ولې د پيکېکې ډله جوړه او څنګه ړنګه شوه؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, خدیجه کمِر
- دنده, خبریاله
- رپوټ له:, دیاربکر
د مۍ په ۱۲مه نېټه پېکېکې ډلې د خپل جوړښت د منحلېدو اعلان وکړ.
د دې سازمان په خبرپاڼه کې ویل شوي "اجراییوي پروسه به له دې وروسته د عبدالله اوجالان لخوا رهبري او اداره شي" او ټینګار یې کړی پيکېکې، په داسې حال کې چې خپل سازماني جوړښت منحل کړی، د وسله والې مبارزې په ګډون یې خپل ټول فعالیتونه پای ته رسولي دي.
خو د پيکېکې سازمان له جوړېدو هدف څه و او څنګه تر دې ځایه را ورسېده؟
پيکېکې چې د ترکیې، متحده ایالتونو، اروپایي ټولنې او بريتانیا لخوا د "ترهګریزې ادارې" په توګه پېژندل شوی، له کومو کومو پړاوونو تېر شوی دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د کردستان د کارګرانو ګوند (پيکېکې) د کیڼ اړخو کرد زده کوونکو د یوې ډلې لخوا چې مارکسیستي تمایلات یې لرل، جوړ شو. د ګوند لومړۍ کنګره په ۱۹۷۸ کال کې د نومبر په ۲۷مه د دیاربکر ولایت د لیجه ولسوالۍ په فیس کلي کې جوړه شوه.
کنګره کې د جمیل بیک، محمد خیري دورموش، مظلوم دوګان، دوران کلکان او علي حیدر کیتان په ګډون ۲۱ کسانو ګډون کړی و.
په کنګره کې دوو ښځو کثیرې اوجالان چې هغه مهال د عبدالله اوجالان مېرمن وه او سکینې جانسیز چې کلونه وروسته بیا په پاریس کې ووژل شوه، هم ګډون کړی و.
پيکېکې ډلې پخپله لومړۍ کنګره کې اعلان وکړ چې هدف یې د کرد سوسیالیستي دولت رامنځته کول دي او هوډ لري چې د "کرد ازادۍ ملي مبارزې" په نامه د ترکیې پر وړاندې جګړه وکړي.
پيکېکې ډله چې د عثماني امپراتورۍ او د ترکیې جمهوریت پر وړاندې د کردانو د بغاوتونو دوام ګڼل کېږي، د هېواد په ختیځ او سویل ختیځو سیمو کې یې بریدونه کړي دي.
په ۱۹۷۹ کال کې د 'ترکیې حکومت' له خوا د پيکېکې ګوند په لومړنۍ کنګره کې ګڼ شمېر ګډون کوونکي ونیول شول.
په دیاربکر زندان کې د پيکېکې له غړو سره شوې شکنجه او نورې ربړونې د دغې ادارې د راتلونکو تګلارو لپاره ډېرې مهمې وې.
مظلوم دوغان، چې د پيکېکې له بنسټګرو و، په زندان کې د دوی له ملګرو سره د کېدونکې شکنجې په اعتراض کې ځان وژنه وکړه. محمد خیري دورموش هم د نه خوړو اعتصاب له امله چې شپږو نورو کسانو سره یو ځای یې پیل کړی و، په زندان کې ومړ.
په بقاع دره کې مېشتېدنه
عبدالله اوجالان په ۱۹۷۹ کال کې سوریې ته لاړ. هلته د پيکېکې ډلې نسبتا ډېره د فعالیت ازادي لرله او له سوري کردانو سره یې مستقیمې اړیکې لرلې چې ګڼ شمېر سوري کردان د پيکېکې له لیکو سره یو ځای شول.
د ۱۹۸۰ کال د سپتمبر د ۱۲مې له کودتا وروسته، د لبنان د بقاع دره کې چې د سوریې تر ولکې لاندې وه، د پيکېکې شتون پیاوړی او د غړو شمېر یې زیات شو.
په دغه دره کې د پيکېکې وسله والو له فلسطیني چریکانو ایډیالوژیکه او پوځي روزنه ترلاسه کړه.
