چین د تایوان شاوخوا د "سختې سزا" په نامه پوځي تمرینونه پیل کړي

د عکس سرچینه، Reuters
وروسته له هغه چې چین د تایوان ټاپو شاوخوا پوځي تمرینونه پیل کړل، د تایوان نوي ولسمشر ویلیم لای ژمنه کړې، د خپل هېواد د ازادۍ او ډیموکراسۍ دفاع به وکړي.
بېجینګ ویلي، د تایوان د خپلواکۍ د مخنیوي لپاره د یرغل او تایوان محاصره کولو وړتیا ازموي.
چین د تایوان خپلواکه سیمه د خپلې خاورې برخه ګڼي او ګواښ یې کړی چې دغه هېواد به له اصلي خاورې سره یوځای کېدو ته اړ کړي.
د تایوان شاوخوا کې د بېجینګ پوځي تمرینونه د ښاغلي لای لپاره لومړی ازمېښت دی، چې د دوشنبې په ورځ یې د ولسمشر په توګه لوړه وکړه. نوموړي دغو تمرینونو ته په غبرګون کې ویلي، د جزیرې د دفاع لپاره به په لومړۍ کرښه کې ودرېږي.
د پنجشنبې له سهار راهيسې د چين پوځ د تايوان ټاپو شاوخوا کې پراخ تمرينونه پيل کړي دي. د چین د پوځ یوه ویاند دغه تمرینونه د تایوان د "بېلتون غوښتونکو کړنو" لپاره "سخته سزا" بللې ده.
د تایوان د بهرنیو چارو وزارت له چین غوښتي چې "معقول" وي او "د تایوان په تنګي کې د سولې او ثبات له کمزوري کولو لاس واخلي."
وروستي تمرینونه ځکه د پام وړ دي، چې دا د تایوان د ولسمشر په توګه د ویلیم لای تر لوړې یوازې درې ورځې وروسته ترسره کېږي.
له تېرو څو کلونو راهیسې د تایوان په شاوخوا کې په هوا او سمندر کې د چین تمرینونه معمول شوي چې د ممکنه شخړې په اړه یې اندېښنې راپورته کوي.

په تایوان کې د ولسمشرۍ وروستۍ ټاکنې چې د چین د ګواښونو تر سیوري لاندې ترسره شوې، د دې ټاپو د خپلواکۍ په اړه د بېجینګ ادعاوې ردوي.
د تایوان د اصلي ځمکې چارو شورا چې له چین سره د اړیکو څارنه کوي، ویلي د تایوان په شاوخوا کې د بېجینګ تمرینونه د ملي حاکمیت د ساتنې لپاره "اړین او قانوني ګام" دی، او زیاتوي چې دا تمرینونه "په بشپړه توګه د نړیوالو قوانینو او دودونو سره سم دي."
د دې ادارې ویاند وانګ وینبین هم ویلي، دا تمرینونه په ټاپو کې د "بهرنۍ لاسوهنې خبرداری" هم دی.
تايوان وايي، په ځايي وخت د سهار له ۷:۴۰ بجو راهيسې، د چين ۱۵ جنګي بېړۍ او د سمندري پوليسو ۱۶ بېړۍ د ټاپو شاوخوا اوبو ته لېږل شوي دي.
د تایوان دفاع وزارت وايي، په دې تمرینونونو کې د چین ۴۲ پوځي الوتکو هم برخه اخیستې وه.
د چین د پوځي عملیاتو په غبرګون کې، د تایوان د بهرنیو چارو وزارت وویل، " د تمرینونو په اړه سخت اعتراض لرو او موږ له چین څخه غوښتنه کوو چې خپل غیر منطقي پوځي پارونې ودروي."
د تایوان اپوزیسیون کومینتانګ ګوند، چې تل له بېجینګ سره د نژدې اړیکو په لټه کې دی، هم پر چین غږ کړی چې خپل له "زغم" کار واخلي.
په سیمه کې د وروستیو پرمختګونو په ځواب کې جاپان هم خپله "اندیښنه" څرګنده کړې او د هغه هېواد یوه لوړ پوړي چارواکي په وینا "جاپان به د تایوان تنګي د سولې او ثبات د اهمیت په اړه له چین سره مستقیمې او څرګندې خبرې وکړي."
دا لومړی ځل دی چې چین د تایوان لېرې پراته ټاپوګان هم په نښه کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
بیجینګ د تایوان د خپلواکۍ په ملاتړ کې د خپلو تېرو څرګندونو له امله ښاغلی لای "بېلتون غوښتونکی" او "مشکل جوړونکی" بللی دی.
د تایوان د دفاع وزارت د بېجینګ کړنې غندلي او وايي، د چین د دغو تمرینونو په ځواب کې یې خپل ځواکونه تیارسئ حالت ته راوستي دي.
تایوان وايي د پنجشنبې ورځې تمرینونو "د (بېجینګ) پوځي ذهنیت" وښود.
د تایوان په بیان کې ویل شوي، د دفاع وزارت سمندري، هوايي او ځمکني ځواکونه "د دغه هېواد د خاورې بشپړتیا ساتلو او دفاع لپاره استولي دي."
بېجینګ د تایوان ټاپو ته د یوه جلا شوي ولایت په توګه ګوري چې په پایله کې به د دې هېواد برخه شي ، او دې هدف ته د رسېدو لپاره د ځواک کارول نه ردوي.
خو ډېری تایوانیان ځان له چین څخه د جلا هېواد په توګه ګڼي، که څه هم ډېری یې د اوسني حالت د ساتلو پلوي دي، چې تایوان په کې نه خپلواکي اعلانوي او نه له چین سره یو ځای کېږي.





















