رپوټ: چین د نیپال خاورې ځینې برخې لاندې کړې دي

د عکس سرچینه، Namkha Rural Municipality
- Author, میکایل بریسټو
- دنده, بي بي سي
د نیپال حکومت یو رپوټ چې بي بي سي لیدلی ښيي چې چین د دواړو هېوادونو تر منځ د پولې سیمه کې د نیپال خاورې ځینې برخې لاندې کړې دي.
دا لومړی ځل دی، چې نیپال رسماً په خپله خاوره کې د چین مداخلې شکایت کوي. پروسږ کال د نیپال په هملا سیمه کې د چین له لوري د ځمکې لاندې کولو له رپوټونو وروسته دا رپوټ چمتو شوی دی.
د نیپال پلازمېنه کټمنډو کې بیا چین سفارت د نیپال خاورې برخې لاندې کول رد کړي دي.
بل لور نیپال حکومت په دې تړاو تر اوسه د بي بي سي پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.
تر اوسه معلومه نه ده، چې نيپال حکومت ولې دا رپوټ نه دی خپور کړی، خو دا وروستیو کې نيپال له سویلي لوی ګاونډي هند سره د اړیکو انډول په پار له چین سره اړیکي ښه کړي دي.
داسې باور کېږي چې د دې رپوټ موندنې له بیجینګ سره د نیپال پر اړیکو فشار ډېرولای شي.
په همله سیمه کې د چین له لوري د نیپال خاورې ځینو برخو له احتمالي لاندې کولو وروسته نیپال حکومت یوه پلاوي ته دنده وسپارله چې په دې تړاو رپوټ ورکړي.

د عکس سرچینه، Bishnu Bahadur Tamang
داسې شکایتونه هم شوي وو، چې چین د نیپال په خاوره کې دننه یو شمېر تاسیسات چمتو کړي دي.
د حکومت او نیپالي پولیسو استازو پلاوي په دې رپوټ کې چې بي بي سي ته یې هم یوه کاپي ورکړل شوې، ویل شوي چې چینايي څارګر نظام په لالونګجانګ سیمه کې د مذهبي مراسمو تر سره کولو مخه نیولې.
کیلاش نومې غره ته د نژدېوالی له کبله چې د هندوانو او بدایانو لپاره سپېڅلی ځای دی، مخکې دې سیمې ته معمولاً له نورو سیمو خلک ورتلل.
په رپوټ کې ویل شوي چین په سیمه کې د نیپالي کروندګرو څارویو څرېدو مخه نیسي، پر پوله د یوې ستنې شاوخوا کې اغزن تارونه غځوي او د نیپال په خاوره کې دننه د یوه کانال او سړک چمتو کولو هڅې کوي.
خو په رپوټ کې ویل شوي هغه ودانۍ چې مخکې شکایت شوی و چې ګواکې د نیپال خاوره کې جوړې شوې، اصلاً د چین په خاوره کې دننه ودانې شوې دي.
د نیپال او چین تر منځ د همالیه غرونو لمنو کې نژدې ۱۴۰۰ کیلومتره اوږده پوله غځېدلې ده.
دا پوله ۱۹۶۰ کلونو کې د دواړو هېوادونو تر منځو د یو لړ هوکړو له مخې مشخصه شوه. دا پوله تر ډېره بریده له داسې غاښو تېرېږي چې ورختل ګران دي.
پر ځمکه بیا پوله له هرو څو کیلومترو وروسته د یوې ستنې له لارې په نښه شوې ده او له همدې کبله ځینې ځایونو کې د پولې کره ځای معلومول ګران شي.