عبدالله اوجالان په ۱۹۸۴ کال کې اعلان وکړ چې دا اداره د "د خلکو د اوږدمهاله جګړې" پړاو ته ننوتلې او په همدغه کال کې یې د وسله والې مبارزې لپاره د 'کردستان د ازادۍ ځواکونو' ډله (ایچارکې) جوړه شوه.
پيکېکې ډلې د ۱۹۸۴ کال د اګست په ۱۵مه په ترکیه کې وسله وال بریدونه پیل کړل. دا بریدونه هممهال د حکاري او سعرد ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د ترکي ځواکونو پر پوستو وشول.
په ۱۹۸۶ کال کې، "د کردستان د ازادۍ ځواکونو" خپل ځای نوي جوړ شوي د "کردستان د خلکو د ازادۍ پوځ" ته پرېښود.
د پيکېکې ځواکونو، چې د 'ازادۍ پوځ' تر چتر لاندې یې فعالیت کاوه، تر ۱۹۹۳ پورې د ترکیې په خاوره کې خپلو وسله والو بریدونو ته دوام ورکړ.
په ۱۹۹۳ کال کې لومړی اوربند
پيکېکې د ۱۹۹۰ کال په ډېسمبر کې چې د شوروي اتحاد د ړنګېدو په حال کې و، خپله څلورمه کنګره جوړه کړه او کرار-کرار یې له مارکسیستي ایډیالوژۍ واټن ونیوه.
په ۱۹۹۳ کال کې، د ترکیې د هغه وخت ولسمشر تورګوت اوزال هم د جګړه ییز حل پر ځای د سوله ییز حل په لټه کې شو.
تر دې پرمختګونو وروسته، عبدالله اوجالان د ۱۹۹۳ کال د مارچ په ۲۰مه اوربند اعلان کړ. په داسې حال کې چې د سولې بهیر روان و، ښاغلی اوزال د ۱۹۹۳ کال د اپریل په ۱۷مه مړ شو او په دې برخه کې بیا نور پرمختګ ونه شو.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۱۹۹۳کال د مې په ۲۴مه پيکېکې ډلې د خپل تاریخ تر ټولو لوی برید کې د الازیغ – بینګول لار وتړله او ۳۳ ترکي عسکر چې پر دنده نه و، له بس څخه کښته او ووژل.
له همدې برید سره د پيکېکې او ترکیې حکومت ترمنځ پیل شوی اوربند په رسمي ډول پای ته ورسېد.
اوجالان وروسته ادعا وکړه چې له یاد بریده نه و خبر.
د هغو کلونو په ترڅ کې، په ځانګړي ډول هغو کلیو کې چې ساتونکي په کې وو، ډېر بریدونه وشول چې ګڼ ملکي خلک په کې ووژل شول.
د همدې بریدونو لړ کې د ۱۹۹۳ کال د جولای په ۵ مه د ارزروم ولایت د باش باغلار په کلي برید وشو ، چې ۳۱ کلیوال په کې ووژل شول.

د عکس سرچینه، Getty Images
د تانسو چیللر دوره
د اوزال له مړینې وروسته، سلیمان دیمیرل ولسمشر او تانسو چیللر د ترکیې لومړۍ وزیره شوه. د مېرمن چیللر د لومړۍ وزیرې په دوره کې، د سولې بهیر په بشپړ ډول ودرول شو.
په دې موده کې، د حکومت ستراتیژي د پوځي لارو چارو له لارې د پيکېکې په له منځه وړلو متمرکزه وه.
د ترکیې د پارلمان د کډوالۍ د تحقیقاتو کمېسیون د راپور له مخې، د هغو کلونو په اوږدو کې چې د "کم شدت جنګ" په نامه تګلاره پلې شوه، له ۲۵۰۰ څخه ډېر کلي او ښارګوټي تش شول.
په دې موده کې، چې د بشري حقونو پراخې سرغړونې او شکمنې وژنې ورسره ملې وې، له کلیو څخه ښارونو ته د کردانو د کډوالۍ لویه څپه پیل شوه.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ترکیې د بشري حقونو د بنسټ په وینا، ۱۹۹۰ لسیزه هغه دوره وه چې له ۶۰۰۰ څخه زیات خلک په کې ربړول شوي، په توقیف ځایونو کې ورک شوي یا د شکمنو وژنو قرباني شوي وو.
