پکتیا کې پر ډیورنډ کرښه د پاکستان او افغانستان ترمنځ شخړه د ځايي جرګې په منځګړیتوب پای ته ورسېده

قومي مشران

د عکس سرچینه، @INTELPK_

د افغانستان سویل ختیځ کې د پکتیا د ډنډ پټان ولسوالۍ او د ډیورنډ کرښې د بلې غاړې 'کرمې' د سیمه‌ییزو مشرانو ګډې جرګې له نږدې یوې اونۍ راهیسې د کرښې په اوږدو کې له شخړو او نښتو وروسته د اختلافاتو پر حل "توافق" کړی دی.

د راپورونو له مخې د پکتیا د ډنډ پټان او د خيبر پښتونخوا د کرمې ولسوالۍ ترمنځ پر کرښه د تېرې دوشنبې پر ورځ د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ ډزې پیل شوې، چې له امله يې ځايي کليوال سخت ووېرېدل او بې‌ځايه شول.

د سیمې یوه مشر د پاکستان "ډان" ورځپاڼې ته ویلي چې خارلڅۍ کې پر کرښه د دواړو غاړو د مشرانو، دیني عالمانو او ځايي چارواکو په حضور کې یوه ګډه جرګه جوړه او د سولې د ټینګښت لپاره د یوې ګډې کمېټې په جوړولو موافقه شوې وه چې "په سیمه کې اختلافات" د خبرو له لارې حل کړي.

همدا راز ټاکل شوې د خارلڅۍ لاره هم چې تېره اونۍ د شخړو له پیلېدو وروسته تړل شوې وه، بېرته ژر پرانیستل شي.

اسلام اباد او کابل کې چارواکو تر اوسه رسمآ د دې هوکړې په اړه څه نه دي ویلي.

پاکستاني عسکر د جنوبي وزیرستان په سیمه کې د اغزنو تارونو تر شا (د آرشیف عکس)

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاکستاني عسکر د جنوبي وزیرستان په سیمه کې د اغزنو تارونو تر شا (د آرشیف عکس)

د افغانستان د سیمه‌ییزو رسنیو د راپور له مخې تېره اونۍ د ډیورنډ کرښې له پورې غاړې د پکتیا ولایت ډنډ پټان او ځاځي اریوب ولسوالیو ته د توپونو لسګونه مرمۍ راتوغول شوې چې یو شمېر یې د استوګنې پر کورونو لګېدلي دي.

د رپوټونو له مخې دغو بریدونو کې د څو ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه وژل شوي او څو نور ټپیان دي.

د پاکستان "ډان" ورځپاڼې لیکلي، جګړه وروسته له هغه پیل شوې وه چې په کرمه کې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر امنیتي پوستو ډزې شوې او څلور پاکستاني امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي.

"طلوع‌نیوز کابل" هم د پنځو طالبانو د ټپي کېدو خبر ورکړی.

د پاکستان پوځ او د طالبانو حکومت په رسمي ډول د دې جګړې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د جمعې پر ورځ خپله اونیزه خبري غونډه کې وویل، چې د افغانستان په اړه یې ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

اسلام اباد په وار وار په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستاني طالبانو (ټي‌ټي‌پي) جنګیالیو ته د پټنځایونو په ورکولو تورن کړی، هغه ادعا چې طالبانو تل رد کړې ده.‌