تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امير خان متقي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي ځانګړي استازي له وړانديز سره مخالفت څرګند کړ
په افغانستان کې د طالبانو حکومت یو ځل بیا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د یوه ځانګړي استازي د ټاکل کېدو له وړانديز سره مخالفت وکړ. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تېر ۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې د طالبانو له حکومت سره د تعامل د څرنګوالي په اړه یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې له مخې یې د استازي د ګومارل کېدو وړاندیز شوی و.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو چارسمبالي وزير مولوي امير خان متقي د سیمې د هېوادونو له سفيرانو او ديپلوماتيکو ماموريتونو له مشرانو سره په ناسته کې يو ځل بيا ټينګار وکړ چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ يوناما په شتون او په افغانستان کې د ده په خبره د "يوه خپلواک مرکزي حکومت په موجوديت کې د نويو ځانګړو استازو ټاکل کېدو ته اړتيا نشته."
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېست ویلي، چې د ډیپلوماتیکو هڅو د تنظیم لپاره د افغانستان د سولې لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل اړین دي.
نوموړي پرون له يو شمېر خبريالانو سره په يوه انلاین غونډه کې وويل چې د دغه ځانګړي استازي دنده به توپير ولري او هڅه به وکړي چې له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د اړيکو د عادي کولو په برخه کې ډيپلوماتيکو چارو ته پرمختګ ورکړي.
هغه زیاته کړه، چې په دغه پوست ټاکل کېدونکی کس به بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه کوي او د کار ډېره برخه به یې له مسکو، اسلام اباد، تاشکند او سیمې سره وي.
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ۱۵ دايمې او غير دايمي غړو د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر مياشتې په وروستيو کې د رايو په اکثريت په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د تعامل د څرنګوالي په اړه يو پرېکړه ليک تصويب کړ او ويې ويل چې له مخې يې دغه هېواد ته د ورپېښو ننګونو د حل لپاره د نړيوالو ورښکېلولو په اړه سپارښتنې وړاندې شوې دي.
ملګري ملتونه وايي، د نوي ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره به له افغانستان او اوسنيو واکمنو سره د نړيوالې ټولنې اړيکې پراخې شي خو د طالبانو د بهرنيو چارو وزير د روسيې، چين، ايران، پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، هند ترکيې او اندونيزيا له سفيرانو او ډيپلوماتانو سره په غونډه کې چې په کابل کې جوړه شوې وه د سيمې له هېوادونو سره د دوی د حکومت اړيکې د پام وړ وبللې.
ښاغلی تکل وايي، "د بهرنيو چارو وزير د سيمې له هېوادونو سره د افغانستان اسلامي امارت د ديپلوماتيکو اړيکو وضعيت د پام وړ وباله او ټينګار يې وکړ چې د سيمې هېوادونه بايد د افغانستان سره د مثبت تعامل د زياتوالي او دوام لپاره سيمه ييزې سلا مشورې ترسره کړي."
په افغانستان کې د طالبانو حکومت استازو تل له نړيوالې ټولنې سره په مثبت تعامل ټينګار کړی خو د وړانديز له مخې د ملګرو ملتونو نوی استازی به د جنسيتي برابرۍ او بشري حقونو مسئلې ته ډېره پاملرنه کوي او بين الافغاني خبرو ته به لاره هواروي.
د روانې جنورۍ مياشتې په لومړيو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هم يو ځل بيا وويل چې د ملګرو ملتونو د هغه پرېکړه ليک ننګه به کوي چې په کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د يوه نوي ځانګړي استازي ګومارل کېدل تصويب شوي دي.