د سختې ګرمۍ له امله لږ تر لږه ۱۹ حاجیان مړه شوي

د عکس سرچینه، GETTY
په سعودي عربستان کې د حج د مراسمو پر مهال د سختې ګرمۍ له امله لږ تر لږه ۱۴ اردني او پنځه ایراني اتباع مړه شوي دي.
د اردن د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د دې هېواد ۱۴ اتباع "د سختې ګرمۍ د څپې له امله مړه شوي" او د ۱۷ نور لادرکه دي.
د اې ایف پي خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران سرې میاشتې تایید کړې چې پنځو ایراني حاجیانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی، خو دا یې نه دي ویلي چې څنګه مړه شوي دي.
د اردن چارواکو ویلي چې د ورکو شویو کسانو لټون دوام لري.
د اردن د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې دوی له سعودي چارواکو سره د وژل شویو کسانو د جسدونو د ښخولو او د هغوی د کورنیو د هیلو له مخې د خاورو ته سپارلو په اړه همغږي کوي.
حج په نړۍ کې یو له لویو راغونډنو څخه دی. د سعودي چارواکو په وینا، سږکال له ۱،۸ میلیونو څخه زیات کسان حج ته ورغلي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د حج پرمهال ځینې نورې خونړۍ پېښې هم شوې دي، چې ځینې وخت د حاجیانو خېمو کې اور ځینې کسان وژلي خو ډېری وخت هلته تودوخه د مړینې لامل ګرځېدلې ده.
د تودوخې درجه په دې اونۍ کې له ۴۶ څخه زیاته وه، د حج ډېری هغه مراسم چې بهر او پلي تګ ترسره کېږي په ځانګړې توګه د ډېر عمر لرونکو او کمزورو کسانو لپاره ننګوونکي دي.
د سعودي د هوا پېژندنې د ملي مرکز مشر، ایمن غلام تېره اونۍ خبرداری ورکړ: "سږ کال به د حج پرمهال اټکل شوې تودوخه په مکه او مدینه کې له اوسط تودوخې ۱،۵ تر ۲ درجو پورې لوړه وي."
دواړه ښارونه د حج پر مهال د میلیونونو خلکو د خوځېدو راخوځېدو شاهدان دي.
حج به د چهارشنبې په ورځ پای ته ورسېږي. سعودي چارواکي وايي، د تودوخې له کبله د ستونزو د کمولو پخاطر یې یو لړ ګامونه پورته کړي، دوی اوبه وېشي او حاجیانو ته مشوره ورکوي چې څنګه له لمر څخه ځانونه وساتي.
د سعودي د روغتیا وزارت هم یوه مشوره خپره کړې، چې له حاجیانو یې غوښتي د ورځې تر ټولو ګرمو ساعتونو کې د سهار له ۱۰:۰۰ څخه تر ۱۶:۰۰ بجو پورې له بهر کې له پاتې کېدو ډډه وکړي.
تېر کال لږ تر لږه ۲۴۰ کسان مړه شوي وو او د حج تر ټولو ناوړه ناورین په ۲۰۱۵ کې و، چې له ۲۰۰۰ ډېر کسان پکې ووژل شول.











