmadzai/FB

د عکس سرچینه، Badam ahmadzai/FB


د عکس سرچینه، social media

د عکس سرچینه، social media

د عکس سرچینه، Jafar Hand/FB

د عکس سرچینه، Jafar Hand/FB

د عکس سرچینه، Niamatullah Haqyar/FB

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
خوست کې بیا دا نمانځنه لا په کمساري ډول شوې، د اتڼو، اورلوبو او خوراکونو ور ها خوا د کتابونو وړیا وېش
بختور به هغه و چې هم د کرېکټ اړوند خواله وکړي او هم وړیا د خوښې کتاب یوسي.
د دغو ځوانانو له ډلې یې د دین محمد ځلاند په نوم یوه کس ویلي، "له دې کاره یې موخه په ټولنه کې د مطالعې دود پیاوړي کول او په مناسبتي ورځو کې د ناوړو دودونو مخنيوی دی."
لږ تر لږه له دوه ښارونو کابل او جلال آباده د افغان لوبډلې له بریا وروسته د هوايي ډزو رپوټونه ورکړل شوي. جلال آباد کې ځايي چارواکو ویلي دې ډزو دوه تنه ټپيان شوي چې یوه یې نجلۍ ده چې د ټپ له امله یې یوه سترګه له لاسه ورکړې ده. له دې وړاندې هم داسې خوښۍ په هوایې ډزو نمانځل شوي چې خلک یې ناوړه دود بولي.

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د عکس سرچینه، MIRWAIS ASHRAF
په داسې حال کې چې کابل کې ګڼو خلکو د کرېکټ بورډ شاوخوا د بریا دا جشن نمانځه د کرېکټ بورډ مشر د ولس په منځ کې یوه بل ځای له خلکو سره بریا نمانځله؛ په یوه ویډيو کې چې میرویس اشرف له خپلې پاڼې خپره کړې ښکاري چې له بریا وروسته نوموړی په کندز کې د خلکو تر څنګ د خوښې دا شیبې تېروي

د عکس سرچینه، MIRWAIS ASHRAF
له دغو انځورو ورها خوا دا بریا په ګڼو نورو ځایونو کې هم په بېلابېلو ډولونو او خوښیو نمانځل شوې، په یوه ځای کې خو د کرېکټ نامتو لوبغاړی راشد خان چې په دغه بري خورا خوشحاله بریښي د پښتو هغه مشهوره ټپه چې د خوښیو په داسې مناسبتونو ډېره ویل کیږي وايي؛
لستوڼي پورته کړئ ګډېږئ
د افغانانو خوښي کله کله وینه








