ډیورنډ کرښې ته څېرمه د داعش د یوه غړي نیول کېدو ته د طالبانو د حکومت غبرګون

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ډیورنډ کرښې ته څېرمه د داعش د یوه غړي د نیول کېدو په غبرګون کې وایي، دا نیونه د دوی هغه ادعا ثابتوي چې اسلامي دولت ډله په "پاکستان کې" مرکزونه لري.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي، چې داعش د ډیورنډ کرښې هغه غاړه کې ځالې لري او په خبره یې دوی په دې تړاو یو لړ راپورونه هم خپاره کړي دي.
د پاکستان حکومت تر دې دمه د ښاغلي مجاهد دغې ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی خو په تېر کې یې په ځلونو ورته تورونه د طالبانو پر حکومت هم لګولي وو او ادعا یې کړې وه چې داعش ډله په "افغانستان کې" مرکزونه لري.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي چې په پاکستان کې له داعش ډلې ملاتړ کېږي.
ښاغلی مجاهد تور پورې کوي چې پر افغانستان د دوی له بیا واکمنیدو وروسته ځینې ترهګریزې پېښې چې شوې د نوموړي د ادعا له مخې پلان او مدیریت یې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې شوی و.
د ښاغلي مجاهد په خبره" د داعش ټولې ځالې باید ړنګې شي. هغوی چې له دې پدیدې نه د خپلو موخو لپاره استفاده کول غواړي، په خپل موقف باید له سره غور وکړي او داسې اقدام ترسره کړي چې هغه د سیمې ثبات او امنیت باندې تاثیر وکړي."
ترکيې ډيورنډ کرښې ته څېرمه د "داعش لوړپوړی غړی نیولی"

د عکس سرچینه، ANADOLU AJANSI
د ترکیې دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد استخباراتي ادارې (MIT) یو ترکي وګړی چې د اسلامي دولت نومې ډلې داعش پورې یې تړاو درلود ډېورنډ کرښې ته څېرمه د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمه کې د ځانګړو عملياتو پر مهال نیولی دی.
د ترکیې دولتي خبري اژانس اناتولي د امنیتي سرچینو له خولې ویلي چې نیول شوی کس "مهمت ګورن" يا محمد ګورن نومېږي او ادعا یې کړې چې د داعش د خراسان څانګې غړی دی.
د سرچینو په وینا، ګورن "په افغانستان، پاکستان، ترکیه او ځینو اروپایي هېوادونو کې د ملکي وګړو په وړاندې د ځانمرګو بریدونو د تنظیمولو مسؤل و."
د راپور له مخې، د ترکیې د استخباراتو ادارې معلومات ترلاسه کړي چې ګورن له ترکیې د افغانستان او پاکستان سرحدي سیمو ته سفر کړی، د داعش په کمپونو کې یې کار کاوه او په تدریجي ډول په دې ډله کې د مشرتابه مقام ته رسېدلی و.
اناتولي دا هم ويلي چې نوموړی په پاکستان کې د داعش پر وړاندې له څو هوایی بریدونو ژوندی وتلی دی.
داعش خراسان په وروستیو کلونو کې په افغانستان، پاکستان او له دې ورهاخوا د ځینو وژونکو بریدونو مسؤلیت په غاړه اخیستی چې تر ډېره ملکي وګړو ته په کې زیان رسېدلی دی.
د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې، له دې ډلې سره تړلو وسله والو په مسکو کې د کنسرټ پر یوه تالار برید وکړ، چې له ۱۴۰ ډېر کسان یې ووژل. دې ډلې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسېدو راهیسې په افغانستان او پاکستان کې هم یو لړ وژونکي بریدونه ترسره کړي دي.
په همدې مهال، د پاکستان د استخباراتو یوه لوړ پوړي چارواکي د تېرې جمعې په ورځ وویل چې د داعش د یوې څانګې د مطبوعاتو مسوول او ویاند سلطان عزیز عزام یې نیولی دی.
د پاکستاني استخباراتو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط اېاېفپي ته ویلي وو، "هغه [عزا] یوازې ویاند نه و، بلکې په سیمه کې ددغې ډلې یو جګپوړی مشر هم و."
په وروستیو کلونو کې، ترکیې د داعش شبکو پر وړاندې خپل استخباراتي او د ترهګرۍ ضد عملیات ګړندي کړي دي، په ځانګړي توګه هغه چې د دې ډلې د خراسان څانګې سره تړاو لري.
د اناتولي په وینا، د استخباراتو له څارنې وروسته، د ترکیې استخباراتي ادارې د افغانستان او پاکستان سرحدي سيمه کې د مهمت ګورن پټنځای معلوم کړ او له نيولو وروسته یې ترکیې ته ولېږداوه.
د راپور له مخې، ګورن د "اوزګور الټون" چې د "ابو یاسر الترک" په مستعار نامه يادېږي هم همکاري لرله. الټون وړاندې له ترکيې دغې سيمې ته د وسله والو کسانو د لېږدولو په تور نيول شوی و.
د پاکستان حکومت د ترکیې د استخباراتي ادارې د عملیاتو په اړه لا تراوسه څه نه دي ويلي او په عملیاتو کې یې د رول په اړه هم معلومات نه دي په ډاګه کړي.











