د اجمل خټک د سیاست تله درنه وه، که د ادب؟

ملتپال سیاستوال او انقلابي شاعر اجمل خټک
د عکس تشریح، ملتپال سیاستوال او انقلابي شاعر اجمل خټک
    • Author, عصمت بهیر
    • دنده, بي‌بي‌سي

که اجمل خټک ژوندی وای د ۲۰۲۵م کال د سپټمبر۱۵مه به یې خپله سلمه کلیزه لمانځله. هغه د شلمې پېړۍ وروستیو کې د پښتنو په سیاسي او ادب خوځښتونو کې اوڅاره څېره وه. بریالی شاعر بلل کېږي خو سیاست یې هغسې پایله را نه وړه چې کوم لوی بدلون دې رامنځته کړی وي ځکه خو په خپله هم د بې وسۍ فریاد کوي.

د لويو ـــ لويو قدرتونو ربه!

يو تمنا ده اورېدی شې که نه؟

ستا د سکڼي ـــ سکڼي ماښام نه لوګی

د چا د زړه لوګی ليدی شې که نه؟

د پښتونخوا په اکوړه خټک کې د دغه زېږېدلي سیاستوال په اړه ځینې لیکوال په دې باور دي چې په خپله دوره کې ډېر اغېزناک شاعر و.

لامل یې دا یادوي چې هغه د پښتونستان د داعیې لپاره شاعري کړې وه او طبقاتي فکرونه یې د شعر نور هغه موضوعات وو چې دی یې ځانګړی کړی و.

په شعرونو کې یې د بېوزلو د سخت ژوند یادونه او له واکمنو یې پوښتنه شوې ده:

میښې منم چې د نواب صاحب دي

دې کښې خبره کول توان د چا دی؟

ولې اې اې، د انسانانو ربه!

دغه غریب ګوجر انسان د چا دی؟

هغه مهال چې اجمل خټک لا ځوان و، د سیاسي هڅو او غورځنګونو له پالنې سره هم‌مهاله یې نظمونو د خلکو پام ځان ته ور واړوه او ځینې خو وايي چې د هغه هماغه لومړۍ شاعري وه چې ډېره بدرګه شوه.

دا چې د اجمل خټک شاعري ولې ډېر لوستونکي پیدا کړل، په اړه یې لیکوال او کره کتونکي اسدالله غضنفر بي‌بي‌سي ته وویل:

"د اجمل خټک د شاعرۍ سبک او منځپانګه یې حماسي وه، نو سبک او محتوا یې یو له بل سره سمون وخوړه. دا د هغه د کامیابۍ یو لوی علت و. بل د سبک او هم د محتوا له اړخه مخکښ شاعر و، یعنې نورو شاعرانو که په حماسي سبک او موضوعاتو کې شاعري کړې وي، خو له اجمل خټک وروسته یې کړې ده، یا یې وروسته چاپ کړې ده."

د غیرت چغه

د غیرت چغه د اجمل خټک لومړۍ شعري ټولګه ده.

د عکس سرچینه، Sorosh Bookstore

د عکس تشریح، د غیرت چغه د اجمل خټک لومړۍ شعري ټولګه ده.

د اجمل خټک لومړۍ شعري ټولګه (د غیرت چغه) نومېده، چې په ۱۹۵۸م کې چاپ شوه. وروسته یې نورې شعري ټولګې چاپ شوې، خو د ځینو کره کتونکو په وینا د (غیرت چغه) په څېر زور پکې نه و.

دوی د غیرت چغې د شهرت دوه لاملونه بیانوي، لومړی دا چې حماسي سبک امکان لري، ځوانه ولوله وغواړي او هغه شاعري اجمل خټک په ځوانۍ کې کړې وه.

دویم دلیل دا یادوي، هغه مهال چې د هغه لومړۍ شاعري چاپېده، په پښتو ادبیاتو کې د حماسي سبک، چې منځپانګه یې هم حماسي وي، تشه موجوده وه، چې اجمل خټک په ډېر هنر سره ډکه کړه.