ترکیې له ۱۹۸۳ راهیسې، او په ځانګړې ډول په ۱۹۹۰ لسیزه کې، له خپلو پولو بهر د عراق په شمال کې د پيکېکې پر مرکزونو ۲۴ پوځي عملیات وکړل.
په دې عملیاتو کې دواړو خواوو ته درنه مرګ ژوبله واوښته.
اټکل دی چې په دې جګړو کې د ملکیانو په ګډون کابو ۴۰ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ور کړی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
عبدالله اوجالان څنګه ونیول شو؟
د پيکېکې په تاریخ کې له مهمو پېښو یوه د ترکیې د سختو فشارونه له امله له سوریې څخه د عبدالله اوجالان وتل وو.
هغه له سوریې وروسته په ترتیب سره روسیې، ایټالیا، یونان او کینیا ته لاړ.
هغه د ۱۹۹۹ کال د فبرورۍ په ۱۵مه د کینیا په پلازمینه نایروبي کې د نړیوالو عملیاتو په ترڅ کې ونیول شو او ترکیې ته ولېږدول شو.
اوجالان په ترکیه کې محاکمه شو او له هغه وخت راهیسې د مرمرا سمندرګي د امرالي ټاپو په یوه زندان کې ساتل کېږي.
هغه ته په لومړي سر کې د مرګ سزا ورکړل شوه، خو وروسته دا سزا په عمري بند بدله شوه.
له دې پرمختګ وروسته، پيکېکې په ۱۹۹۹ کال کې یو اړخیز اوربند اعلان کړ، په ۲۰۰۲ کال کې یې خپل نوم د کردستان دیموکراتیک ازادۍ کانګرس (کادک) ته بدل کړ او وسله والو ځواکونو یې د ترکیې له خاورې وتل پیل کړل.
په عراق کې د صدام حسین د رژیم له نسکورېدو سره، کردانو د بارزاني کورنۍ په مشرۍ کې خپلواک سیاسي دریځ ترلاسه کړ.
داسې حال کې چې د پيکېکې یو اړخیز اوربند روان و، دغې ډلې له سیمه ییزو پرمختګونو سره سم په خپلو ستراتیژیو کې بدلونونه راوستل.
په ۲۰۰۳ کال کې، د (کادک) نوم د کردستان د خلکو کانګرس ته بدل شو.
تر ۲۰۰۴ کال پورې، دا سازمان، د پيکېکې په نوم او د کردستان د خلکو کانګرس په نوم، په متحده ایالتونو او ډېرو اروپایي هېوادونو کې د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې و.
پيکېکې له ۲۰۰۰م کال وروسته
د ۲۰۰۴ کال د جون په لومړۍ نېټه، مراد کارایلان د یو اړخیز اوربند پای ته رسېدو اعلان وکړ او جګړه په تدریجي ډول له غرنیو سیمو ښارونو ته وغځېده.
په لوېدیځه ترکیه کې، په ځانګړې توګه په سیلانیو سیمو کې، وسله وال بریدونه او چاودنې وشوې، چې د ځینو مسوولیت یې پيکېکې ډلې پر غاړه واخیست.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۲۰۰۷ کال د اکتوبر په ۲۱ نېټه پيکېکې وسله والو په داغلیجا سیمه کې د ترکیې پر وسله والو ځواکونو برید وکړ چې د دغې ډلې د وژونکو بریدونو له ډلې و.
له دې برید وروسته، د ترکیې وسله والو ځواکونو په شمالي عراق کې د پيکېکې پر مرکزونو پراخ پوځي عملیات پیل کړل.
د سوریې کردان
ډیموکراټیک اتحاد ګوند چې په ۲۰۰۳ کال کې په سوریه کې تاسیس شو، خپل بنسټلیک یې د عبدالله اوجالان د "ډیموکراتیک تمدن او ډیموکراټیکې ټولنې" لید پر بنسټ جوړ کړ.
