د نوي ډیلي اورګاډي تمځای کې د ګڼې ګوڼې له امله لږ تر لږه ۱۸ کسان مړه شول

د ویډیو تشریح، د نوي ډیلي د اورګاډي سټیشن کې ګڼه ګوڼه د وژونکي 'ټکر' لامل شوه

د هند پلازمېنې نوي ډیلي د یوه اورګاډي تمځای کې د ګڼې ګوڼې له امله لږ تر لږه ۱۸ کسان مړه شوي او شاوخوا ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

هندي چارواکو د مړو شویو کسانو نوملړ خپور کړی، چې پکې ۱۰ ښځې او ۴ ماشومان شامل دي.

د هند ولسمشر نریندرا مودي پر خپله ایکس پاڼه د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده.

په هند کې د ګڼې ګوڼې له امله د خلکو د مړینې او ټپي کېدو پېښې، په ځانګړې توګه د مذهبي مراسمو او عامه ځایونو پر مهال، نوې خبره نه ده.

هندي چارواکو ویلي، له دې تمځایه د دوو اورګاډو د تګ ځنډ او د درېیم اورګاډي د انتظار له امله، د سټېشن پر پلیټفارمونو بې‌سارې ګڼه ګوڼه رامنځته شوې وه.

د تېرې میلادي میاشتې پای کې هم شاوخوا ۳۰ کسانو د همدې مذهبي مراسمو پر مهال هغه وخت د ګڼې ګوڼې له امله ژوند له لاسه ورکړ، چې زیارت کوونکي د اوتارپردیش په یوه سیندغاړه ورټول شوي وو.

نوی ډیلی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، دا کسان د هندو مذهب د کوم مېلا (یا خُم مېله) په نوم د مذهبي مراسمو له ګډون وروسته خپلو سیمو ته ستنېدل.

د راپورونو له مخې، د شنبې پر شپه زرګونه کسان د هغو اورګاډو د سورلۍ لپاره راټول شوي وو، چې تګ یې ځنډېدلی و او په دې توګه د نوي ډیلي د اورګاډي تمځای کې ګڼه ګوڼه رامنځته شوې وه.

دا کسان د هندو مذهب د کوم مېلا (یا خُم مېله) په نوم د مذهبي مراسمو له ګډون وروسته خپلو سیمو ته ستنېدل.

کوم مېله د هند له مقدس‌ترینو مذهبي مراسمو شمېرل کېږي، چې نژدې یوه میاشت وړاندې پیل شوي. دا شپږ اونیز جشن د نړۍ تر ټولو لوی بشري راټولېدنه بلل کېږي.

دغه مراسم هر ۱۲ کاله وروسته د هندوانو د درېیو مقدسو سیندونو د یوځای کېدو په ځای کې ترسره کېږي او شپږ اونۍ دوام کوي، چې د فبرورۍ میاشتې په وروستۍ اونۍ کې به پای ته ورسېږي.

د کوم مېله (خُم مېله) د جشن ریښه یوې اسطوري کیسې ته ورګرځي، چې د خدایانو او شیطانانو ترمنځ د هغه "خُم" یا کوزې پر سر جګړه روایتوي، چې د اقیانوس د ګډولو پر مهال له ګبینو (شاتو) ډکه شوې وه.

که څه هم د کوم مېلې جشن په ټولو څلورو ښارونو کې لمانځل کېږي، خو تر ټولو ستر مراسم، چې د ګډونوالو ریکارډونه ماتوي، تل په پرایاګراج کې ترسره کېږي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، که څه هم د کوم مېلې جشن په ټولو څلورو ښارونو کې لمانځل کېږي، خو تر ټولو ستر مراسم، چې د ګډونوالو ریکارډونه ماتوي، تل په پرایاګراج کې ترسره کېږي.

اومیش ګیري، چې مېرمن یې شیلام ډي وي د ګڼې ګوڼې له امله مړه شوې، وویل کله یې چې غوښتل د پریاګراج ایکسپریس اورګاډي ته وخېژي، نو ګڼه ګوڼه "له کنټروله وتلې" وه.

دهرمندرا سینګ، چې هم پرېاګراج ته سفر کاوه، د هند PTI خبري اژانس ته وویل: "د دې سټېشن په تاریخ کې مې هېڅکله دومره ډېر خلک نه دي لیدلي."

هغه زیاته کړه: "زما په مخ کې شپږ یا اوه ښځې په تذکرو کې یووړل شوې."

د رېل پټلۍ د پولیسو مرستیال کمېشنر، KPS مالهوټرا، وویل، چارواکي دا څېړي چې د ګڼې ګوڼې لامل څه و.

د مخالف ګوند مشرانو حکومت ملامت کړی او دا یې د مدیریت ناکامي بللې.

د هند د پارلمان د مخالفې ډلې مشر راهول ګاندي په ایکس کې لیکلي: "د دې لوی شمېر زیارت کوونکو د سفر په پام کې نیولو سره، باید د سټېشن ترتیبات ښه شوي وای."