ښاغلی غضنفر زیاتوي یو بل شاعر، چې د اجمل خټک همهالی و، سبک یې هم حماسي و او د بې وزلو خبره یې هم کوله، قلندر مومند و. خو د هغه شاعري د اجمل خټک غوندې مشهوره نه شوه.

"البته ښاغلي خټک به ځینې نور امتیازات هم درلودله، خو قلندر مومند پر ژبه برلاسی و. بل علت دا کېدای شي چې قلندر مومند خپله لومړۍ شعري ټولګه، چې (سباوون) نومېږي، له غیرت چغې نژدې شل کاله وروسته په ۱۹۷۶م کې چاپ کړه. هغه وخت نو اجمل خټک د حماسي او قامي شاعر په توګه میدان ګټلی و."

یو شمېر ادبپوهان وايي، قلندر مومند د چیني مارکسیزم پلوی و، خو اجمل خټک د روسي مارکسیزم خوا نیولې وه.

دا چې د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته د روسي مارکسیزم پلوی سیاسي ګوندونه فعاله وو، نو د اجمل خټک شاعري ډېره عامه شوه.

د شعر ځینې کره کتونکي په دې باور دي، چې د غیرت چغې له شعري ټولګې وروسته د اجمل خټک په شاعرۍ کې هغه پخوانۍ هنري جذبه او قوت پاتې نه‌شو. لامل دا بللي، چې هغه په سیاست کې ډېر بوخت شو او شاعرۍ ته یې د پخوا پرتله کم پام کاوه.

دا چې ولې د اجمل خټک نوره شاعري د غیرت چغې په څېر مشهوره نه شوه، همدا پوښتنه د بي‌بي‌سي داوود اعظمي په ۲۰۰۳م کې په اکوړه خټک کې د اجمل خټک په کور کې، له هغه کړې وه:

"اصلا حالات ډېر اثر اچوي، حالات په ذهن، په وینه او ملکه د شاعري ډېر اثر کولای شي. زه دا وایم، چې د غیرت چغه لیکلو په وخت کې ډېر داسې حالات وو، چې هغو موږ ډېر ځورولي وو. ډېر زور یې را باندې را ویستی و، زموږ جذبات یې ډېر زخمي کړي ول. هغه که په ملي/ قامي او طبقاتي سطحه و، زموږ ژوند یې ترخ کړی و. بل هغه وخت د انګریزي خلاف زموږ پټه او ښکاره مبارزه روانه وه، زه پخپله پکې شامل وم. نو دا هر څه زما پر ژوند عملي فشار و. د دغو سختو له امله ما د غیرت چغه شاعري وکړه. له دې وروسته عملي سیاست ته ولاړم، په اخبار کې ایډیټور شوم، کله چې به شعر راغلی، ما به و نه ولیکه، نو هغه به ولاړ، تیر به شو او بل زما مبارزه په نثر کې په بل شکل روانه شوه."

له دې مرکې وروسته د اجمل خټک ډېرې ویناوې او مرکې خپرې نه شوې او اوږده موده د رنځ پر بستر پاتې شو.

هغه د ۲۰۱۰م کال د فبرورۍ پر اوومه د ۸۵ کلونو په عمر مړ شو. دی هم هلته په اکوړه خټک کې خاورو ته وسپارل شو. په ۲۰۱۲م کې نامعلومو کسانو د هغه قبر په چاودنو وران کړ.

سیاست

په ۲۰۱۲م کې نامالومو کسانو د اجمل خټک قبر په چاودنو وران کړ.
د عکس تشریح، په ۲۰۱۲م کې نا معلومو کسانو د اجمل خټک قبر په چاودنو وران کړ.

اجمل خټک سیاسي ملګرتیا په ۱۷ کلنۍ کې د خان عبدالغفار خان په مشرۍ له خدایي خدمتګار غورځنګ سره پیل کړه.