ترکیه باور لري چې دا ګوند په سوریه کې د پيکېکې اداري او فکري څانګه ده او د هغوی تګلاره پالي.
صالح مسلم، چې له ۲۰۱۰ کال راهیسې د ډیموکراټیک اتحاد ګوند له دوو مشرانو یو دی، د "شمالي او ختیځې سوریې کورواکې ادارې" په جوړولو کې یې مرکزي ونده درلوده.
په ۲۰۱۲ کال کې، د "ډیموکراټیکې ټولنې غورځنګ" په نوم یو ایتلاف جوړ شو چې په شمالي سوریه کې د ټولو قومي او مذهبي ټولنو استازي پکې شامل وو.
د خلکو د ساتنې واحدونه (وایپيجي) چې په ۲۰۱۱ کال کې جوړ شو، اوس د "سوریې ډیموکراټیکو ځواکونو" برخه ده، چې مشري یې مظلوم عبدي کوي. هغه د سوریې له نوي حکومت سره په خبرو اترو کې د دغو ځواکونو استازی هم دی.
ترکیه (وایپيجي) د ډیموکراټیک اتحاد ګوند نظامي څانګه او د پيکېکې دوام ګڼي.
په ۲۰۱۱ کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل سره، د سوریې پوځ له شمالي سیمو څخه چې کردان پکې مېشت وو، ووت او دا سیمې د خلکو د ساتنې واحدونو (وایپيجي) تر ولکې لاندې راغلې.
دې واحدونو د رقه، حلب، راس العین او کوباني په څېر سیمو کې د داعش پر وړاندې په جګړه کې او د یادې ډلې پر شا تنبولو کې پاموړ ونډه درلوده.
له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۵ پورې د جوړجاړي په بهیر کې څه پېښ شول؟
په ۲۰۰۹ کال کې، د عدالت او پراختیا ګوند حکومت د "پرانیستې پروسې" په نوم یو بهیر پیل کړ چې په سیاسي او کلتوري برخو کې د کردانو د ستونزې د حل لپاره په کې اصلاحات شامل وو.
تر دې پرمختګونو وروسته، پيکېکې یو اړخیز اوربند اعلان کړ، دا بهیر د پيکېکې لخوا د رشادیه سیمې په برید سره پای ته ورسېد.
په ۲۰۱۲ کال کې، د ترکیې د هغه وخت لومړي وزیر رجب طیب اردوغان له عبدالله اوجالان سره تر خبرو اترو وروسته د "حل بهیر" په نوم د نوښت پیلولو اعلان وکړ.
د ۲۰۱۳ کال د مارچ په ۲۱مه، د دیاربکر د نوي کال په مراسمو کې، د عبدالله اوجالان یو لیک ولوستل شو، چې په کې له پيکېکې غوښتل شوي وو چې خپل وسله وال ځواکونه د ترکیې له خاورې وباسي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۲۰۱۳ کال د اپرېل په ۲۵مه، مراد کارایلان په قندیل کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې اعلان وکړ چې پيکېکې به د می له ۸مې نېټې د ترکیې له خاورې پر شاتګ پیل کړي.
دې اعلان ته د ترکیې د رسمي خبري اژانس په ګډون ډېرو ترکي رسنیو پوښښ ورکړ.
تر ۲۰۱۵ کال پورې، دوه اړخیز اوربند نافذ و، چې د ترکیې پوځ هم منلی و.
د پيکېکې د ادارې اجراییوي شورا وویل چې په بشپړ ډول د پيکېکې بې وسلې کول هغه مهال شوني دي چې "اوجالان خوشې شي" او "په اساسي قانون کې حقوقي تضمینونه ورکړل شي."
د سولې په بهیر کې له مهمو ټکو د ۲۰۱۴ کال د اکتوبر په ۶مه او ۷مه د کوباني لاریونونه وو.
دا لاریونونه بیا بالاخره د اوجالان په غوښتنه پای ته ورسېدل.
