د میاشتني عادت د وینې معاینه د رحم د سرطان د معاینې لپاره بې‌ تکلیفه بدیل کېدلی شي

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

څیړونکي وايي، د رحم د سرطان د نښو معلومولو لپاره د میاشتني عادت (حیض) د وینې معاینه کول د ناروغۍ د موندلو په برخه کې یوه دقیقه او اسانه لاره کېدی شي.

د بریتانیا د عامې روغتیا ادارې اوسنۍ معاینه داسې ده چې نرس یا ډاکټر د ښځې له رحم د حجرو نمونه اخلي خو شاوخوا درېمه برخه ښځې په دې معاینه کې ګډون نه کوي.

خو دا نوې ازموینه په کور کې ترسره کیدی شي، د معیاري حفظ الصحې پېډ (کوتېکس) کې راټوله شوې وینه د معاینې لپاره کارېږي.

د رحم سرطان خیریه موسسه وايي، د ناروغۍ د ازموینې نوې او اسانه لارې موندل هیله‌بخښونکي دي او د معاینې لاسرسی ښه کولی شي، خو لا هم دغه څیړنه په لومړنیو پړاوونو کې ده.

د بریتانیا د عامې روغتیا اداره دا مهال د دغه هېواد په ځینو سیمو کې هغو ښځو ته د کور لپاره د ازموینې کېټونه یا روغتیایي بستې لېږي چې څو ځله د رحم د معاینې لپاره وربلل شوې خو دوی روغتیايي مرکزونو ته نه‌ دي تللي.

په دې کېټونو کې ځانګړي توکي وي چې په مرسته یې مېرمنې په کور کې د رحم نه مواد د معاینې لپاره اخیستی شي. دا کېټونه به د روان کال په اوږدو کې په پراخه کچه نورو سیمو ته هم ولېږل شي.

CERVICAL TEST

د عکس سرچینه، Getty Images

په بریتانیا کې د ۲۵ او ۶۴ کلونو ترمنځ ټولو ښځو او همدارنګه هر هغه کس ته چې رحم لري، هر پنځه کاله وروسته د رحم د معاینې بلنه ورکول کېږي.

دا معاینه د ایچ پي وي (HPV) ویروس هغه خطرناک ډولونه معلوموي چې د "سرطان" سبب کېدی شي.

خو څیړنې ښيي چې شاوخوا پنځه میلیونه ښځې له دې معاینې سره روږدې نه‌ دي او د ګډون نه کولو بېلابېل دلایل شته، لکه ویره، درد، یا ځان راحته نه احساسول

د ډې ایفي اپېل (The Eve Appeal) خیریه بنسټ غړې وايي:

"د رحم د معاینې پروسه د ځینو ښځو لپاره د بېلابېلو لاملونو له کبله سخته او ناارامه‌کوونکې وي؛ لکه که مخکې یې بده تجربه لرلې وي، که د حیض دورې وروستی پړاو ته رسېدلې وي، که بدني یا ذهني معلولیت ولري، که کلتوري ستونزې موجودې وي، یا که د جنسي زورونې قرباني پاتې شوې وي.

روغتیايي چارواکي وایي، ځوانې ښځې، معلول کسان او هغه خلک چې د لږکیو له قومونو یا د LGBT+ له ټولنو سره تړاو لري، ډېر وخت د رحم د معاینې ټاکل شويو وختونو کې روغتیايي مرکزونو ته نه ځي.

ډاکترانو دا هم ویلي دي چې د رحم د معاینې د لا ارام او اسانولو لپاره یې یو لړ مشورې وړاندې کړې دي.

هڅوونکې پایلې

pads

د عکس سرچینه، Getty Images

چینايي څېړونکي چې دا نوې څېړنه یې په The BMJ مجله کې خپره کړې، وایي، د حیض د وینې له لارې معاینه کول د رحم د خولې د معاینې لپاره یوه اسانه او لږ تکلیف لرونکې لاره ده او کېدای شي د اوسنیو معایناتو د ډول یو ښه بدیل شي.

په دې څېړنه کې له ۳۰۰۰ زیاتو ښځو چې عمرونه یې د ۲۰ او ۵۴ کلونو ترمنځ وو، برخه اخیستې وه.

د ښځو د حیض (پریوډ) وینه د وړو پیډونو (mini-pads) له لارې راټوله شوه او بیا له هغو نمونو سره پرتله شوه چې ډاکټرانو په خپله اخیستې وې.

ښځو ته د ازموینې پایلې د یوه ځانګړې موبایل اپلېکېشن له لارې ورسېدې.

کله چې دا نمونې لابراتوار ته ولېږل شوې، څېړونکو وموندله چې د حیض د وینې معاینه د ناروغو ښځو په پېژندلو کې نږدې هماغومره دقیقه وه لکه نورې دودیزې ازموینې او د هغو ښځو په معلومولو کې چې ناروغي نه لري، لا ښه پایله لري.

څېړونکي وایي، د HPV ویروس د معلومولو لپاره د حیض د وینې کارول اسانه دي، د ښځو شخصي حریم ته درناوی کوي او د معاینې پر مهال د هغوی ناارامي هم کمه وي.

هغه کسان چې د HPV ازموینه یې مثبت راشي، ډاکټران کولی شي چې د کلپوسکوپي لپاره یې ولېږي.

کلپوسکوپي یوه ځانګړې معاینه ده چې پکې د لوی ښودونکي الې په وسیله د رحم د خولې حجرې کتل کېږي، څو د سرطان له پیدا کېدو مخکې بدلونونه پکې معلوم شي.

خو ځینې متخصصین وایي، د حیض د وینې ازموینه لا هم د اوسنۍ رحم د معاینې بشپړ بدیل نه‌شي کېدی، ځکه دا یوازې هغه ښځې کارولی شي چې حیض لري.

ځینې نور بیا وایي، ښايي دغې څېړنې د ازموینې اغېزمنتیا یو څه زیاته ښودلې وي، ځکه په ټولو ګډونوالو ښځو کې د بایوپسي ازموینه نه ده شوې تر څو پایلې بشپړې تایید شي.

د یوکې کنسر ریسیرچ (Cancer Research UK) د روغتیايي معلوماتو برخې مشره سوفي بروکس، وایي:

"دا هیله بښوونکې خبره ده چې څېړنه د رحم د معاینې د لا اسانه لاسرسي لپاره نوې لارې لټوي."

هغې زیاته کړه، د HPV لپاره د حیض د وینې ټسټ یوه جالبه او بې‌تکلیفه لاره ده خو لا نورو څېړنو ته اړتیا ده تر څو معلومه شي چې دا به څنګه د اوسني معاینې له سیستم سره یو ځای شي.

همدارنګه د The Eve Appeal موسسې استازې اېتینا لامنیسوس وایي:

؛دا ډېره ښه ده چې د یوې داسې معاینې لپاره نوې او د خلکو لپاره د منلو وړ لارې وړاندې کېږي چې ژوند ژغورلی شي.

خلک د معاینې په اړه بېلابېلې اندېښنې او ستونزې لري، نو که بېلابېلې لارې موجودې وي، دا به له هغو کسانو سره ډېره مرسته وکړي چې معاینې ته اړتیا لري او له دې مخکې یې معاینه نه وي کړي."