امریکا له ګوانتنامو زندانه ۱۱ زندانیان عمان ته ولېږل

د عکس سرچینه، Reuters
امریکا په ګوانتنامو کې ۱۱ یمني زندانیان له خوشې کولو وروسته عمان ته لېږلي. دې زندانیانو چې له دوو لسیزو ډېره موده یې دغه زندان کې تېره کړي یو یې هم په رسمي توګه په جرم نه دي تورن شوی.
له زندانه د دغو یمني وګړو د ازادولو پرېکړه د امریکا د ملي امنیت فدرالي کمېټو له لوري تائید شوې او هغسې چې نیویارک ټایمز ورځپاڼه کاږي د دوی د لېږد پر مسئله له دریو کلونو ډېره موده خبرې روانې وې.
دغه کسان د تېرې دوشنبې پر ورځ ولېږل شول. له دې سره په ګوانتنامو زندان کې ۱۵ زندانیان پاتې دي چې د دغه زندان په تاریخ کې هلته د بندي کسانو تر ټولو ټیټه شمېره بلل کېږي او د امریکا دفاع وزارت ویلي له دغه شمېرې درې نور کسان هم د لېږد لپاره پر شرایطو برابر دي.
کال وړاندې د دوی د لېږد خبره په کانګرس کې له مخالفت سره مخ شوه. د امریکا دولت دې چمتو نه و چې روښانه کړي، عمان حکومت د دغو کسانو د ورسپارلو بدل کې څه غوښتي او دا چې له عمان حکومته څه ډول ضمانتونه اخیستل شوي دي.
دا د ولسمشر جو بایډن په واکمنۍ کې یوه بهرني هېواد ته د زندانیانو کمساری لېږد بلل کېږي. په دغو ۱۱ کسانو کې یو هم معاذ احمد العلوي دی چې په زندان کې د وړو کښتیو د بڼو او راشپېلونو پر جوړولو مشهور شوی و.
یو بل یې علي حاج شرقاوي دی چې پرلپسې یې د ګوانتنامو زندان کې د غږ پورته کولو هڅه کوله او د اعتراض په توګه یې د نه خوړلو اعتصاب کړی و.
دغه زندان ۲۲ کاله وړاندې د ۲۰۰۲ کال د جنورۍ پر ۱۱مه د ولسمشر بوش د واکمنۍ پر مهال د امریکا د سمندري ځواکونو له لوري په ټینګو امنیتي تدبیرونو کې له ترهګرۍ سره په تړاو نیول شویو کسانو لپاره د کیوبا په سوېل ختیځ ګوانتنامو ټاپو کې پرانیستل شو.

د عکس سرچینه، Getty Images
په لومړي سر کې هلته ۸۰۰ زندانیان ساتل کېدل. پر دغه زندان نیوکه دا وه چې د رسمي تورونو او جرمونو له معلومولو پرته په کې نیول شوي کسان ساتل کېږي.
ولسمشر بارک اوباما واک ته له رسېدو سره ژمنه کړې وه چې د ګوانتنامو زندان به تړي ځکه چې دغه زندان د قانون د حاکمیت ملاتړ له پلوه نړۍ کې د امریکا ټولیز انځور ته زیان رسوي.
اوباما په ۲۰۱۷ کې واک پرېښود، خو ګوانتنامو زندان په بشپړ ډول تړلو کې د کانګرس له مخالفت سره مخ شو. ولسمشر اوباما له ګوانتنامو زندانه له سلو د ډېرو کسانو نورو هېوادونو ته د لېږد امر وکړ.
هغه په وار وار د دغه زندان د تړل کېدو یو دلیل دا هم په یادوه چې ګواکې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د امریکا پلوال ملګري کمزوري کوي او د جهادي فکر کسانو ته پلمه په لاس ورکوي.
خو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د زندان د تړلو هڅې ودرولې او ویل یې د زندانیانو خوشې کول او د دا ډول جوړښتونو تړل به د ترهګرۍ پر وړاندې د امریکا په مشرۍ روانې هڅې ټکنۍ کړي.
کله چې په ۲۰۲۱ کال کې ولسمشر جوبایډن واک ته ورسېده، هڅه یې دا وه چې له ګوانتنامو ځیني زندانیان نورو هېوادونو ته ولېږدوي او دې سره به د زندان تړلو ته لار جوړه شي خو داسې برېښي چې د خپل واک پاتې خورا لږه موده کې به ورته د ګوانتنامو زندان تړل اسانه نه وي.