بیا د عوامي نېشنل ګوند منشي شو . په ۱۹۰۰م د پاکستان د ولسي جرګې او په ۱۹۹۴م د سنا مجلس غړی شو.

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي جنرل سېکېرټر میا افتخار حسین، چې له اجمل خټک سره ډېر نژدې پاته شوی دی، په پېښور کې یې د هغه د سلمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، په سیاسي ډګر هغسې چې ګوتنیونکي ګڼي، ناکامه هم نه و او دا چې د پاکستان په سیاسي ډګر کې یې پر مهمو څوکیو کار وکړ:

"اجمل خټک، چې په کوم نظریې ناز کړی، هغې ډېر څه ور کړي دي. خلک خو د ناکام او نقد خبره ډېره کوي، خو اجمل غوندي شخص په دې ټولنه کې منل او بیا دوه واري سنیټر [د مشرانو جرګې غړی] جوړېدل، د خپل تحریک دوه ځل مرکزي صدر جوړېدل د کامیابۍ مثال دی. له دې که څوک ډېر څه کولای شي، نو را مخته دې کړي."

اجمل خټک تر اتم ټولګی په کلي کې زدکړې وکړې. بيا د پېښورعالي ښوونځی ته ولاړ. دا چي په ځينو سیاسي چارو کې فعال و، نو په دې تور چې د بریتانوي واکمنۍ پر ضد فعاليت کوي د وخت واکمنو له ښوونځی ويستی.

اجمل د عربي، پښتو او فارسي مطالعې ته دوام ورکړ. انګريزي يي زده کړه او پوهنتون ته يې د داخلېدو ازموينه ورکړه. خو د هغه مهال حکومت له ازموينې را ويست او زندان ته يې د دننه کړ.

کله چې ازاد شو، نو د پېښور پوهنتون ته بريالى شو. خو بيا حکومت ونيوه او دا ځل يي د مچ مشهور جیل ته یې بوت. هلته یې (دا زه پاګل وم) ناول ولیکه، چې د افغانستان علومو اکاډمۍ ور چاپ کړ. دا کتاب په وروستیو کې اردو ته وژباړل شو.

اوس انګریزي ته هم ژباړل شوی او د هغه د سلمې کلیزې په ویاړ د بلوچستان په کوټه ښار کې د پښتو ادبي غورځنګ له خوا چاپېږي.

اجمل خټک د څه وخت لپاره په ښوونځي کې ښوونکی و. بیا یې په پېښور کې په یو راډيو کې کار پیل کړ، هلته یې ۲۷ ډارمې ولیکلې، چې وخت په وخت خپرې شوې.

د اجمل خټک شاعرۍ د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته د ګڼ خلکو په فکر کې بدلون راوست او په انقلابي شاعر اوڅار شو. نژدې شل شعري او نثري کتابونه یې په پښتو او اردو کې چاپ شوي دي.

ښاغلي خټک د ژوند په وروستيو، چې روغتيايي حالت يي ښه نه و، د خپل سیاسي ژوند د لوړو ــ ژورو په اړه کتاب ولیکه.

د هغه د زوی ایمل خټک په وینا په دې کتاب کې یې د دغو پوښتنو ځوابونه لیکلي، چې ولې په ۱۹۷۳م کې افغانستان ته ولاړ او نژدې شل کاله هلته پاته شو.

د خپلو ليدنوـ کتنو په اړه يې خاطرې هم په یاد کتاب کې ځای کړي دي. کتاب ته یې (ترخه وختونه او خواږه يادونه) نوم ورکړى. ایمل خټک یې په اړه بي‌بي‌سي ته وویل:

"دا چې پلار مې د ناروغۍ له امله د (ترخه وختونه او خواږ یادونه) کتاب بشپړه نه کړ، نو تر اوسه نه دی چاپ شوی، خو هڅه کوم، دا کتاب د هغه د هغوو دوستانو په مرسته بشپړه کړم، چې له پلار سره مې نژدې اوسیدل، بیا به یې چاپ کړم."