د کرېکټ اسیایي اتلولۍ؛ نيپال په لومړي ځل له سترو لوبډلو سره لوبیږي، خو دا جام چېرې او څنګه؟

کریکټ

د عکس سرچینه، Asian Cricket Council

د عکس تشریح، نيپالۍ لوبډله به روان کال په لومړي ځل د پاکستان او هند پر وړاندې سیالیو ته ښکته شي
    • Author, یوسف خان ځدراڼ
    • دنده, بي بي سي، لندن

نيپال د اسیایي جام اتلولیو ته د لار موندنې په پایلوبه کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته په اووه وېکټو ماته ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې د اسیا جام سیالیو ته لار ومونده.

له دغې تاریخي بریا وروسته به اوس د اسیا دا شپږمه لوبډله په بې سارې ډول له سترو هېوادونو سره مخ وي.

په نیپال کې کرېکټ ډېره مخینه نه لري او دغه هېواد په ۱۹۹۴ کال کې د کرېکټ اسیایي شورا غړیتوب واخیست.

د دغه هېواد له ۱۹ کالونو کم عمره لوبډله یوازې په سترو سیالیو کې لوبېدلې او هغه دا چې نږدې شل کاله مخکې یې د ځوانانو دا لوبډله د نړیوال جام برخه وه.

نیپال د اسیایي جام اتلولیو په اې ګروپ کې ځای وموند چې له پخوانيو نړیوالو اتلولیو ګټونکو هند او پاکستان سره لوبېږي.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Asian Cricket Council

د عکس تشریح، د اسیا جام ته د لار موندنې لوبډلو لوبډلمشران چې په پای کې دا جام او اتلولي نېپال وګټله

د دغو سیالیو په بل ګروپ کې افغانستان، شري لنکا او بنګله دېش له یوه بل سره مخ دي.

د اسیا جام ته د لار موندنې په دغو سیالیو کې د سعودي عرب، بحرین، عمان، کوېټ، قطر، هنګ کانګ، سېنګاپور په ګډون لسو لوبډلو له یوه بل سره سیالي کوله.

له دغو لسو هېوادونو اتلولۍ ګټونکي لوبډله یې اسیايي جام سیالیو کې ګډون کره کاوه.

په پای لوبه کې متحده عربي امارت چې پرتله ییز ډول پیاوړې او له نیپاله ډېره لوبېدونکي لوبډله ده، دغو سیالیو ته ډېره غوره بلل کېده خو نیپال د سیالې لوبډلې د ۱۱۷ منډو هدف په اسانۍ او دېرشم اوور کې پوره کړ.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د اسیا د کرېکټ اتلولۍ کله او چېرته کېږي؟

تېر اسیایي جام چې بیا يې اتلولي شري لنکا وګټله په متحده عربي امارتو کې شوی و دا ځل پلان ده چې دا سیالۍ د روان کال په سپتمبر میاشت کې د پاکستان په کوربه توب وشي.

دا سیالۍ به یو ورځنۍ یا پنځوس اوریزې وي خو پر چېرې والي یې لا هم اختلافونه پر ځای دي.

په داسې حال کې چې د کرېکټ اسیایي شورا د دغو مهمو سیالیو کوربه توب پاکستان ته ورکړی، خو هند بیا بیا ویلي چې پاکستان ته به خپله لوبډله ونه لېږي.

پاکستان ویلي، که هندۍ لوبډله د لوبو لپاره نه ورځي دا هېواد به هم نړیوال جام ته چې دا ځل په هند کې پلان دی، خپله لوبډله ونه لېږي.

که له یوې خوا دغو سیالیو ته ورځې په لنډېدو دي، له بلې خوا د هند ښکاره انکار د سیالیو د کېدو یا نه کېدو اندیښنې هم زیاتې کړي

کرېکټ

د عکس سرچینه، Asian Cricket Council

د عکس تشریح، په تېر اسیايي جام کې افغان لوبډلې د پام وړ ښې لوبې کړې وې

د اختلافونو د حل لپاره یو وړاندیز دا هم کېږي چې هند دې خپلې لوبې د پاکستان پر ځای په یوه بل هېواد کې وکړي او یا دې پاکستان د دغو سیالیو کوربه توب په کوم بل هېواد کې وکړي، خو تر اوسه دا هر څه یوازې د نظر تر کچې دي او رسمي اعلان یې نه دی شوی.

افغانستان دغو سیالیو ته وار له مخه د ښه چمتوالي اعلان کړی او تازه یې په خوست کې د زرغون جام کورنۍ سیالۍ پیل کړي.

دا د افغانستان هغو لوبغاړو ته چې دمګړۍ په سوداګریزو سیالیو نه دي بوخت، په کور د ننه د تمرین یو ښه فرصت بلل کېږي.