د پاکستان پر حکومت د پورونو کچه ۶۷۸۱۶ میلیارده روپیو ته رسېدلې

د عکس سرچینه، Getty Images
د روان کال د مې میاشتې تر پایه، د پاکستان پر حکومت د پورونو اندازه ۶۷،۸۱۶ میلیارده پاکستانیو روپیو ته رسېدلې، چې کورني او بهرني پورونه په کې شامل دي.
د پاکستان د مرکزي بانک د شمېرو له مخې د تېر یوه کال په موده کې په پورونو کې ۱۵ سلنه ډېروالی راغلی دی. د پاکستان پورونه د ۲۰۲۳م کال په مې مياشت کې ۵۸۹۶۴ میلیارده روپۍ وو.
د دغه هېواد د ناخالص پور اندازه د روان کال د اپرېل تر مې میاشتو په موده کې ۲ اعشاریه ۶ سلنه زیاته شوې.
کله چې پاکستان له ځینو نړیوالو ادارو یا بانکونو پیسې په پور اخلي، پر وړاندې یې حکومت مجبوره وي چې د هغوی شرطونه ومني. ځکه له پور ورکوونکو سره دا فکر وي چې دوی به خپلو پور بېرته څنګه ترلاسه کوي. د بېلګې په توګه د پاکستان حکومت د پور ترلاسه کولو لپاره د برېښنا، ګازو او یا هم تېلو بیې لوړې کړې دي.
د ۲۰۲۴ کال په اپرېل کې د پاکستان د پورونو اندازه ۶۶۰۸۳ میلیارده روپۍ وو. د پورونو د معلوماتو له مخې، په دې ټولو پورونو کې له کورنیو بانکونو او مالي بنسټونو څخه د اخیستل شویو پورونو حجم د بهرنیو پرتله ډېر دی.
د کورنیو پورونو اندازه ۴۶۲۰۸ میلیارده روپۍ ده، چې د تېر کال پرتله ۲۴ اعشاریه اووه سلنه ډېروالی په کې لیدل کېږي. یوازې د اپرېل میاشتې کې د تېرې هغې پرتله دغه پور څه د پاسه څلور سلنه زیات شوی دی.
اقتصادي کارپوهان وايي، د نړیوالو بانکونو څخه د پورونو اخیستل، مخامخ د عامو خلکو پر ژوند اغېز کوي. ځکه د ورځنۍ اړتیا وړ لومړنیو توکو بیې هم ورسره لوړېږي. بله مهمه خبر دا ده چې د پاکستان یوه زیاته برخه عاید د پورونو د سود په ورکړه کې لګول کېږي. ځینې وخت د پور ورکولو لپاره نور پور اخلي له همدې امله د پورونو اندازه ورځ تر بلې ډېرېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
له بلې خوا د یوه کال په ترڅ کې د دې پورونو په برخه کې د بهرنیو پورونو په حجم کې کموالی راغلی دی. د ۲۰۲۴ کال د مې میاشتې په پای کې د پاکستان د بهرنیو پورونو اندازه ۲۱۶۰۸ میلیارده روپۍ و، دغه شمېره د تېر کال مې میاشتې په پای کې ۲۱۹۰۸ میلیارده روپۍ وو.
نژدې یوه میاشت وړاندې د پاکستان د خزانې وزیر ویلي و، پاکستان باید د نوي مالي کال ۲۰۲۴-۲۰۲۵ موده کې، ۹۷۷۵ میلیارده روپۍ یوازې د بهرنیو پورونو سود ورکړي. د پاکستان فدرالي حکومت د سږ کال بودیجې اسناد ښيي، چې د دې هېواد له ۱۸۰۰۰ میلیارده روپیو ډېر پور کې د سود ورکولو کچه ۵۰ سلنه ده.
د پاکستان حکومت د راتلونکي کال لپاره د مالیې له لارې د عاید ترلاسه کولو اټکل ۱۲۹۷۰ میلیارده روپۍ دی او له مالیې پرته عاید ۴۸۴۵ میلیارده روپۍ اټکل شوی دی.
دغه راز حکومت اټکل کوي، چې راتلونکی کال به له بېلابېلو لارو نژدې ۷۵۰۰ میلیارده روپۍ پور ترلاسه کړي.
د پاکستان د خزانې وزارت ویلي و، د راتلونکي کال اقتصادي ودې کچه به احتمالاً درې اعشاریه شپږ سلنه وي او د انفلاسیون یا ګرانۍ کچه به ښايي ۱۲ سلنې ته رسېږي.











