امریکايي سپېس اېکس توغوندی امریکايي او روسي ستورمزلي نړیوال فضايي ستیشن ته بیايي

د عکس سرچینه، NASA
د سپیس اېکس یو توغوندی له ۳ امریکايي او یو روسي ستورمزلي (فضانوردانو) سره له فلوریډا څخه د نړیوال فضايي سټېشن پرلور وخوځېد.
هغوی به هلته شپږ میاشتې کار کوي. فضا یو له هغو نادرو ځایونو څخه ده چې امریکا او روسیه پکې نژدې همکارۍ کوي- سره له دې چې په اوکرایین کې یې جګړه روانه ده.
دا ۳ نارینه او یوه ښځینه فضا نوردان په هغه کپسول یا فضايي خونې کې سفرکوي چې په تېر وخت کې څلور ځله د ایلان ماسک سپیس اېکس شرکت ورڅخه کار اخیستی.
هغوی غواړي هلته راز راز تجربې وکړي. د هغوی په څېړنو کې یوه هم دا ده چې په فضا کې د بې وزنه یا د کمزورې جاذبې په چاپیریال کې د بدن د غړو مصنوعي بڼې جوړې کړي، او د بدن ځینوتخریبونکو ناروغیو په اړه علمي پلټنې وکړي. دا ډول تجربې د ځمکې پرمخ نشي ترسره کېدای.
دا ستورمزلي د دوشنبې په ورځ په سیمه ییز وخت د شپې ۱۰:۵۳ بجو فلوریډا کې د کینیډي له فضايي ستیشنه وخوځېدل.
د شنبې په ورځ د هغوی د استولو لومړۍ هڅه د سختو بادونو له امله ځنډېدلې وه.
ستورمزلي په ډراګن اینډییور کپسول کې نړیوال فضايي سټېشن ته ځي.
د ستورمزلو دغې ډلې مشر ماتیو ډامینیک دی. امریکايي جینېټ ایپس او روسي الکساندر ګرېبینکین هم ورسره دي چې فضا ته د هغه لومړی سفردی.
بل غړی یې، طبیب مایکل باراټ دی چې دا یې فضايي ستیشن ته دریم سفر دی.
نړیوال فضايي سټېشن یو له هغو نادرو ځایونو دی چې د نړۍ بېلابېل حکومتونه پکې یو له بل سره همکاري کوي.
نړیوال فضايي سټېشن د کاناډا، اروپا، جاپان، امریکا متحدو ایالتونو او روسیې د فضايي ادارو په ګډو مرستو فعالیت کوي.











