پاکستان به نوي مالي کال کې څه باندې نهه زره میلیارده روپۍ د بهرنیو پورونو سود ورکوي

پاکستان کرنسي

د عکس سرچینه، Getty Images

پاکستان باید د نوي مالي کال ۲۰۲۴-۲۰۲۵ په موده کې ۹۷۷۵ میلیارده روپۍ د بهرنیو پورونو د سود ورکړي. د پاکستان فدرالي حکومت د سږ کال بودیجې طرحې اسناد ښيي، چې د دې هېواد له ۱۸۰۰۰ میلیارده روپیو ډېر پور کې د سود ورکولو کچه ۵۰ سلنه ده.

د یادونې ده، چې د پاکستان خزانې (مالیې) وزیر محمد اورنګزېب پرون (جون-۱۲مه) د خپل هېواد پارلمان ته د فدرالي بودیجې طرح وړاندې کړه.

د پاکستان حکومت د راتلونکي کال لپاره د مالیې له لارې د عاید ترلاسه کولو اټکل ۱۲۹۷۰ میلیارده روپۍ دی او له مالیې پرته عاید ۴۸۴۵ میلیارده روپۍ اټکل شوی دی.

دغه راز حکومت اټکل کوي، چې راتلونکی کال به له بېلابېلو لارو نژدې ۷۵۰۰ میلیارده روپۍ پور ترلاسه کړي.

حکومت په همدې یوه کال موده کې د ۱۳۶۳ میلیاردو روپیو سبسډي ورکولو وړاندیز کړی دی.

پاکستان حکومت د بودیجې په طرح کې وړاندیز کړی، چې د تېلو له لارې به له پاکستانیانو ترلاسه شوې مالیه نوره هم زیاته کړي.

د پاکستان خزانې وزیر پارلمان ته د بودیجې په تړاو وړاندې شوې لایحه کې وړاندیز کړی، چې د پټرولیم لیوي په نامه مالیې کچه د یوه لیټرپټرولو او ډیزلو لپاره اتیا روپیو ته لوړه شي، چې اوس د یوه لیټر تېلو لپاره ۶۰ روپۍ ده.

د پاکستان خزانې (مالیې) وزیر محمد اورنګزېب پارلمان ته د شپږ اعشاریه نهه سلنې زیان بودیجې طرحې وړاندې کولو پر مهال د پارلمان غړو ته وویل، د راتلونکي مالي کال لپاره د ۲۱۱۲ میلیارده روپۍ د دفاعي لګښتونو لپاره په پام کې نیول شوې او دغه راز یې وړاندیز کړی، چې د پرمختیايي پروګرامونو لپاره به ۱۴۰۰ میلیارده روپۍ ځانګړې شي.

د راتلونکي کال بودیجې په طرح کې پر تېلو د مالیې زیاتولو وړاندیز شوی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د خزانې وزیر پارلمان ته د بودیجې طرحې وړاندې کولو پر مهال وویل، په فدرالي عایداتو کې به د صوبو (ایالتونو) ونډه ۷۴۳۸ میلیارده روپۍ وي، د راتلونکي کال اقتصادي ودې کچه به احتمالاً درې اعشاریه شپږ سلنه وي او د انفلاسیون یا ګرانۍ کچه به ښايي ۱۲ سلنې ته رسېږي.

د مالیې وزیر په خبره د ملکي ادارې لګښتونو لپاره ۸۳۹ میلیارده روپۍ په پام کې نیول شوې او د تقاعد لګښتونو لپاره د ۱۰۱۴ میلیارد روپیو ځانګړې کولو وړاندیز شوی دی.

د هغه په خبره د برېښنا، ګازو او ځینو نورو برخو د سبسډۍ لپاره ۱۳۶۳ میلیاردو روپیو ځانګړې کولو وړاندیز شوی دی.