په ترکیه کې څه روان دي، ایا داعش ورته په یو ګواښ بدل شوی؟

A police officer holds the shoulder of a person who has their hands tied behind their back and wearing a black hood

د عکس سرچینه، X/Ali Yerlikaya

د عکس تشریح، د ترکیې د کورنیو چارو وزیر لخوا په ټولنیزو رسنیو کې شریکه شوې ویډیو کې داسې ښکاري چې څو کسان نیول شوي دي
    • Author, صوفیا فریرا سانتوس

په ترکیه کې د ملي پولیسو په عملیاتو کې له ۳۵۰ ډېر 'د اسلامي‌ دولت یا داعش' نومې ډلې غړي نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزیر علي یرلکایا وویل، په همغږو عملیاتو کې د سې‌شنبې په سهار په ۲۱ ولایتونو کې ۳۵۷ مشکوک کسان ونیول شول.

دا پېښه یوازې یوه ورځ وروسته له هغه راځي چې په شمال لوېدیځ ښار یالووا کې د اته ساعته کلابندۍ پر مهال درې پولیس او شپږ مشکوک وسله‌وال ووژل شول. همدارنګه، نور اته پولیس او د امنیتي ځواک یو غړی ټپيان شول.

څه کمه یوه اوونۍ وړاندې، چارواکو ۱۱۵ نور مشکوک کسان ونیول چې څارنوالانو ویلي وو د کرېسمس او نوي کال پر مهال یې د نامسلمانانو پر وړاندې بریدونه پلان کړي وو.

یېرلیکایا پر اېکس وویل، د سې‌شنبې د ورځې عملیات د انقرې، استانبول او یالووا په ګډون په ټول هېواد کې ترسره شول.

هغه زیاته کړه: ''لکه څنګه چې موږ هېڅکله هغو کسانو ته موکې نه ده ورکړې چې غواړي دا هېواد د ترهګرۍ له لارې په ګونډو کړي، په راتلونکي کې به هم هېڅ فرصت ورنه کړو''.

کورنیو چارو وزیر یوه ویډیو هم خپره کړه چې په کې ښکاري، لسګونه د ضد ترهګرۍ ځواک غړي په عملیاتو کې برخه اخلي او څو کسان نیسي.

په استانبول او دوه نورو ولایتونو کې پر ځینو ځایونو چاپې اچول شوې چې د څارنوالۍ د دفتر له مخې پکې ۱۱۰ کسان ونیول شول.

په دې عملیاتو کې پولیسو اسناد او ډیجیټلي مواد تر لاسه کړل، او د ځایي رسنیو انځورونو کې هم د چړو او مرمیو په ګډون څو وسلې ښکاري.

د استانبول د لویې څارنوالۍ د دفتر په بیان کې ویل شوي چې استخبارات وړاندیز کړی و مشکوک ښايي د نوي کال په ورځ برید وکړي.

Turkish special forces team leaves the site of an operation on a house believed to contain suspected Islamic State militants in Yalova province, December 29, 2025.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د سیمه‌ییزو رسنیو په وینا، په یالووا کې د یوه کور کلابندۍ شاوخوا اته ساعته دوام وکړ.

همدارنګه په بیان کې یادونه شوې چې د نیول شویو کسانو له ډلې ۴۱ تنه د دوشنبې په ورځ د یالووا له نښتې سره احتمالي تړاو درلود.

کورنیو چارو وزیر یرلکایا وویل په یالووا کې نور ۱۶ کسان د ټولنیزو رسنیو د ''پاروونکو تبصرو'' له امله ونیول شول.

ولسمشر رجب طیب اردوغان له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او ویې ویل چې ترکیه به له هغو ''وینې تږو مجرمانو'' سره مبارزه جاري وساتي چې د هېواد د سولې او د دولت د امنیت لپاره ګواښ پېښوي.

د داعش بیرغ

د عکس سرچینه، Getty Images

په دې میاشت کې مخکې هم ترکي چارواکو پراخ عملیات وکړل او ۱۱۵ کسان یې ونیول.

چارواکو وویل د ''اسلامي‌دولت'' ملاتړي په ترکیه کې د بریدونو پلانولو کې فعال وو، په ځانګړي توګه د کرېسمس او نوي کال پر مهال د نا مسلمانانو پر وړاندې.

د ترکیې امنیتي ځواکونه په منظم ډول هغه کسان په نښه کوي چې له "اسلامي‌دولت" سره احتمالي اړیکې لري.

دغه هېواد له سوریې سره ۹۰۰ کیلومتره (۵۶۰ میله) پوله لري، چې "اسلامي‌دولت" یې په ځینو برخو کې لا هم فعالیت کوي.

د سوریې ولسمشر احمد الشرع، چې له ترکیې سره نژدې اړیکې لري، ژمنه کړې چې د "اسلامي‌ دولت" نومې ډلې د پاتې غړو له منځه وړلو کې به له امریکا او اروپا سره همکاري وکړي.

امریکا د جمعې په ورځ د سوریې په لر و بر کې د "اسلامي‌ دولت" د ځای ځایګیو پر وړاندې د هوايي بریدونو لړۍ پیل کړه، چې د دې اقدام لامل د درېیو امریکایانو وژل کېدل وو.

د روانې میاشتې په پیل کې د "اسلامي‌دولت" وسله‌والو په یوه کمین کې دوه امریکایي سرتېري او یو ملکی ژباړن وژل شوي وو.

ترکيې ډيورنډ کرښې ته څېرمه د "داعش لوړپوړی غړی نیولی"

داعش غړی

د عکس سرچینه، ANADOLU AJANSI

د ترکیې دولتي رسنیو څو ورځې مخکې راپور ورکړی و چې د دغه هېواد استخباراتي ادارې (MIT) یو ترکي وګړی چې د اسلامي دولت نومې ډلې داعش پورې یې تړاو درلود ډېورنډ کرښې ته څېرمه د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمه کې د ځانګړو عملياتو پر مهال نیولی دی.

د ترکیې دولتي خبري اژانس اناتولي د امنیتي سرچینو له خولې ویلي چې نیول شوی کس "مهمت ګورن" يا محمد ګورن نومېږي او ادعا یې کړې چې د داعش د خراسان څانګې غړی دی.

د سرچینو په وینا، ګورن "په افغانستان، پاکستان، ترکیه او ځینو اروپایي هېوادونو کې د ملکي وګړو په وړاندې د ځانمرګو بریدونو د تنظیمولو مسؤل و."

د راپور له مخې، د ترکیې د استخباراتو ادارې معلومات ترلاسه کړي چې ګورن له ترکیې د افغانستان او پاکستان سرحدي سیمو ته سفر کړی، د داعش په کمپونو کې یې کار کاوه او په تدریجي ډول په دې ډله کې د مشرتابه مقام ته رسېدلی و.

اناتولي دا هم ويلي چې نوموړی په پاکستان کې د داعش پر وړاندې له څو هوایی بریدونو ژوندی وتلی دی.

داعش خراسان په وروستیو کلونو کې په افغانستان، پاکستان او له دې ورهاخوا د ځینو وژونکو بریدونو مسؤلیت په غاړه اخیستی چې تر ډېره ملکي وګړو ته په کې زیان رسېدلی دی.