حاجیانو عرفات کې له ورځې تېرولو وروسته شپه مزدلفه کې تېره کړه

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
په سعودي عرب کې د حج مراسمو په لړ کې د شنبې په ورځ حاجیان په عرفات کې د لوی رکن له ادا کولو او هلته له ورځې تېرولو وروسته له لمر لوېده سره سم مزدلفې ته وخوځېدل او شپه یې هلته تېره کړه.
له عرفات وروسته مزدلفه کې شپه تېرول د حج د مناسکو ادا کولو درېیم پړاو دی چې حاجیان پکې له یوه ځایه بل ځای ته خوځېږي.
حاجیان د ماښام او ماخوستن لمونځونه په مزدلفه کې کوي او هلته په رڼه میدان ویدېږي.
حاجیان د ذي الحجې د لسمې نېټې په سهار- چې د اختر لومړۍ ورځ کېږي، منی ته ځي چې (یوم النحر) یا د قربانۍ مناسک ادا کړي، دوی هلته شیطانان په ګاټو ولي، قرباني کوي او کعبه کې د (افاضه) طواف کوي، د صفا او مروا ترمنځ (سعی) کوي او بیا خپل سرونه خرېیي او له احرام نه ځانونه خلاصوي.
له عرفات نه تر منی پورې پلې لار چې پر مزدلفه تېرېږي، نژدې ۲۵ کیلومتره ده، چې د نړۍ له اوږدو پلې لارو ګڼل کېږي او هر کال د حج په مراسمو کې سلګونه زره حاجیان پکې جوپې جوپې خوځېږي.
سلګونه زره حاجیان د عرفات غونډۍ ته ختلي؛ افغانستان کې "سبا عرفه او دوشنبه اختر دی"

د عکس سرچینه، Getty Images
په سلګونه زرو حاجیان د حج د یوه مهم رکن پر ځای کولو لپاره د شنبې په ورځ مکې ته نژدې د عرفې غونډۍ ته رسېدلي وو.
پر عرفات باندې درېدل د حج مهم رکن دی، که له چا پاتې شي مانا دا چې د حج یو مهم رکن ترې پاتې شو، ځکه نو نن هر حاجي او حاجیانۍ عرفې ته د رسېدو هڅه کوي.
سلګونه زره حاجیان سږ کال د اسلام پنځم رکن (حج) داسې مهال تر سره کوي چې د عرفات پر ورځ په مکه مکرمه ،عرفات غونډۍ او شاوخوا سیمو کې د تودوخې درجه ۴۴ سانټي ګراډه ده.
د حج مراسم په ډېرو هېوادونو کې تلویزیونه په ژوندۍ بڼه هم خپروي او انځورونو کې ښکاري چې د عرفې مراسمو ترسره کولو پر مهال د مکې مطاف (د کعبې شاوخوا) تر ډېره له خلکو تش دی.

د عکس سرچینه، Inside the Haramain
دوی به نن ماښام له عرفات څخه مزدلفې ته ځي او هلته به په خلاص میدان شپه تېروي او سبا د ذې الحجې پر لسمه به د شیطان وېشتلو لپاره جمرات ته ځي.
د رپوټونو پر بنسټ د نړۍ له بېلابېلو ځایونو سږ کال یو نیم میلیون مسلمانان د حج ادا کولو په موخه سعودي عرب ته تللي دي.

د عکس سرچینه، Inside the Haramain
د حج اصلي مناسکو لنډه تشرېح په انځورونو کې






له افغانستان څومره حاجیان تللي؟
له افغانستان څخه هم دغو مراسمو کې دېرش زره حاجیانو ګډون کړی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په ګډون یو زیات شمېر طالب چارواکي هم سږ کال حج ته تللي دي، چې د سفرونو په تور لېست کې دي خو ملګرو ملتونو یې د دغه سفر لپاره ځانګړې امر ورکړی دی.
طالبان او عام افغان حاجیان هم عرفه کې دي خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي "افغانستان کې نن شنبه د عرفې ورځ نه ده." اسلامي جنترۍ له مخې د ذی الحجې د میاشتې لسمه چې د عرفې مراسمو دویمه ورځ کېږي، د لوی اختر لومړۍ ورځ ده، خو په افغانستان کې طالبانو حکومت ویلي چې اختر به د دوشنبې په ورځ وي. د طالبانو د سترې محکمې ویاند عبدلواحد حقاني بيبيسي ته وویل، چې په افغانستان کې قربانې هم د یکشنبې په ورځ نه کېږي ځکه د هغه په ټکو یکشنبه په افغانستان کې د عرفې ورځ ده.

د عکس سرچینه، Inside the Haramain
افغانانو تل له سعودي عرب سره په ګډه د روژې او اخترونو ورځې نمانځلي خو طالبانو په دې واکمنۍ کې د میاشتې د کتلو لپاره خپله ځانګړې کمېټه ټاکلې او د هغوی په اعلان روژه او اخترونه جوړوي.
دغې موضوع د افغانانو تر منځ هم بحثونه پارولي خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه توضیحي بیان کې ویلي " څرنګ چې د سترې محکمې لخوا اعلان شوی، په افغانستان کې به د راتلونکې دوشنبې په ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځ وي، په همدې اساس یوځل بیا یادونه کوو چې شنبه په افغانستان کې د عرفې ورځ نه. بلکې بله ورځ د عرفې سره برابره او لا بله ورځ دوشنبه د لوی اختر ورځ ده."
هغه ټينګار کړی چې همدا شرعي حکم دی.








