د پښتو ژبې لیکوال او کره‌کتونکی همېش خلیل د ۹۴ کالو په عمر ومړ

همېش خلیل له ځینو پښتنو لیکوالو سره

د عکس سرچینه، Babrak Miakhil

د پښتو ژبې لیکوال، شاعر، څېړونکی، تاریخپوه، کیسه لیکونکی او کره کتونکی همېش خلیل د ۹۴ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې دي.

نوموړی د جولای پر ۲۱مه د پېښور بر تاکال په غریب اباد سیمه کې خاورو ته وسپارل شو.

همېش خلیل په ۱۹۳۰ کال د اپرېل پر ۱۱مه د پېښور په بر تاکال کې دې نړۍ ته سترګې غړولې. پلار یې انځر ګل نومېده چې له مومندو مرزاخېلو سره یې تعلق درلود.

دغه پښتون شاعر او لیکوال پنځه کلنۍ کې د خپل کلي په مدرسه کې سبق ویلی، له شپږم جماعت وروسته اسلامیه کالجییټ سکول نه د لسم ټولګي سند اخیستی او اسلامیه کالج کې یې دوولسم هم پایته رسولی. وروسته یې خصوصي سبق پیل کړ او د زدکړې په جریان کې یې د (نعمه زار) په نامه لومړۍ شعري ټولګه چاپ شوه.‌

تر څنګ یې په ورځپاڼو او اخبارونو کې هم ګڼې مقالې او لیکنې خپرې شوې دي.

د همېش خلیل یو کتاب

د عکس سرچینه، Hazrat Zubair Zubair

لسګونه کتابه یې لیکلي چې ځینې مشهور یې (د غره ګلونه، د فکرونو ډېوې، پښتانه لیکوال، ورکه خزانه، زما سندرې، مومن خان شیرینۍ، ادم خان درخانۍ، حضرت عثان ذو النورین او د قلم خاوندان) دي.

پر خواله رسنیو په تېره فېسبوک کې ګڼو پښتو لیکوالو او شاعرانو د همېش خلیل مړینه د پښتو ژبې او ادب لپاره یوه لویه ضایعه بللې ده.

همېش خلیل د قلم سربېره سیاسي مبارزه هم کوله، چې څو ځله د پاکستان د وخت د حکومت له لوري بندي شوی او بېلابېلو زندانونو ته لېږدول شوی دی.

د همېش خلیل قبر

د عکس سرچینه، Dr-Javed Iqbal

د عکس تشریح، همېش خلیل پېښور کې خاورو ته وسپارل شو.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر فېسبوک لیکلي چې: "ارواښاد همیش خلیل د پښتو ژبې لپاره نه هیرېدونکي خدمات ترسره کړي دي، دده مړینه ستره ضایعه بولم او د خپلې خواشینۍ او ډاډګیرنې مراتب د خدای بخښلي همیش خلیل کورنۍ او دوستانو ته وړاندې کوم او ده ته د لوی خدای (ج) له درباره د جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر استدعا کوم."

لیکوال او خبریال بارکوال میاخېل پر خپل فېسبوک د همېش خلیل د مړینې د خبر خپرولو سره لیکلي، همېش خلیل په لسګونو تحقیقي او تخلیقي اثار لیکلي او ګڼ شمېر دېوانونه یې مرتب کړي وو.‌

"همېش خلیل صاحب له ادب سره سره د سیاست په میدان کې هم اوږده مبارزه کړې او په وار وار د پاکستان په مارشلایي نظامونو کې د جمهوریت لپاره د مبارزې پر سر زندانونو ته تللی دی. همېش صاحب په داسې وخت کې د همېشني بېلتانه په سفر لاړ چې پر خاوره یې لا د هغسې ژوند ارمانونه اوس هم تش خوبونه دي چې ده ورته د ادب او سیاست په ډګر کې مبارزه کړې وه."