حشمت الله شهیدي: هندوستان سره سبانۍ لوبې ته پوره چمتووالی لرو

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, عنایت الحق یاسیني
    • دنده, بي بي سي، ډیلي

سبا ته په ډیلي کې د افغانستان او هندوستان ترمنځ د ۲۰۲۳ کال د کرکټ نړیوال جام لوبه ترسره کېږي.

نن او پرون افغان لوبډلې دغې لوبې ته د چمتووالي په موخه تمرینات وکړل.

نن سې شنبه د تمرین له پیل وړاندې د افغانستان د لوبډلې کپتان حشمت الله شهیدي په یوه خبري کنفرانس کې تمه وښودله چې ټیم به یې په راتلونکو لوبو کې ښه ولوبېږي.

د ښاغلي شهیدي په ټکو"یوازې د یوې لوبې د بایللو په سر حساب نه کېږي، موږ اته نورې لوبو لرو او د راتلونکې په اړه فکر کوو."

دا به دې جام کې دافغانستان دویمه سیالي وي چې کوربه هند ورسره مخ دی. لومړنۍ لوبه کې بنګله دېش افغانستان ته ماتې ورکړې وه.

د چارواکو په وینا، دې مېچ لپاره ټول ټکټونه پلورل شوي دي. دا په ډیلي کې روان جام کې هندوستان یوازېنۍ لوبه ده.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

په خبري کانفرانس کې افغان کپتان نه وپوښتل شول دا چې په دې لوبه کې به د هند د لوبډلې پلویان ډېر وي په دې اړه خو څه اندېښنه نه لرئ؟ هغه وویل:

"موږ داسې حالت کې وړاندې هم لوبې کړي د مقابل لوري د پلویانو د شمېر په اړه اندېښنه نه کوو بلکې ټول پام به مو په خپلې لوبې وي."

د نړیوال جام د نن ورځې په نورو لوبو کې انګلنډ بنګله دېش ته په لوی توپیر ماتې ورکړه او شري لنکا بیا پاکستان ته د ۳۴۴ منډو هدف ټاکلی دی.

تر اوسه د شوو لوبو ترمخه د نیوزلیند ټیم د دوو لوبو ګټلو سره د جدول په سر کې دی.

دغه راز پاکستان،بنګله دېش، جنوبي افریقا او هندوستان هم خپلې لومړنۍ لوبو ګټلو سره جدول کې دوه دوه پواینټونه لري.