نړۍ کې د اعدامونو شمېر تېرو لسو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی

- Author, سواميناتن ناتراجان
د بښنې نړیوال سازمان وايي، په ۲۰۲۴ کال ټوله نړۍ کې د اعدام شویو کسانو شمېر په چټکۍ سره زیات شوی دی.
د اعدامونو د حکمونو او مرګ سزاګانو په تړاو د دغې نادولتي موسسې په وروستي رپوټ کې راغلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې ۱۵۱۸ کسان اعدام شوي دي. دا د ۲۰۲۳ کال پرتله اعدامونو کې ۳۲ سنله ډېروالی ښيي. دا په داسې حال کې ده چې د مرګ سزا د پلي کوونکو هېوادونو شمېر یو څه کم شوی دی.
د بښنې نړیوال سازمان شمېرې ښیې، تېر کال د ثبت شویو اعدامونو شمېر له ۲۰۱۵ کال راهیسې تر ټولو لوړ و، په داسې حال کې چې د تطبیقوونکو هېوادونو شمېر یې بیا له ۱۶ څخه ۱۵ ته راټیټ شوی دی.
اټکل کېږي چې چین په نړۍ کې هر کال تر ټولو ډېر کسان اعداموي، خو په دغه هېواد کې د اعدام سزا د ثبتولو کره شمېر نه شته.
د بښنې نړیوال سازمان وايي، لامل دا دی چې چین د اعدامونو په تړاو رسمي مالومات نه خپروي او دا شمېرې یو دولتي راز ګڼي.
ویتنام او شمالي کوریا دوه نور هېوادونه دي چې فکر کېږي، د اعدام سزا په پراخه توګه پلې کوي، خو د اعدامونو شمېر نه څرګندوي.
ښکاره اعدامونه
ایران د مالومو یا ښکاره اعدامونو له اړخه په نړۍ کې مخکښ دی.
د بښنې نړیوال سازمان سرمنشي اګنیس کالامارد وايي، "ایران، عراق او سعودي عربستان تېر کال له ۹۱ سلنې څخه د ډېرو ښکاره اعدامونو په ترسره کولو سره د اعدامونو د ډېروالي مسؤل وو، چې له بشري حقونو یې سرغړونه کړې او د نشهيي توکو او ترهګرۍ په تورونو یې په بې رحمۍ کسان اعدام کړي دي."
رپوټ موندلی چې په ۲۰۲۴ کال کې د ایران لخوا لږترلږه ۹۷۲ تنه چې ۳۰ پکې ښځې وې، اعدام شوي دي. په ۲۰۲۳ کال کې دا شمېر ۸۵۳ تنه وو.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایران د بشري حقونو فعالان، دا ډېروالی له داخلي سیاسي ګډوډیو سره هم تړلی بولي.
په ایران کې د ابو الرحمن برومند بشري حقونو مرکز اجرائیوي مشره، رویا برومند وايي، "موږ تر سترو لاریونونو وروسته او د ناڅرګندتیا په وختونو کې د اعدامونو شمېر د ډېروالي شاهدان یوو."
اغلې برومند زیاتوي، په ۲۰۲۲ کال کې ۱۲ ښځې او په ۲۰۲۳ کال کې ۲۵ ښځې اعدام شوې دي، چې ځینې یې د نشهيي توکو اړوند جرمونو په تړاو محکومې شوې وې. نوموړې زیاتوي چې پر رژیم نیوکه کوونکي هم په نښه کېږي.
اغلې برومند بيبيسي ته وویل، "ګڼ شمېر ښځینه فعالانې په مرګ محکومې شوې دي او دا د ایراني ښځو لپاره یو اغېزمن خبر داری دی چې د قوانینو او تبعیضي کړنو مخالفت کوي."
د ایران سیمهییزو ګاونډیو سعودي عربستان د ۳۴۵ او عراق د ۶۳ کسانو په اعدامولو سره یو په بل پسې ځایونه نیولي دي.
د بښنې نړیواله اداره وايي، ایران او سومالیا دواړو څلور - څلور تر ۱۸ کلونو کم عمره کسان هم اعدام کړي دي.
د بښنې نړیوال سازمان په وینا، ایران او افغانستان یوازني دوه هېوادونه وو، چې په ۲۰۲۴ کال کې یې په عامه ځایونو کې اعدامونه ترسره کړل.
'زرګونه اعدامونه'
د بښنې نړیوال سازمان شمېرې یو پام وړ خبرداری لري.
د دغه سازمان د اعدام سزا کارپوهې، چیارا سانجیورجیو بي بي سي ته وویل، "زموږ د ۲۰۲۴ کال په نړیوالو شمېرو کې هغه زرګونه اعدامونه او د مرګ سزاګانې شاملې نه وې، چې زموږ په باور په چین کې دوام لري. "د مرګ د سزا شمېرې د دولتي راز په توګه ګڼل کېږي، خو هغه معلومات چې موږ توانېدلي یوو راټول یې کړو، یو وېرونکی انځور وړاندې کوي."
د بښنې نړیوال سازمان په دې باور دی چې چین د فساد او د مخدره توکو قاچاق لپاره د مرګ سزا په تړاو د ملګرو ملتونو له پرېکړه لیک سرغړونه کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
سنجیورجیو وايي، "موږ دا هم ولیدل چې چارواکي د دولتي واک کنټرول د یوې وسیلې په توګه، اعدامونه تر سره کوي، چې خلکو ته دا پیغام ورسوي، چې جرم او مخالفت نه زغمل کېږي."
چین د اعدام سزا کارولو اوږده مخینه لري. دغه هېواد په ۱۹۸۳ کال کې د جنایتکاره ډلو په نښه کولو لپاره د "سخت برید" تګلاره پلې کړه. د رسنیو ځینې رپوټونه ښیي، چې یو شمېر اعدامونو له غیر وژونکو جرمونو لکه د غواګانو یا موټرو له غلا سره تړاو دلود.
د مخدره توکو قاچاق وړونکي په ځانګړي ډول په نښه شوي وو. د بښنې نړیوال سازمان په ۱۹۹۶ کال کې رپوټ ورکړ چې "د جون په ۲۶مه د نشهيي توکو پر ضد نړیوالې ورځې سره هممهاله په څو ښارونو کې پر یوه ورځ له ۲۳۰ ډېر کسان اعدام شول."