د دلمه باغچې بیانیه
د ۲۰۱۵ کال د فبرورۍ په ۲۸مه، د حکومتي چارواکو او د امرالي پلاوي ترمنځ په دلمهباغچې ماڼۍ کې غونډه وشوه چې بیا د خلکو د ډیموکراټیک ګوند د استازې سري ثریا اوندر له خوا د لس ماده ییز تړون متن ولوستل شو چې عبدالله اوجالان په کې له پيکېکې د بې وسلې کولو لپاره د کانګرس جوړولو غوښتنه کړې وه.
د پيکېکې اجراییوي شورا او د کردستان د ټولنو د اتحادیې غړو وویل، د وسلو د اېښودلو پرېکړه یوازې هغه مهال شونې ده چې عبدالله اوجالان د کانګرس په غونډه کې پخپله ګډون وکړي.
تر دې بیا دوه ورځې وروسته د ترکیې ولسمشر اردوغان د خلکو په ډیموګراټیک ګوند نیوکه وکړه او ویې ویل چې د دلمه باغچې تړون پرېکړې نه مني.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۲۰۱۵ کال د مارچ په ۲۱مه په دیاربکر کې د نوروز په مراسمو کې، عبدالله اوجالان یو نوی لیک واستاوه، چې یو ځل بیا یې له پيکېکې د بې وسلې کولو غوښتنه وکړه او اعلان یې وکړ چې د څارنې بورډ او د حقیقت او پخلاینې کېمسیون په جوړولو سره د بې وسلې کولو کانګرس جوړېدای شي.
د مې په ۵مه، د کردستان د ټولنو د اتحادیې مرستیالې، بسیه هوزات وویل: "تر هغه چې د کردانو هویت په رسمیت ونه پیژندل شي، اساسي قانون په سمه توګه بدل نه شي او د کردانو سیاسي دریځ ونه منل شي، پيکېکې به هیڅکله داسې کانګرس جوړ نه کړي. پر دې سربېره باید اوجالان د یوه رسمي سیاسي اړخ په توګه په رسمیت وپېژندل شي.
د سولې بهیر څنګه پای ته ورسېد؟
په کوباني کې د داعش له ماتې وروسته، په سوریه کې د ډیموکراټیک اتحاد ګوند مشروعیت زیات شو.
اردوغان اعلان وکړ چې دوی به د ډیموکراتیک اتحاد ګوند ته اجازه ورنه کړي چې د ترکیې په جنوب کې حکومت جوړ کړي.
مراد کارایلان وویل: "که دوی پر روژاوا باندې (د سوریې د شمال او شمال ختیځ کرد مېشتې سیمې) برید وکړي، موږ به هم پرې برید وکړو."

د عکس سرچینه، Getty Images
له درې کلن اوربند وروسته، د ۲۰۱۵ کال د جولای په ۲۴مه، د ترکیې پوځ د عراق په شمال کې د پيکېکې پر مرکزونو پراخ هوايي بریدونه پیل کړ.
د لومړي وزیر د دفتر د یوې اعلامیې له مخې، په عملیاتو کې د پيکېکې او داعش دواړو ډلې په نښه شوې وې.
د پيکېکې او ترکي امنیتي ځواکونو ترمنځ د اوربند له پای ته رسېدو سره، د سولې بهیر هم په رسمي ډول پرېښودل شو.
د خندق عملیات
د سولې بهیر له پای ته رسېدو سره، د کردستان د ټولنو اتحادیې د ۲۰۱۵م کال د اګست په ۱۲مه، اعلان وکړ چې "د کردستان خلک له کورواکي حکومت پرته بله چاره نه لري" او جګړه ښاري سیمو ته خپره شوه.
د شرناق ولایت په سیلوپي، نصیبین او جزیره ولسوالیو، د حکاری ولایت په بیتلیس، باتمان او یوکسک اوا ولسوالیو، د موش ولایت په وارتو او بولانیک ولسواليو، د وان ولایت په ادریمیت ولسوالۍ، د اغري ولایت په دوغوبایزید ولسوالۍ او د دیاربکر ولایت په سور، سیلوان او لیجه ولسوالیو کې د "خپلواکۍ اعلان" بیانونه خپاره شول.
حکومت د دې کړنو پر وړاندې توند غبرګون وښود.
