ولې متحده عربي امارات په یمن کې خپل پوځي حضور پای ته رسوي؟

مکلا د یمن هغه بندر دی، چې د سعودي په مشرتابه پوځي اتحاد پرې برید کړی.
د عکس تشریح، مکلا د یمن هغه بندر دی، چې د سعودي په مشرتابه پوځي اتحاد پرې برید کړی.

متحده عربي اماراتو اعلان کړی چې خپل پاتې ځواکونه به له یمنه وباسي. دا پرېکړه وروسته له هغې کېږي چې سعودي عربستان له اماراتو غوښتي وو خپل ځواکونه دې د ۲۴ ساعتونو په موده کې له یمن وباسي.

د اماراتو دا پرېکړه څو ساعته وروسته له هغې اعلان شوه چې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف د یمن په سوېل کې پر مکلا بندر برید وکړ.

سعودي چارواکي ادعا کوي، چې بمباري یې د وسلو او پوځي وسایطو پر هغه بار کړې، چې د یمن په سوېل کې د بېلتونپالو وسله والو لپاره لېږدول کېده.

د یادونې ده، چې متحده عرب امارات د یمن په کورنۍ جګړه کې د سوېلي ټرانزېشنل کونسل (اېس ټي سي) ملاتړ کوي او دغې ډلې په دې وروستیو کې په ځینو سیمو کې پرمختګ کړی دی. بل لور سعودي عرب له اېس ټي اېس ډلې سره مخالفت کوي او د یمن حکومت ملاتړ کوي.

د سعودي ولیعهد غبرګون

د اماراتو تر اعلان وروسته، د سعودي عربستان د وزیرانو شورا، چې مشري یې پاچا سلمان بن عبدالعزیز کوله، په یمن کې د "بې‌دلیله" ترینګلتیا پر ډېرېدا خواشیني ښودلې او ویې ویل چې دا وضعیت "له هغو ټولو ژمنو سره سمون نه لري چې هېواد یې له خپل ورور هېواد متحده عربي اماراتو ترلاسه کړې وې".

شورا همدارنګه د سعودي عربستان هغه هیله ډاګیزه کړه چې امارات به د یمن غوښتنې ته ځواب ووایي او خپل ځواکونه به د ۲۴ ساعتونو په موده کې له یمنه وباسي او هم به د جنوبي انتقالي شورا او د یمن دننه د هر بل لوري لپاره هر ډول پوځي او مالي ملاتړ ودروي.

د یمن د اطلاعاتو سلاکار وزیر احمد المسیبلي ویلي، د هېواد د سوېل اوسېدونکي له هغه څه ځورېږي چې ده په زور او تاوتریخوالي د واک ټینګول بللي دي او جنوبي انتقالي شورا یې تورنه کړې چې له یوه سیاسي جوړښته پر ملېشه‌يي تشکیلاتو بدله شوې، چې وژنې او لوټمارۍ کوي.

المسیبلي د بي‌بي‌سي د "د منځني ختیځ ورځپاڼې" (يوميات الشرق الأوسط) پوډکاسټ ته په خبرو کې وویل چې دی خپله د سوېل اوسېدونکی دی او له هغې کورنۍ سره تړاو لري چې پخوا یې په سیمه کې واک درلود. هغه ټینګار وکړ چې نیوکه یې د جنوبي انتقالي شورا پر سیاسي هویت نه ده، بلکې پر هغو جبري پوځي کړنو ده چې د ده په وینا، د زور له لارې د نفوذ د ټینګولو لپاره کارول کېږي.

هغه زیاته کړه چې دا کړنې د حضرموت، شبوه، المهرة او سقطرى په څېر نورو ولایتونو ته د واک د غځولو هڅه هم کوي او ویې ویل هر هغه ځواک چې د ولسي ملاتړ دعوه لري، باید د ټولپوښتنې او دموکراتیکو لارو چارو ته مخه کړي، نه دا چې د وسلو په زور موجود حالت وتپي.

یمن

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، "جنوبي انتقالي شورا د سعودي عربستان هغه غوښتنه رد کړه چې خپلې ځواکونه له هغو سیمو وباسي چې تر خپل کنټرول لاندې یې دي او ویې ویل چې دوی به د هېواد ختیځ کې د حضرموت او المهرة ولايتونو د امنیت تامین ته دوام ورکړي.

المسیبلي وویل: "د یمن د خلکو وژل او د هغوی د زامنو وینې تویول نور بس دي" او یادونه یې وکړه چې دا دریځ پخوا د حوثي ډلې پر وړاندې کارېده او نن د جنوبي انتقالي شورا پر وړاندې ویل کېږي.

هغه دا هم وویل چې جنوبي انتقالي شورا، د ده په وینا، اوس د سوېل د ثبات پر وړاندې یو خنډ ګرځېدلې، پر تاوتریخوالي او وژنو تورنه ده او ادعا یې وکړه چې دا هر څه د متحده عربي اماراتو په ملاتړ کېږي.

له دې مخکې د سعودي عرب دولتي خبري اژانس په رپوټ کې ادعا شوې وه، چې د سعودي په مشرتابه پوځي اتحاد په یمن کې (محدودو) هوايي بریدونو کې هغه وسلې او زغروال ګاډي په نښه کړي، چې له متحده عرب اماراتو یمن ته راوړل شوي وو او په موکلا بندر کې له بېړۍ کوزېدل.

د سعودي دولتي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، د یمن پر بندر د سعودي په مشرتابه پوځي برید په ترڅ کې د سر هېڅ زیان نه دی اوښتی.

د متحده عربي اماراتو بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې غبرګون نه دی څرګند کړی.

د روانې میاشتې په لومړیو کې د یمن په سوېلي سیمو کې د بېلتونپالو بریدونو له کبله د متحده عرب امارات پلوۍ (اېس ټي سي) ځواکونه د یمن حکومت له ځواکونو سره مخامخ شول، چې سعودي عرب یې ملاتړ کوي.

په دې تصویر کې هغه پوځي ګاډي تر سترګو کېږي، چې د ادعا له مخې د سعودي عرب په هوايي برید کې ویجاړ شوي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

اېس ټي اېس وسله وال په لومړیو کې په یمن کې د هغې ټلوالې برخه وو، چې سعودي ملاتړ ورسره دی، خو وروسته دې ډلې د هېواد په سوېلي سیمو کې د خپلواکي ترلاسه کولو پرېکړه وکړه.

په یمن کې د سعودي عرب په مشرۍ اتحاد کې د سعودي عرب او متحده عربي اماراتو دریځ یو ډول و، خو اوس دواړه خواوې بېل دریځونه لري او دواړوه هېوادونو د بېلابېلو ډلو ملاتړ کوي.

د یادونې ده، چې اېس ټي اېس د یمن ډېره برخه کنټرولوي، چې له ستراتیژیک پلوه مهم حضرموت ولایت هم پکې شامل دی. حضرموت نه یوازې له سعودي عرب سره پوله لري، بلکې کلتوري او تاریخي اړیکې هم ورسره لري.

حوثیان بیا د دې هېواد شمال کنټرولوي، په دې کې پلازمېنه صنعاء ښار هم شامل دی، چې دوی په ۲۰۱۴ کال کې د سعودي ملاتړ لرونکی حکومت له هغه ځایه وشاړه او د شمال ډېره برخه یې ونیوله.