بدخشان کې د طالبانو او ځايي خلکو ترمنځ نښته، ځینې کسان وژل شوي او ټپیان دي
په افغانستان کې د بدخشان والي بي بي سي ته په خاش ولسوالۍ د خلکو او د طالبانو ځانګړو ځواکونو ترمنځ د کوکنارو د کښت له منځه وړلو په اړه نښته تایید کړه.
د بدخشان والي مولوي محمد ایوب خالد بي بي سي ته وویل، د وضعیت د کنټرول او د کوکنارو د کروندو له منځه وړلو لپاره تېره ورځ او نن ځانګړي ځواکونه دې ولسوالۍ ته استول شوي دي.
د بهارک ولسوالۍ ځینې عیني شاهدانو هم بي بي سي ته تائید کړه چې نن د طالبانو ځانګړي ځواکونه له اوو رنجرو، یوه امبولانس او درې هاموې زغرهوالو ګاډو سره د بهارک له لارې خاش ولسوالۍ ته ولاړل.
ویل کېږي د خاش ولسوالۍ ټیلیفوني شبکې لا هم له لاسرسي بهر دي.
په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې معترضانو د بهارک- خاش او فیضاباد- خاش لارې د تګ-راتګ پرمخ بندې کړې وې. مخکې ویل شوي وو چې د خاش ولسوال د ولسوالۍ مرکز پرېښی دی، خو د بدخشان والي ادعا کوي چې وضعیت کنټرول کې دی او ولسوال په خپل ځای کې دی.
عیني شاهدانو د دوشنبې په ورځ بي بي سي ته وویل پېښه هغه وخت پیل شوه چې لومړی طالبانو هغه کسان چې د کوکنارو د کروندو له منځه وړلو مخالفت یې کاوه، ووهل. وروسته نور خلک هم دې اعتراض ته ورګډ شول او طالبانو پر معترضانو ډزې وکړې.
مولوي محمد ایوب خالد د دقیق شمېر له یادولو پرته ومنله چې په دې پېښه کې ځینې کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي. هغه وویل دا چې طالبان په سیمه کې د اعتراضونو د کنټرول لپاره اړین وسایل نه لري، نو د دوی له لوري په تېروتنه ډزې شوې دي.
د پېښې دوه نژدې شاهدان وايي پېښه کې د یوې ښځې په ګډون پنځه کسان وژل شوي او ګڼ شمېر ټپیان شوي دي. د بدخشان د مرکز فیضاباد یوه ډاکټر بي بي سي ته وویل پېښه کې د یوه وژل شوي جسد د دې روغتون یخچال ته لېږدول شوی دی.
بدخشان کې د طالبانو د والي په وینا، سره له دې چې د کوکنارو له منځه وړلو کمپاینونه روان دي، خو د بدخشان په ځینو سیمو کې لا هم د کوکنارو کښت په بشپړ ډول بند شوی نه دی.
خاش د بدخشان له هغو ولسوالیو ده چې هلته چرس او کوکنار کرل کېږي.
د طالبانو د څلورو کلونو واکمنۍ په جریان کې دا څووم ځل دی چې د بدخشان په خاش او ارګو ولسوالیو کې د کوکنارو د کښت له منځه وړلو کمپاینونه پر تاوتریخوالي اوښتيدي.













