نيپال کې دوه بسونه سیند ته غورځېدلي؛ لسګونه کسان تری تم دي

نيپال

د عکس سرچینه، AFP

په نيپال کې د ځمک‌ښویېدنې په ترڅ کې دوه بسونه سيند ته غورځېدلي چې تر ۶۰ ډېره سورلۍ يې لا هم تری تم ده. اوسمهال یې ژغورن‌ډلې په لټه دي.

دا پېښه نن جمعه په شنه سهار شوې او ښکاري چې یوازې درې تنه ترې ژوندي وتلي دي.

یوه یې ویلي چې "د بس له کړکۍ سیند ته ګوزار شو."

چارواکي وايي، دا ځمک‌ښويېدنه په اصل کې هلته د درنو ورښتونو له کبله رامنځ‌ته شوې ده.

د نيپال په ګډون د سویلي اسیا په ګڼو سيمو کې اوس مهال د 'مون سون' موسم دی چې په وروستیو څو اوونيو کې پرله پسې درانه بارانونه پکې ووري. دغو ورښتونو په بېلابېلو سيمو کې سېلابونه رایستلي، ځمک‌ښويېدنې یې رامنځ‌ته کړې او میلیونونه کسان یې اغېزمن کړي دي.

په ځينو ځایونو کې مهمې لارې تړل شوې، پلونه ویجاړ یا سېلابونو له ځانه سره وړي دي او همدا راز پکې د وژل شویو کسانو شمېر هم په ختو دی.

"د کورنۍ څلور غړي مې ورک دي"

د نيپال پېښه د ځايي وخت له مخې د جمعې ورځې په سهار وختي درې نیمې بجې ناراینګاټ موګلېنګ لويې لارې ته نږدې په چيتوان سيمه کې شوې چې له پلازمېنې کټمنډو ۱۰۰ کیلومتره لرې ده.

د نندن داس په نوم له پېښې یوه ژوندي وتلي کس بي‌بي‌سي ته ویلي، بس پر سړک له شاوخوا یوه نیم ساعت مزل وروسته "سيند ته په ورښويېدو شو...ما ویل چې بس لاړې، مړ شوې."

نيپال

د عکس سرچینه، NNDRR&MA

دی وايي چې ځان يې په لامبو تر څنډې ورساوه او "که څه هم لا تیاره وه خو سيند ته مې پام شو چې له ډبرو او د ونو له ښاخونو او پاڼو ډک دی. بس د خدای نوم مې یاداوه او لامبو مې وهله چې ژوندی ترې راووتلم."

نندن داس همدا راز ویلي چې له ده سره یو بل کس هم په لامبو ځان له سينده راوایست او یو ځای دواړه تر سړکه ووتل؛ چې پام یې شو درېيم کس هم ورسره یو ځای شو.

دوی درو واړو بیا د یوه موټر چلوونکي په مرسته پولیسو ته زنګ وهلی او پر پېښه یې خبر کړي دي.

د جوګېشور رای په نوم یوه بل ژوندي وتي ویلي چې "بس څلور-پنځه ځلې تاوراتاو شو او اخر سيند ته وغورځېد."

خو د ده د کورنۍ ځينې غړي لا تری تم دي. دی زیاتوي، "زما زوی، نږور، لمسی او لمسۍ مې ټول په یوه بس کې وو. یوازې زه ژوندی راوتلی یم او نور څلور واړه لا ورک دي."

د نيپال لومړي وزیر پوشپا کمال دهال پر ټولو اړوند دولتي ادارو غږ کړی چې د لټون او ژغورنې په عملیاتو کې برخه واخلي.

مسئولو ادارو د دغه هېواد په سویل ختيځ ایالت کې خلکو ته خبرداری ورکړی چې ځيرک و اوسي ځکه چې د درنو ورښتونو له کبله د 'کوشي' سيند سطحه خطرناک حالت ته لوړه شوې ده.

دا سيند له نيپال او هند تېر شوی دی.

په نيپال کې ډېر کله د خرابو سړکونو او بې احتیاطۍ له کبله مرګونې ترافيکي پېښې کېږي چې سلګونه کسان پکې خپل ژوند بایلي.