په دې سیمو کې یې د "ځان دفاع" تر شعار لاندې سنګرونه جوړ او خندقونه یې وکیندل.
په یادو ولسوالیو کې ګرځبندیز اعلان شو او امنیتي عملیات پیل شول.
رجب طیب اردوغان اعلان وکړ چې دا عملیات به تر هغه دوام وکړي تر څو چې خندقونه ډک شوي نه وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ترکیې د بشري حقونو بنسټ د دې عملیاتو په اړه په یوه راپور کې ویلي، په اوو ولایتونو او ۲۲ ښارونو کې ۶۳ ځله پوځي حکومت اعلان شوی او لږترلږه ۳۱۰ ملکي وګړي په نښتو کې وژل شوي دي.
حکومتي چارواکو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پړه پر پيکېکې واچوله او ټینګار یې وکړ چې د ترکیې وسله والو ځواکونو د ملکي وګړو د ژوند د ساتنې لپاره ټول اړین ګامونه اخیستي دي.
په داسې حال کې چې د خندق عملیات روان وو، پيکېکې په سیمه کې پر پوځي پوستو یو شمېر ځانمرګي بریدونه وکړل.
په دغه لسیزه کې د سرتېرو، پولیس افسرانو، ملکي وګړو او پيکېکې وسله والو ځواکونو په ګډون زرګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ور کړ.
د دولت باحچلي غوښتنه
د ترکیې د ملي غورځنګ ګوند مشر دولت باحچلي د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۲۲مه، د پيکېکې مشر عبدالله اوجالان ته وړاندیز وکړ، که خپل سازمان لغوه کړي، نو کولی شي د "امید حق" کارولو له لارې د ترکیې په لویه ملي شورا کې د خلکو د مساواتو او ډیموکراسۍ ګوند ډلې په غونډه کې د وینا غوښتنه وکړي.
د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۲۳مه، د خلکو د مساواتو او ډیموکراسۍ ګوند پارلماني غړي عمر اوجالان ته اجازه ورکړل شوه چې له خپل تره عبدالله اوجالان سره وګوري. دا په ۴۳ میاشتو کې د دواړو ترمنځ لومړنۍ لیدنه وه.
په همدې ورځ، د انقرې په قهرمان قازان سیمه کې د ترکیې د فضايي صنعت پر تاسیساتو د پيکېکې لخوا برید وشو چې پنځه کسان پکې ووژل شول.
په نوامبر میاشت کې، رجب طیب اردوغان د "امرالي ټاپو" په اړه د باحچلي له وړاندیزه ملاتړ وکړ، خو په ورته وخت کې یې حاکم وضعیت ته په اشارې وویل: "دا وضعیت د خوشبینۍ لپاره هیڅ ځای نه پرېږدي" او په قندیل کې یې د خلکو د مساواتو او ډیموکراسۍ ګوند او پيکېکې مشرتابه باندې نیوکې وکړې.
د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په ۲۷مه، عبدالله اوجالان د "سولې او ډیموکراټیکې ټولنې غوښتنه" تر سرلیک لاندې یوه اعلامیه خپره کړه، چې په ټولو ډلو یې غږ وکړ خپلې وسلې کېږدي او د پيکېکې د منحلېدو غوښتنه یې هم تکرار کړه.
تر دې غوښتنې وروسته پيکېکې اعلان وکړ چې د مارچ په لومړۍ نېټه یې اوربند پیل کړی دی.
بیا د امرالي پلاوي له مختلفو سیاسي ګوندونو سره غونډې وکړې او د اپرېل په لسمه نېټه یې په بشتپه کې له اردوغان سره ولیدل.
سري ثریا اوندر، چې د امرالي پلاوي غړی و، د ۲۰۲۵ کال می په ۳یمه، مړ شو.
د می په ۹مه پيکېکې اعلان وکړ چې دوی د می له ۵مې تر ۷مې پورې خپله ۱۲مه کنګره جوړې کړې وه. بیان کې ویل شوي چې "د اوجالان د غوښتنې پر بنسټ مهمې تاریخي پرېکړې شوې دي."











